ځانګړې پاڼه: د افغان سولې بهير

مهم خبرونه

  • ډاکتر عبدالله

    عبدالله: طالبان د هېڅ پټې معاملې له لارې واک ته نشي رسېدلی

    د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله وايي، هیڅ پټه معامله طالبان واک ته نشي رسولای. نوموړي دغه راز طالبانو ته سپارښتنه کړې چې د تاوتریخوالي او جګړې په دوام د هېواد برخلیک په لاس کې نشي اخیستلای. نوموړي همدا راز تور لګولی چې طالبان په وروستیو هدفي وژنو او تاوتریخوالي کې لاس لري. دا په داسې حال کې ده چې دې وروستیو کې افغانستان کې د لنډمهالي حکومت بحثونه تاوده شوي.

  • زلمی

    خلیلزاد له ملا برادر سره د بندیانو په چټک خلاصون غږېدلی

    له افغان زندانونو د طالب بندیانو د خلاصون په درشل کې، د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په قطر کې د طالبانو د دفتر مشر او د دې ډلې مرستیال ملا برادر او د قطر د بهرنیو چارو وزات له ځانګړي استازي مطلق القحطاني سره د بندیانو د چټک خلاصون او د بین الافغاني مذاکراتو د پیل او له امریکا- طالبانو ترمنځ د هوکړې د بشپړ تطبیق په اړه خبرې کړې دي.

  • بیرغ

    امریکا: 'افغان مشران دې د سولې له تاریخي فرصته ګټه واخلي'

    امریکا پر افغان مشرانو غږ کړی چې خپل سیاسي اختلافات څنډې ته کړي او د سولې لپاره سره ګډ کار وکړي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په دې تړاو یوه ټوېټري پیغام کې ویلي، په داسې وخت کې چې کورونا وېروس په ګرده نړۍ کې په خپرېدو دی، افغان مشران باید اوس خپلو خلکو ته د سیاست پرتله سولې ته تر بل هر وخت ډېر لومړیتوب ورکړي.

  • خالد

    افغان حکومت طالبانو ته د بشپړ اوربند وړاندیز وکړ

    افغان حکومت ویلي، په هېواد کې د کورونا وېروس د مخنیوي په موخه طالبانو ته د سراسري اوربند وړاندیز کوي. خو د اوربند له وړاندیز سره یو ځای د دفاع وزیر وایي، افغان امنیتي‌ ځواکونه به له دې وروسته د دوښمن بریدونو ځواب ورکوي

  • افغان حکومت وایي، د طالب بندیانو د خوشي کېدو لپاره پکار ده چې دغه ډله تاوتریخوالی کم کړي.

    ویډیو, له سلام رحیمي سره ځانګړې مرکه, موده 12,50

    افغان حکومت وایي، د طالب بندیانو د خوشي کېدو لپاره پکار ده چې دغه ډله تاوتریخوالی کم کړي. د سولې په چارو کې د افغان دولت وزیر سلام رحیمي وایي، حکومت د طالب زندانیانو خوشي کولو ته چمتو دی او دا بهیر یې نه دی ځنډولی، خو که طالبان تاوتریخوالی نه کموي نو لږ تر لږه ډېروي دې هم نه او پر هغه څه دې عمل وکړي چې امریکا سره یې هوکړه کې منلي.

  • له امریکا سره د طالبانو د سولې د هوکړې په لاسلیکېدا، ۳۰ کلنه افغانه وېترنره طاهره رضايي د خپلې راتلونکې په اړه اندېښمنه ده.

    ویډیو, طاهره: "که طالبان واک ته راشي، کار ته به مې پرېنږدي", موده 2,12

    له امریکا سره د طالبانو د سولې د هوکړې په لاسلیکېدا، ۳۰ کلنه افغانه وېترنره طاهره رضايي د خپلې راتلونکې په اړه اندېښمنه ده.

  • کندهار

    ویډیو, کندهار: د سولې خپلمنځي تړون په اړه نظرونه, موده 2,02

    د امريکا او طالبانو خپلمنځي هوکړې ته ګڼ افغانان هيله من دي او دا په افغانستان کې د سولې راوستلو لپاره يو ګام بولي. د کندهار ځينو خلکو د سولې په اړه زموږ له خبريال مامون دراني سره خپل نظرونه شريک کړي دي.

  • Keyframe #5

    ویډیو, د امریکا او طالبانو ترمنځ‌ د تړون لاسلیک ته د عامو افغانانو غبرګون, موده 3,51

    د امریکا او طالبانو تر منځ‌ د تړون لاسلیک ته د عامو افغانانو غبرګون څه دی؟ د نورګل شفق په دغه رپوټ‌کې د کابل او د ځينو ولایتونو خلکو ځواب ورته ویلی

  • Keyframe #6

    ویډیو, خلیلزاد د هوکړې تالار ته رسېدلی, موده 0,32

    د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د هوکړې لاسلیکولو تالار ته رسېدلی دی.

  • سوله

    ویډیو, متقي: له سولې خپلمنځي تړون وروسته به د بندیانو تبادلې پړاو پیلېږي, موده 1,29

    په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر غړی امیر خان متقي وایي، امریکا سره د سولې خپلمنځي تړون لاسلیک کېدو وروسته به اوس د بندیانو د تبادلې پړاو پیل شي. نوموړي د بي بي سي خبریال شعیب شریفي ته وویل، د بندیانو د تبادلې نه وروسته به بین الافغاني مذاکرات پیل شي.

  • داود اعظمي

    قطر کې د طالبانو او امریکایانو ترمنځ سولې ته چمتووالی

    قطر کې د طالب امريکا سولې تړون لاسليکېږي. د بي بي سي پښتو په دې ځانګړې خپرونه کې يې په اړه وروستي معلومات ترلاسه کولی شئ.

  • انس حقاني

    د امریکا او طالبانو ترمنځ هوکړه؛ له انس حقاني سره خبرې

    انس حقاني د طالبانو د مرستیال مشر سراج الدین حقاني ورور دی.‌ دی تېر کال د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د بندیانو په یوه تبادله کې له څرخي پله زندانه خوشی شو. نوموړی کابل کې د امریکایي پوهنتون یوه استاد ټیموتي ویکس په بدل کې خوشی شوی.

  • په قطر کې د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې تر هوکړې یوه ورځ مخکې، مزار شریف کې ځینې ځوانان راغونډ شوي وو او د سولې د راتلو په هرکلي کې یې تفریحي پروګرامونه جوړ کړي.

    ویډیو, کوچنۍ ډېوې ته سوله په څه مانا ده؟, موده 1,57

    په قطر کې د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې تر هوکړې یوه ورځ مخکې، مزار شریف کې ځینې ځوانان راغونډ شوي وو او د سولې د راتلو په هرکلي کې یې تفریحي پروګرامونه جوړ کړي.

  • Keyframe #1

    ویډیو, افغانستان کې د تاوتریخوالي کمولو د اونۍ پیل, موده 4,33

    په افغانستان کې د تاوتريخوالي کمېدو اونۍ پيل د خواله رسنيو د گڼو افغان کارونکو پراخ غبرگونونو سره هم مل و. دا چې دوى څه ليکلي او څه هيلې يې څرگندې کړې دي، پاينده څرگند پرې نظر تېر کړى.

  • Keyframe #5

    ویډیو, ارګ: له بشپړ اوربند پرته به د سولې لپاره ګډې هڅې پایلې و نه لري, موده 1,18

    افغان حکومت خبرداری ورکړی چې له بشپړ اوربند پرته به د افغان سولې روانې خبرې بې پایلې وي.

  • د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی وايي، افغان حکومت دې د اوربند په پلمه د مذاکراتو نه پېلدو لپاره بهانه نه جوړوي.

    ویډیو, حامد کرزی: افغان حکومت دې د سولې خبرو د نه پیلولو پلمې نه لټوي, موده 1,42

    د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی وايي، افغان حکومت دې د اوربند په پلمه د مذاکراتو نه پيلېدو لپاره بهانه نه جوړوي. ښاغلی کرزی له بي بي سي سره په ځانګړې مرکه کې وايي، د دې پرځای دې هر هغه اقدام وکړي چې د سولې د راتلو هله پکې وي.

  • طالبان

    واورئ, پاکستان ته د طالبانو سفر او د افغان حکومت اندېښنې, موده 7,35

    د طالبانو یوه پلاوي اسلام اباد کې د پاکستان له لوړ پوړو چارواکو سره کتلي دي. افغان حکومت د پاکستاني چارواکو له خوا د طالب مرکچیانو دا ډول هرکلی د ډیپلوماټیکو اصولو خلاف کار بللی دی. د طالب پلاوي سفر او غونډې څومره مهمي دي؟ او د افغان حکومت اندېښنې څه دي؟

  • jirga

    ویډیو, افغان سوله څومره نژدې، او ستونزمنه ده؟, موده 2,22

    افغان سوله څومره نژدې، او ستونزمنه ده؟ لرلیدونه، ننګونې او خنډونه يې د بي بي سي د ازادې جرګې دې اوونۍ خپرونې موضوع وه

  • s

    ویډیو, 'که سوله وي له وطنه تللي سېکان به بېرته افغانستان ته راشي', موده 3,38

    په افغان ولسي جرګه کې د هندو او سېک لږکیو ځينې استازي وايي، که څه هم په دغه هېواد کې د پاتې هندوانو او سېکانو کره شمېر نه دی مالوم خو په خبره يې، که سوله وي نو له وطنه تللي هغه هم بېرته خپل وطن ته راتګ ته لېواله دي.

  • ارګ

    ویډیو, افغان حکومت: اوس به سوله د جگړې په ډگر کې لټوو, موده 2,45

    د امریکا ولسمشر ‌ډونالډ ترمپ له خوا طالبانو سره د خبرو له ردولو ورسته افغان حکومت وايي له دې وروسته سوله د جګړې په ډګر کې لټوي.

  • جرګه، سوله

    ویډیو, د سولې مشورتي لویې جرګې لومړۍ ورځ, موده 2,55

    څه باندې درې زره کسان په کابل کې را ټول شوي چې له طالبانو سره پر سوله افغان حکومت ته مشورې ورکړي. افغان ولسمشر محمد اشرف غني طالبانو ننگولي چې د ده په وينا که واک يې له پردیو سره نه وي نو ولې له افغان حکومت او خلکو سره له خبرو ډډه کوي؟

  • عباس ستانکزی

    ویډیو, طالبان: ټرمپ دې پر خپل ټويټ بيا غور وکړي, موده 4,22

    طالبانو پر ولسمشر ټرمپ غږ کړى دى چې پر هغه ټويټ بيا غور وکړي چې له دوى سره د سولې خبرې پکې ودرولې. عباس ستانکزي له بي بي سي پښتو تلويزيون سره په مرکه کې پر افغان پوځ هم غږ وکړ چې له دوى سره د جنگ پر ځاى دې د هېواد پولې وساتي.

  • هلمند کې د سولې هڅې

    ویډیو, "طالبانو سوله وکړئ", موده 1,11

    د افغانستان په جنوب هلمند کې په سلګونو کسانو، د جګړې پر ضد د سولې لاریون پیل کړی. دغه لاریون کوونکي به له مرکز، لښکر ګاه، د موسی قلعه ولسوالۍ پر لور روانېږي.

  • د سولې بهېر به په کوم لوري ځي او د امنیت په ډګر کې د څه ډول بدلون تمه کېدی شي، د ولسمشرۍ ټاکنو ته د هیلمندۍ به برخه کې څنګه کتل کېږي، او ګاوڼدیانو سره به یې اړیکي څنګه وي؟

    واورئ, د سولې بهير په کوم لوري ځي؟, موده 26,27

    د سولې بهېر به په کوم لوري ځي او د امنیت په ډګر کې د څه ډول بدلون تمه کېدی شي، د ولسمشرۍ ټاکنو ته د هیلمندۍ به برخه کې څنګه کتل کېږي، او ګاوڼدیانو سره به یې اړیکي څنګه وي؟

  • مسکو غونډه

    واورئ, بحث: مسکو کې پر افغان سوله خبرې, موده 26,29

    په مسکو کې پر افغان سولې غونډ کې بېلابېلو افغان سیاسي مشرانو او د طالبانو استازو برخه درلوده. غونډه کې د افغان سولې پر مختلفو لارو چارو خبرې وشوې.

  • د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وایي، امریکایان او طالبان د دوحې خبرو په ترڅ کې په اصولو کې خپلمنځي هوکړې ته رسېدلي دي.

    واورئ, د افغان طالبانو او امریکا تر منځ خپلمنځي هوکړه او اغېز یې, موده 7,53

    د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وایي، امریکایان او طالبان د دوحې خبرو په ترڅ کې په اصولو کې خپلمنځي هوکړې ته رسېدلي دي.

  • عبدالسلام ضعيف

    واورئ, بحث: څرنګه افغانستان کې سوله راتلی شي؟, موده 25,24

    عنایت الحق یاسيني په اسلام اباد کې د طالبانو د واکمنۍ د مهال افغان سفیر ملا عبدالسلام ضعیف، د سولې شورا ویاند احسان طاهري او د چارو شنونکي هارون میر سره غږېدلی دی.

  • خلیلزاد

    خلیلزاد بیا د افغان ټاکنیز کړکېچ د هوارولو غوښتنه وکړه

    د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد یو ځل بیا پر افغان سیاستوالو غږ کوي چې خپلمنځي اختلافونه ختم او جوړ جاړی وکړي. د نوموړي په خبره، افغانانو ته پکار دي هغه سیاسي کړکېچ اوار کړي چې له ولسمشرۍ ټاکنو وروسته له دوو لوړو رامنځ ته شوی دی.

  • خلیلزاد

    خلیلزاد: داعش پر ضد د طالبانو د بیان هرکلی کوم

    د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د طالبانو د هغې اعلامیې هرکلی کړی، چې وايي له 'اسلامي دولت' نومې (داعش) او په افغانستان کې د دغې ډلې د استخدام، تمویل یا روزنې د هڅو د مخنیوي ژمنه کوي. خلیلزاد وايي له طالبانو سره د ژمنو پوره کول پر ژمنو عمل کولو پورې تړلي دي.

  • رحیمي

    سلام رحیمي: طالب زندانیان خوشي کوو، خو طالبان باید تاوتریخوالی کم کړي

    د سولې په چارو کې د افغان دولت وزیر سلام رحیمي وایي، حکومت د طالب زندانیانو خوشي کولو ته چمتو دی، خو طالبان هم باید له خپلو ژمنو سره سم د تاوتریخوالي کچه کمه کړي

  • زندانیان

    د طالب زندانیانو خوشي کولو لړۍ لا نه ده پيل شوې

    د افغانستان د امنیت شورا ویاند جاوید فیصل بي بي سي ته وویل چې د دغو کسانو د خوشې کولو پر څرنګوالي کار روان دی. هغه بي بي سي ته وویل چې د دغو کسانو د خوشې کولو پر څرنګوالي کار روان دی.

  • خلیلزاد

    خلیلزاد: امریکا د غني او عبدالله ترمنځ د هوکړې هڅه کوي

    د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي، واشنګټن لا هم د افغان ولسمشر اشرف غني او پخواني اجرایه مشر عبدالله عبدالله ترمنځ د ستونزو اوارولو هڅه کوي. نوموړي خبرداری ور کړ چې د ولسمشر غني او عبدالله عبدالله ترمنځ اختلاف ممکن پر امنیتي وضعیت، افغان وسلوالو ځواکونو او تر ټولو مهم پر افغان سولې بهیر بد اغېز وکړي.

  • صدیق

    د طالب بندیانو خوشي کېدل؛ حکومت او طالبان یې پر څرنګوالي مخالف دریځونه لري

    د افغان ولسمشر محمد اشرف غني ویاند صدیق صدیقي ویلي، حکومت د طالب زندانیانو خوشي کولو ته چمتو دی، خو دا چاره مشروطه ده او بې له قید شرطه د دې بندیان خوشي کېدل ناشونې ده. بله خوا طالبان وایي، د بین الافغاني خبرو نه مخې باید د دوی ټول ۵۰۰ بندیان خوشي شي

  • امریکا

    ملګرو ملتونو د طالب- امریکا د هوکړې ملاتړ وکړ

    د ملګرو ملتونو امنيت شورا په یوه پرېکړه لیک کې د امريکايانو او طالبانو ترمنځ د لاسليک شوې هوکړې هرکلی کړی دی. د افغان سولې لپاره د امريکا ځانګړی استازی وايي، دغه پريکړه ليک پر طالبانو او افغان دولت غږ کوي، چې د باور جوړولو تدبيرونو ته دوام ور کړي او په چټکۍ بين الافغاني خبرو ته لاړ شي.

  • شاهین

    طالبان: زموږ د بندیانو لېست کې هېڅوک "جعل کاري" نشي کولی

    په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر وايي، امریکايي پلاوي ته يې د خپلو پنځه زره بندیانو لېست سپارلی دی او په خبره یې څوک جعل یا لاسوهنه نشي پکې کولی. د دې ډلې ویاند ویلي چې طالب بندیان به په یوه دښته کې او یا هم په زندانونو کې دوی ته سپارل کېږي

  • کرزی

    کرزی: د هېواد اوسنی وضعیت د امریکا سپک چلن او سیاست پایله ده

    د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي په افغانستان کې د روان سیاسي وضعیت د اندېښنې وړ بللی او دا یې د د افغانانو پر وړاندې د امریکا د سیاست او سپک چلن پایله بللې ده. نوموړي تور لګولی چې امریکا د افغان ټاکنو او سولې بهیر کې صداقت نه دی کړی

  • غني

    ولسمشر غني د طالب بندیانو د بښلو او خوشي کولو فرمان لاسلیک کړ

    د افغان ولسمشر ویاند صدیق صدیقي وايي چې ولسمشر محمد اشرف غني د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د خبرو د پیل په مناسبت د دغې ډلې د زندانیانو د عفوې او خوشي کولو اړوند فرمان لاسلیک کړی. د طالب بندیانو د خوشي کولو موضوع د افغان سولې په بهیر کې یوه مهمه خو جنجالي موضوع ده.

  • قطر

    طالبان: له امریکا سره د هوکړې ماتولو هوډ نه لرو

    وسله والو طالبانو د امریکايي چارواکو له خولې د اېن‌ بي‌ سي شبکې هغه رپوټ رد کړی، چې وايي، باوري څارګر معلومات یې ترلاسه کړي چې ګنې طالبان له امریکا سره پر شوې هوکړې د ژمن پاتېدو هوډ نه لري. طالبانو ویلي، د هوکړې د عملي کېدو بهیر تر اوسه 'ښه' روان دی.

  • محمد اشرف غني

    ولسمشرغني: د طالب بندیانو پر خلاصون بین الافغاني خبرو کې بحث کېدای شي

    د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، د افغان حکومت مذاکراتي ډله له طالبانو سره مخامخ خبرو پیلولو ته چمتو ده. نوموړي یو ځل بیا وویل، د خبرو له پیلېدا مخکې د طالب بندیانو خوشي کول باید د شرط په توګه مطرح نه شي، خو په بین الافغاني خبرو کې بحث پرې کېدای شي.

  • .ټرمپ

    ټرمپ: امریکا ۲۰ کاله افغانستان کې وه،۲۰ کاله نوره هلته نه شي پاتېدی

    د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ویلي، امریکا په تېرو ۲۰ کلونو کې افغانستان کې وه او شل کاله نوره هلته نه شي پاتېدلی. په خپله افغانان باید خپل ځانونه وساتي. ښاغلي ټرمپ تمه وښوده چې د امریکا له وتلو وروسته به افغان حکومت د ځان ساتلو وړتیا ولري.

  • سوله

    طالبان: که هوکړې سره سم عمل وشي او بندیان خوشي شي, بین الافغاني خبرو ته چمتو یو

    سهیل شاهین پر ټویټر یوه بیان کې ویلي د طالبانو له خوا د افغانانو خپلمنځي خبرو لپاره چې ټاکل شوې د روانې مارچ میاشتې پر لسمه نېټه پيل شي، د دوی اجنډا چمتو ده او له شوې هوکړې "سره سم پرمخ ځو خو که یاد مذاکرات له پورته نېټې نه وځنډیږي پړه به یې د نورو په غاړه وي. "

  • خلیلزاد

    خلیلزاد: امریکا ژمنه ده چې د بندیانو تبادلې ته زمینه برابره کړي

    د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي، له طالبانو سره د امریکا او طالبانو په ګډه هوکړه کې له موافقې وروسته امریکا د بندیانو د تبادلې اسانچارې ته ژمنه ده. نوموړی وايي، موږ به د دواړو غاړو ملاتړ وکړو چې پاموړ شمېر بندیان خوشي کړي.

  • سهیل

    طالبان: زموږ او د امریکا ترمنځ هېڅ ډول پټ اسناد نشته

    وسله والو طالبانو ویلي، له امریکا سره هېڅ ډول پټ تړون نه لري، بلکې څو ورځې وړاندې د شوې هوکړې جزییات په رسنیو کې خپاره شوي او هر بند یې تشریح شوی دی. دوی وايي، "ځینې جعلي پاڼې او پروپاګند چې مغرضې کړۍ یې خپرويو هېڅ حقیقت نه لري."

  • هرات

    امریکایي ځواکونو له هوکړې وروسته لومړی ځل پر طالبانو بمبار کړی

    په قطر کې له امریکا سره د طالبانو د سولې له تړون لاسلیکېدا وروسته، په لومړي ځل امریکايي ځواکونو هلمند کې پر طالبانو بمبار کړی. بل خوا، د افغانستان دفاع وزارت وايي، په ځینو ولایتونو کې جګړه کې دواړو خواوو ته مرګ ژوبله اوښتې

  • سوله

    ولسمشر ټرمپ له ملا برادر سره تیلیفوني خبرې کړې دي

    وسله وال طالبان وايي د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د دغې ډلې له مرستیال مشر ملا عبد الغني برادر سره تیلیفوني خبرې کړي دي. پخپله ولسمشر ټرمپ هم سه شنبه ناوخته سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل چې "د طالبانو له مشر" سره یې ډېرې ښې خبرې کړې دي. هغه زیاته کړه، طالبانو ورسره ومنله چې تاوتریخوالي نشته.

  • سوله

    ارګ: د قطر امیر له طالبانو غوښتي چې افغان حکومت د افغان ملت استازي په توګه ومني

    د ارګ په وینا، د قطر امیر ویلي چې طالبانو سره یې لیدنه کې ورته په ډاګه کړې چې افغانستان اوس د شل کاله وړاندې هېواد نه دی او نوي واقعیتونه رامنځته شوي. وینا پاڼه زیاتوي د قطر امیر ویلي چې له نویو واقعیتونو یو دا دی چې "په افغانستان کې یو مشروع ټاکل شوی حکومت دی، چې د خپل ملت استازولي کوي."

  • قریشي

    افغان حکومت د خپلو کورنیو چارو په اړه د قریشي پر څرګندونو اعتراض وکړ

    د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې د افغانستان کورنیو چارو په اړه د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي څرګندونې غندلې دي. یاد وزارت نن دوشنبه په یوه اعلامیه کې ویلي چې په دې اړه یې خپل اعتراض یې د پاکستان د سفارت له لارې د پاکستان حکومت ته رسولی دی.

  • اشرف غني

    غني: طالبان دې راته ووایي چې څه وخت له پاکستانه راووځي

    افغان ولسمشر محمد اشرف غني ختیځ ننګرهار ولایت کې یوې غونډې ته پر طالبانو غږ وکړ چې له پاکستانه ووځي او خپل هېواد ته دې راشی چې سوله ورسره وکړي. نوموړي یوځل بیا په ټینګار پر طالبانو غږو وکړ چې د بندیانو خوشي کولو لپاره دې شرطونه نه ږدي.

  • یوناما

    یوناما او اروپایي ټولنې د اورکم د دوام غوښتنه وکړه؛ خو ۱۶ ولایتونو کې بریدونه شوي

    په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت (یوناما) او اروپایي ټولنې ویلي، "بین الافغاني" مذاکراتو ته د زمینې برابرولو لپاره باید په افغانستان کې اورکم دوام وکړي. وسله والو طالبانو پرون دوشنبه اعلان وکړ چې د اورکم موده پای ته رسېدلې او پوځي وضعیت به بېرته پخواني عادي حالت ته ګرځي

  • پمپیو

    افغان سوله: مایک پومپیو وایي پر هېڅ شي باور نه شي کېدلی

    د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پمپيو له افغان طالبانو سره د امریکا د خپلمنځي هوکړې په تړاو ویلي، دا هوکړه پر عملي ګامونو ولاړه ده او دې لړ کې پر هېڅ شي باور نه شي کېدلی. ښاغلي پمپيو د طالب زندانيانو د خوشي کولو په تړاو ويلي، د باور جوړونې لپاره له ټولو اړخونو سره ګډ کار کوي

  • زندانیان

    ارګ: طالبانو سره د خبرو تر پیلېدو مخکې د بندیانو خوشي کېدل شرط نه دی

    د افغان ولسمشر ویاند د طالب زندانیانو تبادلې ته په اشارې سره ویلي چې دا ګام له طالبانو سره د سولې لپاره د کېدونکي جوړ جاړي لپاره د " یوې برخې " په توګه پورته کیږي. خو د ده په وینا هیڅکله به د دې لپاره د شرط په توګه وړاندې نه شې چې ګواکې له مخې به یې له طالبانو سره خبرې پيل شي.

  • میلر

    جنرال سکاټ مېلر: تاوتریخوالی باید کم پاتې شي

    د نړیوال ائتلاف یوه ویاند ډګروال سوني لېګېټ په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د قوماندان جنرال سکاټ میلر له قوله پر ټویټر ویلي، اورکم د باور رامنځته کولو لپاره یو ګام و. د هغه په وینا، امریکا د خپلو ژمنو په اړه جدي ده او طالبان هم باید د خپلو ژمنو په اړه جدي‌ وي

  • غني

    غني او ټرمپ د سولې بهیر پر راتلونکو ګامونو تیلیفوني خبرې وکړې

    قطر کې د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې تر هوکړې وروسته، کابل کې افغان ولسمشر محمد اشرف غني خبریالانو ته وویل، په دې تړون کې د ۵۰۰۰ طالب بندیانو خوشي کېدو لپاره هېڅ ژمنه نه شته او د بین الافغاني خبرو لپاره به د مخ‌شرط په توګه نه مطرح کېږي.

  • سولې تړون

    طالبانو او امریکا د سولې په اړه خپلمنځي هوکړه لاسلیک کړه

    د هوکړې لاسلیک غونډې ته په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر ملا عبد الغني برادر او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو ویناوې وکړې. هوکړه لیک د امریکا له خوا د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړې استازي زلمي خلیلزاد او د طالبانو له خوا ملا برادر لاسلیک کړه.

  • ټرمپ

    ډونلډ ټرمپ: که طالبان پر خپلو ژمنو عمل ونکړي بېرته ورستنېږو

    ښاغلي ټرمپ وویل په نږدې راتلونکې کې به له طالب مشرانو سره په خپله وګوري. هغه زیاته کړه چې "ډېره هیله دا ده چې دوی به هغه څه وکړي چې ژمنه یې کړې ده. دوی به ترهګرو ووژني ، دوی به ځینې ډېر بد خلک ووژني. "

  • غني

    غني: امریکا او ناټو سره نوي تړون ته اړتیا نشته

    افغان ولسمشر محمد اشرف غني ویلي، افغان حکومت وار د مخه له ناټو او د امریکا سره ستراتیژیک تړونونه لري، او دې ته اړتیا نشته چې نوی تړون لاسلیک کړي. ښاغلي غني وویل افغان دولت د امریکا او طالبانو هوکړه کې ځینې برخو باندې ملاحظې لري چې له طالبانو سره په مخامخ خبرو کې به پرې بحث وشي.

  • Youth release balloons and pigeons as they celebrate the reduction in violence, in Jalalabad on 28 February

    ټرمپ: افغانان دې د سولې له فرصته ګټه واخلي

    ولسمشرټرمپ له افغانانوغوښتي چې د طالبانو له خوا تر اوه ورځني اورکم وروسته د سولې لپاره له رامنځته شوي چانس څخه گټه پورته کړي. بیانیه کې ولسمشر ټرمپ محتاطانه خوشبیني څرګنده کړې او ویلي یې دي چې که طالبان او افغان حکومت خپلې کړې ژمنې وساتي په افغانستان کې به د جګړې پای او د امریکايي سرتېرو وتلو ته زمینه برابره شي.‌

  • امریکا او طالبان

    "قطر کې د ۳۰ هېوادونو د استازو په شتون کې د سولې تړون لاسلیکیږي"

    په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر بي بي سي ته ویلي چې ټاکل شوې چې د شاوخوا ۳۰ هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران او ځانګړي استازي د امریکا او طالبانو ترمنځ د تړون لاسلیک مراسمو کې ګډون وکړي. د دې تړون لاسلیک به له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو لار برابره کړي او ورپسې به بین الافغاني مذاکرات پيل شي.

  • پومپئو

    پمپیو: پر ایران مو نظر دی چې د افغانستان سوله ګډوډه نه کړي

    د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د امریکا ولسي جرګه کې د بهرنیو اړیکو کمېټې ته د پوښتنو او ځوابونو ناسته کې وویل،‌ پر ایران یې نظر ډېر دی چې افغانستان کې د سولې هڅې ګډوډې نه کړي.

  • سوله

    "د امریکا او طالبانو ترمنځ د تړون له لاسلیک وروسته هم اورکم دوام کوي"

    د طالبانو دسیاسي دفتر یوه غړي بي بي سي ته ویلي چې له امریکا سره د کېدونکي تړون یوه ماده کې ویل شوي چې له لاسلیک وروسته به په تاوتریخوالي او جګړه کې د پام وړ کموالي رامنځته کیږي. د دې سرچینې په وینا له دې مطلب دادی چې د تېرې اونۍ په څېر حالت به دوام کوي.

  • ټرمپ

    ډونلډ ټرمپ: طالبانو سره د سولې هوکړې لاسلیک ته چمتو یم

    د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د یکشنبې په ورځ (۴ کب/فبروري ۲۳) ویلي، که له طالبانو سره د تاوتريخوالي د کمولو لنډمهاله هوکړه د امریکا د تر ټولو اوږدې جګړې پر پای ته رسېدو تمامېږي نو دی چمتو دی چې له طالبانو سره د سولې هوکړه لاسلیک کړي.

  • اسدالله خالد

    "افغانستان کې د تاوتريخوالي کمېدو پرلومړۍ ورځ محدود بريدونه شوي"

    د افغانستان د دفاع وزارت چارسمبالی وزير اسدالله خالد وايي، په افغانستان کې د تاوتريخوالي د کمېدو په لومړۍ ورځ د پخوا پرتله د بريدونو شمېر کې د پام وړ کمښت راغلی دی. نوموړي چې په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو عمومي قومندان سکاټ مېلر او د کورنيو چارو چارسمبالي وزير مسعود انداربي سره په خبري ناسته کې وويل، "يوازې څو بريدونه په محدودو ځايونو کې شوې دي".

  • .

    افغان سوله؛ یوناما‌ د دایمي اوربند لپاره د یو موټی کېدو غوښتنه کړې

    له تېرې شپې راهیسې په افغانستان کې د یوې اوونۍ لپاره د طالبانو له خوا د تاوتریخوالي کمېدو بهیر پیلېدو وروسته یوناما ویلي، له ټولو غاړو غوښتي چې د دایمي اوربند او تلپاتې سیاسي ټیکاو لپاره لاس په کار شي. د تاوتريخوالي کمېدو بهير کامياب شي بيا به د امریکا او طالبانو تر منځ تړون لاسليکېږي.

  • افغان پوځي

    په افغانستان کې د "تاوتریخوالي کمولو" اوونۍ پیل شوه

    د افغانستان په وخت نن شپه ۱۲:۰۰ بجې په تاوتریخوالي کې د پام وړ کموالي موده پيل شوه چې یوه اوونۍ به دوام کوي او د بریالي کېدو په صورت کې به یې یوه اوونۍ وروسته د امریکا او طالبانو ترمنځ هوکړه لاسلیک کېږي. د شوې هوکړې له مخې په دې یوه اوونۍ کې به په تاوتریخوالي کې د پام وړ کموالی راځي، ښکېلې خواوې به یو پر بل بریدونه نه کوي.

  • غني

    غني: د تاوتریخوالي کمېدل د اوربند او سولې پر لور مهم ګام دی

    ښاغلي غني وویل د حکومت غوښتنه اوربند و خو "دا چې طالبانو ډلې د تاوتریخوالي پام وړ کمولو ته موافقه وکړه دا هم اوربند او پایداره سولې ته در سیدو لپاره یو مهم ګام دی. " ښاغلي غني وویل په تاوتریخوالي کې د پام وړ کموالي موده نن شپه د افغانستان په وخت ۱۲:۳۰ بجې پيلیږي.

  • امریکا او طالبان

    طالبان او امریکایان د فبرورۍ پر ۲۹مه خپلمنځۍ هوکړه لاسلیکوي

    امریکا او طالبان وايي په خپل منځ کې به بله شنبه (کب پر لسمه یا د فبرورۍ پر ۲۹مه) د سولې تړون لاسلیک کړي. د امریکا بهرنیو چارو وزیر مایک پامپېو په یوه اعلامیه کې ویلي د دغه تړون له لاسلیک وروسته به ژر د افغانانانو خپلمنځي خبرې هم پیل شي.

  • افغانستان

    "افغانستان کې د تاوتریخوالي کمېدل نن له نیمې شپې پیلېږي"

    د افغانستان امنیت شورا وايي د فبرورۍ له ۲۲مې (شنبه، د کب ۳) به په ټول افغانستان کې د تاوتریخوالي کمېدل پلي شي. د امنیت شورا ویاند وايي، افغان امنیتي ځواکونو ته امر شوی چې "تیار سئ" حالت کې واوسي او په وینا یې له خپلو خلکو، لویو لارو او تأسیساتو نه دفاع ته چمتو وي.

  • اشرف غني او خلیلزاد

    افغان سوله؛ غني او خلیلزاد د تاوتریخوالي‌ کمېدو پر څرنګوالي غږېدلي

    د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، ولسمشر محمد اشرف غني د افغان سولې لپاره د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره د تاوتریخوالي پام وړ کمولو او د افغان حکومت له خوا یې د سمبالښت د څرنګوالي پر جزییاتو خبرې کړې دي.

  • اندرابي

    اندرابي: د تاوتریخوالي د کمېدو پړاو پنځو ورځو کې پیلېږي

    د افغانستان د کورنیو چارو وزارت سرپرست ویلي، د امریکا او طالبانو ترمنځ د هوکړې له مخې په افغانستان کې د تاوتریخوالي کمېدو بهیر به پنځو ورځو کې پیل شي. بل لور ته د افغان ولسمشر محمد اشرف غني ویاند ویلي، د تاوتریخوالي کمښت باید په افغانستان کې دایمي سولې او اوربند ته لاره هواره کړي.

  • طالبان

    طالبان: د سولې هوکړه نهايي شوې، څو ورځو کې به لاسلیک شي

    په قطر کې د طالبانو استازو بي بي سي ته ویلي، له امریکايي مرکچیانو سره د سولې د هوکړې په اړه "هوکړه او ټول ملحقات یې نهايي شوي، خبرې پای ته رسېدلې او تر لاسلیک څو ورځې مخکې یې د خوندي چاپېریال د تامین لپاره کار روان دی چې د روانې میاشتې تر پایه به لاسلیک شي."

  • دانش

    سرور دانش: طالبان دې په سیاسي حاکمیت کې برخه واخلي

    د افغانستان د ولسمشرۍ دویم مرستیال سرور دانش د امریکا او طالبانو تر منځ د تاوتريخوالي د کمولو پر سر د هوکړې هرکلی کړی او ویلي يې دي، هیله من دی چې دا هوکړه به د سولې په اړه مخامخ خبرو ته لار برابره کړي.

  • ناټو مشر

    ناټو: که طالبان ژمنې پوره کړي، موږ به هم د سرتېرو شمېر 'تنظیم' کړو

    د ناټو مشر منشي یان ستولتنبرګ وايي، که طالبان د تاو تریخوالي کمولو په لړ کې خپله وړتیا او ژمنې پر ځای کړي، نو دوی به هم په افغانستان کې د خپلو سرتېرو شمېر 'تنظیم' کړي. د ناټو مشر د جمعې پر ورځ له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره هم د جرمني په میونخ کې لیدلي.

  • یان ستولټنبرګ

    ناټو: بین الافغاني خبرو پیلېدو کې همکاري کوو

    په برسلز کې د ناټو غړو هېوادونو د دفاع وزیرانو غونډې په درشل کې، د ناټو عمومي سرمنشي یان ستولټنبرګ ویلي، د افغانستان د ټاکنو پایلې او له امریکا سره د طالبانو د سولې مسلې له یوې او بلې سره 'ټکر کې نه' دي او ناټو د دغو خبرو ملاتړ کوي. نوموړي وویل، "موږ د بین الافغاني خبرو پیلېدو په اړه له امریکا سره له نژدې سلامشورې کوو."

  • غني، عبدالله او پمپیو

    پمپیو غني او عبدالله ته د سولې په خبرو کې د "پام وړ پرمختګ" خبر ورکړی

    افغان ولسمشر په دې تړاو د ټویټر یوه لړۍ پیغامونو کې ویلي'' خوښ یم چې ښاغلي پمپیو نن ټيلیفون راته وکړ او له طالبانو سره د سولې په روانو خبرو کې یې د پام وړ پرمختګ خبر راکړ. وزیر پومپیو راته په تاوتریخوالي کې د پام وړ او تلپاتې کموالي راوستلو په تړاو د طالبانو د وړاندیز په هکله معلومات راکړل.

  • ناټو عمومي منشي

    ناټو: طالبان دې د سولې لپاره رښتینی جوړجاړی وکړي

    د ناټو عمومي منشي وايي، طالبانو ته په کار دي چې د سولې بهیر کې د پرمختګ لپاره رښتینی جوړجاړي وکړي او تاوتریخوالی کم کړي، ځکه په وینا یې 'دا ډله د جګړې په ډګر کې بریا ترلاسه کولی نه شي.'

  • زلمی

    شاهین: طالب او امریکايي استازي قطر کې پر مهمو موضوعاتو غږېدلي

    په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر وايي، په دوحه کې د دې ډلې استازو د کوربه هېواد د بهرنیو چارو له وزیر او د افغان سولې لپاره د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره تېر ماښام د سولې خبرو پر پایلو او راتلونکو ګامونو خبرې کړې دي او د بحث مسلې یې "مهم موضوعات" بللي دي.

  • پاکستاني چارواکي وايي زلمی خلیلزاد له شاه محمود قریشي سره لیدلي (ارشیف فوټو)

    زلمی خلیلزاد اسلام اباد ته تللی

    د پاکستان بهرنیو چارو وزارت یوې اعلامیې په حواله د پاکستاني رسنیو په رپوټونو کې ویل شوي، چې ښاغلي خلیلزاد د پاکستان بهرنیو چارو له وزیر مخدوم شاه محمود قریشي او د دغه هېواد له پوځ مشر جاوید قمر باجوه سره د افغانستان سولې بهیر په تړاو خبرې کړې دي.

  • پمپیو

    طالبان: پمپیو دې د خپل بام واورې زموږ پر بام نه راچوي

    وسله والو طالبانو د امریکا هغو څرګندونو ته چې وايي له طالبانو سره تړون نژدې دی، خو دوی باید د تاوتریخوالي کمولو 'روښانه نښې' وښيي، په غبرګون کې ویلي، "د خبرو دا بهیر د ټرمپ د ټویټ او د امریکا ګڼو غوښتنو ټکنی کړی."

  • ارګ

    "له طالبانو سره خبرو کې پرمختګ له افغان حکومت سره شریکوو"

    افغانستان کې د امریکايي ځواکونو مشر جنرال سکاټ مېلر له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره لیدنه کې قطر کې د طالبانو او امریکا د سولې خبرو په هکله مالومات ور کړي دي. افغان ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، په دې لیدنه کې د کابل لپاره د امریکا سرپرست سفیر هم و.

  • صالح

    صالح: بهرنیان پر افغانانو د سولې تړون تپلی نه شي

    د افغان ولسمشر محمد اشرف غني د ټاکنډلې لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، له وسلوالو طالبانو سره د هر ډول خبرو پایله باید د لویې جرګې له لارې ومنل یا رد شي. د هغه په خبره،"هیڅ یو بهرنی هم له طالبانو سره خبرو کې د افغانستان د ګټو استازي نشي کولی او نه هم پر افغانانو تړون تپلی شي".

  • .

    افغان حکومت: جرمني بین الافغاني خبرو لپاره چمتووالی کوي

    د افغانستان د ملي امنیت شورا بي بي سي ته ویلي، جرمني له افغان چارواکو سره په دغه هېواد کې د 'بین الافغاني خبرو (ډایلاګ)' پر سر خبرې کوي. د ملي امنیت شورا ویاند جاوېد فیصل وايي، دا به رسمي بین الافغاني خبرې نه وي، خو رسمي بین الافغاني خبرو ته به لار هواره کړي.

  • غني

    غني: افغانستان د دریمه برخه امریکايي پوځ وتلو ته چمتو دی

    افغان ولسمشر محمد اشرف غني- چې په نړیواله اقتصادي غونډه کې د ګډون لپاره سویس ته تللی- خبریالانو ته ویلي، حکومت یې له هېواده د کابو دریمه برخه امریکايي ځواکونو وتلو ته چمتو دی. ولسمشر غني ویلي په دې اړه یې خپل پیغام د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ته رسولی دی.

  • طالبان

    طالبان: امریکا د تاوتریخوالي کمولو لپاره زموږ غوښتنه منلې

    د طالبانو یوه لوړپوړي غړي بي بي سي ته وویل، امریکا د تاوتریخوالي کمولو لپاره د دوی وړاندیز منلی چې د تړون لاسیکولو پر مهال امن فضا جوړه شي. دا غړی چې د سولې خبرو کې ښکېل دی له نوم پرته زیاتوي، دا طرحه محدوده ده او له امریکا سره د تړون لاسلیکولو ورځو کې عملي کېږي.

  • کرزی

    کرزى: حکومت دې اوربند د سولې خبرو نه پيلولو پلمه نه جوړوي

    د افغانستان پخوانى ولسمشر حامد کرزی وايي، افغان حکومت دې اوربند د خبرو نه پېلدو لپاره پلمه نه جوړوي. ښاغلي کرزي ويلي، ددې پرځای دې هر هغه اقدام وکړي چې د سولې د راتلو هيله په کې نغښتې وي. خو افغان حکومت وايي، د "تاوتریخوالي کمول" ناڅرگنده طرحه او له واقعیته یو ډول تېښته ده.

  • قطر

    پاکستان: د خبرو له لارې د افغانستان کړکېچ ختمېدونکی دی

    د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر، شاه محمود قریشي، قطر ته د ورتګ پر مهال هیله مندي ښودلې، چې د اسلام اباد په همکارۍ، د سولې د خبرو په مټ د افغانستان کړکېچ پای ته رسېدونکی دی. ښاغلي قریشي ویلي، چې هېواد یې د افغان سولې په روان بهیر کې بشپړه همکاري کوي.

  • دبۍ

    'امریکا او طالبانو د اوربند په اړه پرمختګ نه دی کړی'

    د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، که د امریکايي او طالب استازو تر منځ پر اوربند هوکړه و نه شي د سولې لپاره به د افغانستان او امریکا ګډې هڅې پایلې و نه لري. د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي وايي، ''د تاو تریخوالي کمول ډېر وضاحت نه لري او خلک غواړي چې اوربند وشي او سوله راشي.''

  • یوناما

    زلمی خلیلزاد او افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو استازی پر افغان سوله غږېدلي

    ملګري ملتونه وايي، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ 'یوناما' مشر تدامیچي یماماتو په دبۍ کې له زلمي خلیلزاد او د اروپايي ټولنې له ځانګړي استازي سره د افغانستان د سولې لپاره پر نړیوال ملاتړ غږېدلی دی.

  • ارګ

    ارګ: هیله ده د ایران-امریکا کړکېچ د افغان سولې بهیر اغېزمن نه کړي

    د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ وايي هیله من دي چې د امریکا او ایران تر منځ ترینګلتیا د افغانستان د سولې بهیر اغېزمن نه کړي. له بلې خوا د ایران د بهرنیو چارو وزیر بیا له افغان سولې د خپل هېواد ملاتړ اعلانوي او وايي، هېواد یې له افغان حکومت سره تلپاتې او رغنده همکارۍ ته ژمن پاتېږي.

  • قريشي

    قريشي: طالبانو د تاوتريخوالي کمولو لپاره چمتوالى ښوولى

    ښاغلي قریشي دا خبرې په یوه ویډیو پيغام کې کړې چې نن د نوموړي د رسنيزې ډلې لخواه خپور شوې. د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر وویل : "نن یو ښه پرمختګ مخې ته راغلى. طالبانو د تاوتریخوالي کمولو د غوښتنې منلو ته تیارى ښوولى دى "

  • پومپيو

    مایک پومپیو: ایران د افغان سولې بهیر ته ستونزې جوړوي

    د امريکا د بهرنيو چارو وزير وايي ايران افغانستان کې وسله والو ډلو سره د اړيکي پالي او افغان سولې لپاره ستونزې جوړوي. ښاغلي پومپیو دا څرګندونې د سه شنبې پر ورځ واشنګټن کې یوې خبرې غونډې ته وکړې. د هغه په وینا، ایران په سیمه کې د وسله والو ډلو ملاتړ کوي.

  • طالبان

    "د طالبانو او امریکایانو خبرې به څو ورځو کې بېرته پیل شي"

    افغان طالبانو ته نژدې سرچینو بي بي سي ته تائید کړې چې د دې ډلې او امریکا د استازو تر منځ د سولې د خبرو راتلونکي پړاو به تر څو راتلونکو ورځو بیا پیل شي. بل لور قطر کې د دې ډلې د سیاسي دفتر هغه پلاوی چې له مشرتابه سره د سلامشورو لپاره پاکستان ته تللی و، اوس بېرت قطر ته ستون شوی

  • طالبان

    طالبانو د اوربند په اړه وروستۍ اوازې رد کړې

    د طالبانو له لوري رسنیو ته په یوه استول شوي پیغام کې ویل شوي چې د اوربند په هلکه خپاره شوي راپورونه حقیقت نه لري او دا یو ډول ناسم تبلیغات دي. اسوشیټډ پرېس د یکشنبې پر ورځ خبر ورکړی و چې طالبان له امریکایانو سره پر لنډمهالي اوربند سلا شوي دي

  • سهیل شاهین

    ویډیو, له طالب ویاند سره د اوربند په اړه مرکه, موده 3,31

    طالبانو له امریکا سره د تړون د لاسلیک په درشل کې د اوربند په اړه رسنیز رپوټونه رد کړل. دغه ډله وایي یو پلاوی یې له قطر نه تللی چې له خپلو مشرانو سره د تاوتریخوالي د کمولو لپاره د امریکا وړاندیز وڅېړي، خو ویې نه ویل چې مشران یې چېرې دي او دغه سلا مشورې په کوم ځای کې ترسره کېږي.

  • برادر

    "ملا برادر د اوربند په اړه خبرو لپاره کوټې او پېښور ته تللی و"

    د افغان طالبانو یوه جګپوړي چارواکي بي بي سي ته منلې ده چې په قطر کې د دې ډلې د سیاسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر تېره اوونۍ کوټې او بیا پېښور ښار ته تللی و او هلته یې د طالبانو له شوراګانو سره کتلي، او له امریکایانو سره د لنډ مهالي اوربند په اړه یې سلا مشورې کړې دي

  • طالبانو ویلي، د امریکا دغه بودیجه د افغان سولې په برخه کې د خپل لوري لپاره تصویب شوې

    طالبان: امریکا زموږ د مرکچیانو لوژستیکي لګښتونه نه دي ورکړي

    په قطر کې د افغان طالبانو سیاسي دفتر هغه رپوټونه بې بنسټه بللي، چې ګواکې د امریکا کانګرس هغه طرح تائید کړې چې له مخې به یې امریکا د افغان سولې پر بهیر ۱۵ میلیونه ډالر لګوي، چې ښایي یوه برخه یې د وسله والو طالبانو جېب ته هم ورسېږي.

  • سرور دانش

    سرور دانش: طالبانو وښوده چې په سوله باور نه لري

    د افغان ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش وايي، د سولې لپاره له هڅو سره ـ سره، طالبانو په وروستي یوه کال کې وښوده چې په سوله باور نه لري او له تاوتریخوالي مخ نه اړوي. نوموړي طالبانو سره د سولې خبرو پیل، د طالبانو لخوا د اوربند په اعلانولو او د سولې بهیر د افغان حکومت په محوریت او مالکیت پورې مشروط وباله

  • خلیلزاد

    خلیلزاد: د افغانستان سولې بهیر مهم پړاو ته نژدې کېږو

    د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي کابل ته تر سفر وروسته ویلي، "د افغانستان د سولې د بهیر یو مهم پړاو ته نژدې کېږو". دی وايي، د تاوتریخوالي د لږولو او بین الافغاني خبرو ته د لارې برابرولو پر هڅو غږېدلی دی.

  • خلیلزاد او شاهین

    طالبان: د سولې خبرې زموږ په غوښتنه ځنډول شوې

    قطر کې د طالبانو مرکچي پلاوی د افغان سولې لپاره د زلمي خلیلزاد وروستیو څرګندونو ته په ځواب کې وايي، چې د د دوی او امریکايي استازو تر منځ خبرې د بګرام د وروستي برید له امله نه دي درول شوې.

  • غني او الیس

    افغان سوله؛ داسې خبرې غواړو چې پایله یې ریښتونې سوله وي

    افغان ولسمشر محمد اشرف غني د افغانستان په هکله د اسیا زړه- استانبول بهیر اتمه ناسته کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې الیس وېلز سره پر سوله او سیمه ییز پیوستون خبرې وکړې. د اسیا زړه غونډه کې ترک ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل، باید له افغان ولس او حکومت سره مرستې او ملاتړ له بل هر وخت ډېر شي.

  • زلمی خلیلزاد او ملا عبدالغني برادر

    'خلیلزاد قطر کې له طالب استازو سره پر تړون غږېږي'

    د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وايي د افغان سولې لپاره د امريکا ځانګړی استازى زلمي خليلزاد به ډېر ژر قطر ته ولاړ شي، چې له طالب استازو سره وگوري او د سولې د يوه تړون لپاره خبرې له سره پيل کړي. دا خبره له هغه وروسته راځي، چې ولسمشر ټرمپ افغانستان ته د خپل يوه ناڅاپي سفر پرمهال وويل، واشنگټن له طالبانو سره د سولې خبرو کې بيا ښکېل شوى.

  • ټرمپ افغانستان

    ټرمپ ته د طالبانو غبرګون؛ وروسته له هوکړې به اوربند سملاسي پلی شي

    طالبان د اوربند په اړه د امریکایي ولسمشر ډونلډ ټرمپ خبرو ته په غبرګون کې وایي، د دغې ډلې او امریکا ترمنځ اوربند به د دواړو لورو تر هوکړې وروسته سمدلاسه پلی شي. ولسمشر ټرمپ پنجشنبه کابل کې د اوربند خبره کړې وه

  • جواد ظریف او ملا برادر

    ملا برادر تهران کې ایراني چارواکو سره پر افغان سولې غږېدلی

    طالبانو ویلي چې د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د دوی یوه پلاوي په پلازمېنه تهران کې د ایران له بهرنیو چارو وزیر سره ولیدل. په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند ویلي، پلاوي یې په افغانستان کې د سولې د بهیر او په ایران کې د افغان کډوالو د ستونزو په اړه له ایراني چارواکو سره خبرې کړي.

  • طالبان

    قطر کې د طالبانو او امریکايانو تر منځ غیر رسمي لیدنه شوې

    د طالبانو یوې لوړ پوړې سرچینې بي بي سي ته منلې چې د طالبانو د سیاسي دفتر استازو او د افغان سولې خبرو لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد تر منځ د قطر پلازمېنه دوحه کې غیر رسمي ناسته شوې، خو رسماً د خبرو بهیر نه دی پیل شوی.

  • اشرف غني

    غني: تر بل هر وخت اوس سولې ته نژدې شوي یو

    د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني کابل کې د میلاد النبي لمانځغونډې پرمهال وویل، په ټولنه کې د تلپاتې سولې لپاره عدالت پکار دی، چې هېڅوک ځان پکې مظلوم ونه ګڼي. نوموړي وویل، افغانان تر بل هر وخت اوس سولې ته نژدې شوي دي.

  • ارګ

    د سولې د پلان په هکله د عبدالله څرګندونو ته د ارګ غبرګون

    افغان ولسمشرۍ ماڼۍ د ولسمشر غني د سولې ۷ ماده يي پلان یا طرحې په تړاو د اجرایه مشر عبدالله عبدالله څرګندونو ته په غبرګون کې وايي، چې دا طرحه د سولې د ترلاسولو لپاره څرګندې موخې لري. اجرایه مشر عبدالله عبدالله د سې شنبې په ورځ له فرانس پريس خبري اژانس سره مرکه کې دا طرحه خیالي وبلله.

  • غني

    پر افغان سوله د ولسمشر غني او د چین د بهرنیو چارو وزیر خبرې

    افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي په بېجینګ کې د افغان سولې په تړاو پر جوړېدونکې ناسته د دوشنبې په ورځ ناوخته سره وغږېدل. بي بي سي ته د ارګ یوې نږدې سرچینې ویلي، د بېجینګ خبرې د روانې نومبر میاشتې په وروستیو کې پیلېږي.

  • خلیلزاد

    خلیلزاد د سولې خبرو بیا پیلولو لپاره سلامشورې کوي

    د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد کابل ته تللی او له طالبانو سره د سولې د خبرو د بیا پیلولو پر سر یې له افغان ولسمشر محمد اشرف غني او نورو سیاستوالو سره خبرې کړې دي. خليلزاد په لیدنو کتنو کې د خبرو د بیا پیل امکانات ارزولي دي

  • ین

    سټولټنبرګ: طالبان باید د سولې خبرو کې نرمي ښکاره کړي

    د ناټو سرمنشي ین سټولټنبرګ ویلي، که افغان طالبانو امریکایانو ترمنځ د سولې خبرو یو ځل بیا پیل شي نو ناټو به یې هرکلی کوي، خو له طالبانو یې هم غوښتنه کړې ده چې د مذاکراتو پر مېز نرمي ښکاره کړي او له خپلو ځینو غوښتنو دې تېر شي. نوموړي یو ځل بیا ویلي چې ناټو د افغان ځواکونو ترڅنګ ولاړه ده.

  • قریشي

    پاکستان: افغان طالبان مو د سولې خبرو لپاره رابللي دي

    د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، په قطر کې د افغان طالبانو د سیاسي کمېسیون یو پلاوي ته یې پاکستان ته د سفر بلنه ورکړې وه او دغه پلاوي چارشنبه اسلام اباد کې له بهرنیو چارو وزیر شاه محمد قریشي سره وکتل.

  • عمران خان

    "افغان طالبانو له عمران خان سره هم ولیدل"

    طالب پلاوي نن په اسلام اباد کې د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان سره لیدلي، چې په دغه لیدنه کې د پوځ لوی درستیز جنرال قمر جاوېد باجوه هم ګډون درلود. د لومړي وزیر دفتر بي بي سي سره خبرو کې دا لیدنه تایید کړې ده.

  • ادریس زمان

    ادریس زمان: پاکستان ته د طالبانو سفر د سولې بهیر سره هېڅ تړاو نه لري

    د افغانستان دبهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال وایي، اسلام اباد ته د طالبانو وروستی سفر د سولې له بهیر سره هیڅ تړاو نه لري. ادریس زمان نن یوې خبري ناستې ته وویل، طالبان له امریکایي چارواکو سره د امریکایي پوهنتون د دو یرغمل شویو استادانو د خلاصون د خبرو په اړه پاکستان ته تللي.

  • غني

    'هغه سوله نه غواړو چې د امنیتي ځواکونو برخلیک نه تضمینوي'

    د افغانستان ولسمشر ویلي، داسې سوله به ونه منيو چې د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو رول په کې نه وي تضمین شوی. دا څرګندونې ظاهراً په قطر کې د طالبانو د دفتر د پخواني مشر شیر محمد عباس ستانکزي هغو خبرو ته ځواب ګڼل کېږي، چې ویلي یې وو، له افغانستانه د امریکا تر وتلو وروسته به امنیتي ځواکونه ړنګ او له سره جوړېږي.

  • عمران خان

    د خلیلزاد او عمران خان کتنه; 'د افغان سولې خبرې دې بېرته پيل شي'

    د پاکستان لومړي وزیر عمران افغانستان کې د سولې لپاره د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره په لیدنه کې هېله څرګنده کړې چې د افغانستان د سولې خبرې بېرته پیل شي.

  • طالبان

    "۱۱ طالب قومندانان له ۳ هندي انجینرانو سره تبادله شول"

    طالب سرچینو بي بي سي ته منلې چې په افغانستان کې یې ۱۱ بندیان له هغو دریو هندي انجنیرانو سره تبادله شوي چې په افغانستان کې د کار پر مهال تښتول شوي وو. سرچینې وایي چې په خوشې شویو طالبانو کې د کونړ او نیمروز له پاره د طالبانو پخواني والیان او یو شمېر نور قوماندانان راځي

  • کابل

    "امریکا دې افغان سولې ته د رسېدو لپاره ناکامۍ ته هم چمتو وي"

    امریکایۍ دې هیل خپرونې، چې تر ډیره سیاسي مطالب خپروي، په افغانستان کې د امریکا او ناټو پخواني قوماندان مک کرستل په حواله لیکلي چې امریکا ته په کار دي په افغانستان کې د اوږدمهال سولې لپاره له زغمه کار واخلي.

  • ښاغلي محب دا څرګندونې د ملګرو ملتونو په عمومي اسامبلۍ کې کولې وویل، که طالبان سوله نه کوي نو دوی بیا چمتو دي چې پر وړاندې یې ودریږي

    محب طالبانو ته: سوله وکړئ که نه جګړه به وبایلئ

    د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمد الله محب د ملګرو ملتونو عمومي غونډه کې طالبانو او د هغوی بهرنیو ملاتړ ته خبرداری ورکړی چې "د سولې له بهیر سره یوځای شئ، که نه پر وړاندې به مو جګړه روانه وساتو."

  • منظره

    'ژر نه ترلاسه کېدونکې سوله'

    "ژر نه تر لاسه کېدونکې سوله"، دا د هندۍ ورځپاڼې دې هندو د یوه مطلب سرلیک دی او لیکوال یې په دې نظر دی چې هند تل د افغانانو پر مشرۍ د سولې لپاره غږ پورته کړی او دا چې هند په افغانستان کې په ډیرو پرمختیايي پروژو کې ښکېل دی نو په دې برخه کې د افغانستان تر ټولو منلی دوست هېواد دی.

  • طالبان

    سعودي افغان حکومت او طالبان جده کې خبرو ته بللي

    د افغانستان د سولې عالي شورا وايي، ټاکل شوې سعودي عربستان له افغان حکومت او طالبانو سره د سولې خبرو ته د زمينې برابرولو بله غونډه نژدې راتلونکې کې په سعودي کې وشي. بل اړخ ته د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، د بلې غونډې په اړه بحثونه لا وروستي شوي نه دي.

  • خان

    عمران خان: اوس ټول مني چې افغان کشاله پوځي حل نه لري

    د پاکستان لومړی وزیر عمران خان وايي، افغان کشاله پوځي حل نه لري او له نېکه مرغه اوس ټول دا خبره مني. ښاغلی خان زیاتوي، هڅه یې دا ده چې د افغانستان د نورو ګاونډیو هېوادونو په همکارۍ طالبان له امریکا او افغان حکومت سره خبرو ته کېنوي.

  • نادر نادري

    "سوله افغانستان کې شونې ده خو زغم غواړي"

    واشنګټن پوست "سوله افغانستان کې شونې ده خو زغم غواړي" تر سرليک لاندې يو مطلب خپور کړى چې د افغان حکومت د اداري سمونونو مشر نادر نادري ليکلى.

  • ټرمپ

    ډونلډ ټرمپ: د افغانستان لپاره روښانه راتلونکی غواړو

    د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د سه شنبې پر ورځ نیو یارک کې د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته خپله وینا کې وویل، د افغانستان لپاره روښانه راتلونکی او ثبات غواړي او له خپلو اتحادیانو سره یو ځای به هڅه کوي چې افغانستان کې ترهګري په بشپړه توګه له منځه یوسي

  • بي بي سي

    امریکا افغان سوله کې د پاکستان د تازه هڅې هرکلی کړی

    کابل کې د امریکا سفارت د افغان سولې په اړه د پاکستان د منځګړیتوب پر هڅې خوښي څرګنده کړې. تېره ورځ د پاکستان صدراعظم ویلي، ډېر ژر به طالبان د اسلام اباد په کوربه توب له امریکا سره خبرو ته کېنوي.

  • ټرمپ

    ټرمپ: طالبانو سره لیدو ته چمتو وم، خو دوی اوربند ونه کړ

    د امریکا متحدو ایالتونو ولسمشر ډونلډ ټرمپ وايي، غوښتل یې له طالبانو سره وویني، خو له هغه وروسته یې خپله پرېکړه بدله کړه، چې ورته وویل شول، دغه ډله اوربند ته غاړه نه ږدي. نوموړي یو ځل بیا خپله هغه خبره تکرار کړه، چې ګواکې پر طالبانو یې دا وروستیو کې سخت ګوزارونه کړي دي.

  • ر

    طالبان: د سعودي ناسته کې د حکومت له استازو سره نه وینو

    وسلوال طالبان د سعودي په جده کې د افغان حکومت او دې ډلې ترمنځ ممکنه ناسته ردوي. دا ډله د یوې اعلامیې خپرولو سره وايي، چې د سولې خبرو په برخه کې یې د حکومت په هکله دریځ نه دی بدل شوی او یوازې له امریکا سره خبرې کوي.

  • طالبان

    د طالبانو او امریکا د ابوظبۍ خبرې تر پخوانیو څه توپیر لري؟

    د افغان طالبانو او امریکا ترمنځ متحده عربي اماراتو کې اوسنیو خبرو هیلې یې پیدا کړې او د سیمې ټولو هېوادونه یې یوې پایلې ته په تمه دي. که څه هم دې خبرو کې یو مهم لوری افغان حکومت نېغ ښکېل نه دی، خو د دې هڅو ملاتړ یې کړی دی.

  • طالب

    "پاکستان، افغانستان او امریکا سوله غواړي خو طالبان ولې تلوار نه لري؟"

    امريکايۍ واشنگټن پوست ورځپاڼه وايي افغان طالبان له برياو وروسته اوس د سولې خبرو ته بېړه نه لري.

  • ر

    طالبان د دې اونۍ پای کې بیا له امریکايي استازو سره ګوري

    طالبانو ومنله چې د همدې اونۍ په پای کې به یې سیاسي پلاوی په قطر کې یو ځل بیا له امریکایي استازو سره جرګه شي. له بلې خوا د ایران د ملي امنیت شورا منشي علي شمخاني وايي، افغان طالبان چمتو دي چې وسله پر ځمکه کېږدي.

  • کابل

    اروپايي ټولنه: افغان سوله کې ضمانت ته چمتو یو

    اروپايي ټولنې ویلي چې د افغانستان په سوله کې ضامن کېدو ته چمتو دي. دغه وړانديز د يادې ټولنې د بهرني سیاست مشرې فېدرېکا موګريني کابل ته په یوه لنډ سفر کې د افغانستان د سولې لپاره د اروپايي ټولنې د همکارۍ په یوه پنځه ماده ييزه طرحه کې وکړ.

  • اروپایي تولنه

    افغان سوله؛ ارګ د اروپایي ټولنې د اعلامیې هرکلی وکړ

    افغان حکومت د سولې د پروسې په تړاو د اروپایي ټولنې د وروستۍ اعلامیې هرکلی کړی. دې ټولنې تېره ورځ په لکسمبورګ کې تر یوې ناستې وروسته په یوه اعلامیه کې اعلان وکړ چې په افغانستان کې د سولې لپاره روانو هلو ځلو ملاتړ کوي، او تظمین ته یې چمتو ده

  • ټرمپ عمران

    افغان سوله؛ د امریکا او پاکستان اختلاف پر څه دی؟

    پاکستانۍ اېکسپرېس ټريبيون ورځپاڼې په دې تړاو چې څه شي ولسمشر ټرمپ وهڅاوه چې د ورځپاڼې په خبره له خپل دريځ واوړي او د داسې يوه هېواد چې ده دروغجن او تېرايستونکى باله، لومړي وزير ته ليک واستوي او د افغان جگړې په برخه کې ترې مرسته وغواړي، يوه شننه خپره کړې.

  • زلمی

    افغان سوله: سیمې او اروپا ته د زلمي خلیلزاد ۱۸ ورځنی سفر

    د افغان سولې لپاره د امريکا بهرنيو چارو وزارت استازي زلمي خليلزاد د افغان سولې د هڅو په لړ کې يو ځل بيا سیمې او یو شمېر اروپايي هېوادونو ته اتلس ورځنى سفر پيل کړ. په دغه سفر کې ښاغلى خليلزاد د يوه پلاوي مشري کوي چې د گڼو امريکايي ادارو له استازو جوړ دى.

  • طالبان

    طالبانو بیا له امریکا د افغان شخړې سوله ییز حل غوښتی

    وسله والو طالبانو د امريکا پر متحده ايالتونو غږ کړى، چې د افغانستان د شخړې د سوله ييز حل لپاره قطر کې د هغوى له سياسي دفتر سره مخامخ خبرې وکړي. طالبانو دا غوښتنه د امریکا هغو څرګندونو ته په غبرګون کې کړې چې ويلي یې وو، که منځلاري طالبان خبرو ته چمتو شي، امریکا به يې ملاتړ وکړي.

  • ورځپاڼه وایي د بهرنیو چارو وزیرانو ترمنځ پرونۍ کتنه په داسې مهال کې کېږي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې بې خونده دي.

    امریکا: افغان سوله کې د پاکستان رول خورا مهم دی

    د پاکستان اکسپرس ټریبیون ورځپاڼه لیکي، امریکا دې ته چمتو شوې ده چې د سویلي آسیا او افغانستان لپاره د ولسمشر ټرمپ د نوې ستراتېژۍ له اعلانه وروسته، په دې برخه کې د پاکستان ګټې او اندېښنې په پام کې ونیسي.

  • ټرمپ

    سپینه ماڼۍ: که بریدونه دوام ولري طالبانو سره د سولې پر تړون خبرې نه کوو

    سپینې ماڼۍ پرون سه شنبه په یوه اعلامیه کې د امریکایي ولسمشر ډونلډ ټرمپ له خولې ویلي، که طالبان د کابل او پروان غوندې بریدونو ته دوام ورکړي نو ولسمشر ټرمپ به ورسره د سولې خبرو ته چمتو نشي. بل لور ته طالبانو پر ولسمشر ټرمپ غږ کړی چې د سولې خبرې بېرته پیلی کړي

  • کرزی

    کرزی: حکومت او طالبان باید د افغانانو په وژلو شرم وکړي

    د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي په هېواد کې د روانې جګړې له کبله پر اوښتو تلفاتو خپګان ښودلی او پر افغان حکومت او طالبانو یې غږ کړی چې افغان وژنه دې بنده کړي او باید په دې کار شرم وکړي. نوموړي دا څرګندونې نن پنجشنبه کابل کې په یوه خبري ناسته کې وکړې

  • ملا برادر

    طالبان په چین کې: د ملا برادر په مشرۍ پلاوی بیجنګ ته ورسېد

    په دوحه کې د افغان طالبانو د سیاسي دفتر مشر ملا برادر اخند په مشرۍ د دې ډلې یو ۹ کسیز پلاوی چین هېواد ته رسېدلی دی. د طالبانو ویاند ذبیح مجاهد ویلي، یاد پلاوي نن یکشنبه له چینایي چارواکو سره وکتل او له امریکایانو د خپلو مذاکراتو په اړه یې وضاحت ورکړ

  • کابل

    زلمی خلیلزاد پر افغان سوله له چین او روسیې سره خبرې کوي

    د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په خپرې کړې خبرپاڼه کې ویلي چې ټاکل شوې ښاغلی خلیلزاد به نن او سبا (وری ۱-۲/مارچ ۲۱-۲۲) د افغانستان لپاره د روسیې سفیر او ځانګړي استازي ضمیر کابلوف او د چین د ځانګړي استازي او سفیر ډینګ زیجن او د اروپايي تولنې د استازي رونالد کوبیا کوربه وي.

  • چین

    چین طالبانو ته: افغان حکومت سره سوله وکړئ

    چین له طالبانو وغوښتل چې له افغان حکومت سره د سولې خبرو ته کیني او په افغانستان کې روانه جګړه ختمه کړې. دې هېواد افغان سولې راوستلو بهیر کې د خپل لوري د فعاله ونډې اخیستلو ژمنه وکړه. د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي دغه غوښتنه نن په کابل کې وکړه.

  • کابل

    افغان ولسمشر له سیاسي مشرانو سره پر سوله غږیدلی

    افغان ولسمشر محمد اشرف غني د هېواد له یو شمېر مخکښو سیاسي او جهادي مشرانو سره د سولې په تړاو سلا مشورې کړې دي. د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند هارون چخانسوري وايي، د ننۍ غونډې موخه دا وه چې د سولې بهیر کې روانې بېلابېلې هڅې همغږې او یوځای شي.

  • غني

    ولسمشر غني: سوله به راځي او ټاکنې به ترسره کېږي

    افغان ولسمشر محمد اشرف غني چارشنبه ماسخوتن په کابل کې د دارالامان ماڼۍ د پرانیستلو په مراسمو کې وویل، افغانستان ته به سوله راځي او د ولسمشرۍ ټاکنې به کېږي. ولسمشر غني وویل، هغه وخت تېر شوی دی چې نورو به د افغانستان راتلونکی او برخلیک ټاکلو

  • .

    امریکا د افغانستان اوربند کې د پاکستان د همکارۍ هرکلی کړی

    د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي، د پاکستان د پوځ له مشر او بهرنیو چارو له وزیر سره کتنه کې یې په افغانستان کې د اوربند او تاوریخوالي کمېدو په تړاو د پاکستان د همکارۍ هرکلی کړی.

  • خلیلزاد - غني

    غني او خلیلزاد طالبانو سره پر احتمالي اوربند خبرې وکړې

    افغان چارواکي وايي، د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له افغان چارواکو سره 'د اوربند د ټینګښت پر څرنګوالي' خبرې کړي دي. ښاغلي خلیلزاد کابل کې له ولسمشر محمداشرف غني او اجرائيه مشر عبدالله عبدالله سره جلا- جلا کتنې درلودې

  • زلمی خلیلزاد

    افغان سوله؛ خلیلزاد له پاکستاني چارواکو غوښتي لاډېره همکاري وکړي

    د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان او د پوځ له لوی درستیز جنرال قمرجاوېد باجوه سره ليدلي او د افغانستان د سولې بهیر په هکله يې خبرې کړې دي. هغه له پاکستانه د افغان سولې بهیر کې د لا زیاتو مثبتو ګامونو پورته کولو هیله کړې.

  • طالبان

    امریکا او طالبان به څومره په خپلو ژمنو کې بریالي وي؟

    د متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړې له لاسلیک کېدو وروسته، د سولې بهیر تر ټولو مهم او ټاکونکی پړاو بین الافغاني خبرې اترې دي. له طالبانو سره د متحده ایالاتو د هوکړه لیک او له افغان حکومت سره د اعلامیې د محتوا یوه ستره برخه پر همدې خبرو اترو ورټوله ده.

  • سولې خبرې

    ژوندۍ پاڼه دوحه کې د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې خپلمنځۍ هوکړه- شېبه په شېبه

    نن امریکا او طالبان له کابو دوو لسیزو جګړې وروسته په قطر کې د کابو ۳۰ هېوادونو د استازو په حضور کې د سولې هوکړه لاسليک کړه. ټاکل شوې چې د دې هوکړې له مخې به له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتلو او بین الافغاني خبرو ته زمینه برابره شي.

  • مشران

    د امریکا او طالبانو خپلمنځي هوکړې ته نړیوال او کورني غبرګونونه

    په دوحه کې نن شنبه د فبرورۍ پر ۲۹مه نېټه د امریکا او افغان طالبانو ترمنځ د سولې په اړه هغه خپلمنځي تړون بلاخره لاسلیک شو. د نړۍ ګڼو هېوادونو حکومتونو او په افغانستان کې دننه سیاست والو دې تړون ته غبرګونونه ښودلي، چې ځینې مو دلته راټول کړي.

  • ایا طالبان له امریکا سره هوکړې ته ژمن پاتې شي؟

    ایا د امریکا او طالبانو خبرې د سولې هر اړخیزې هوکړې مقدماتي پړاو دی؟

    په میونخ کې له کلني امنیتي کنفرانسه ټولې څرګندې شوې اشارې ښيي چې ښايي امریکا او طالبان به په څو راتلونکو ورځو کې یوه هوکړه اعلان کړي چې ورسره به د افغانانو تر منځ مذاکراتو ته لاره هواره شي، خو اصلاً، پر کومو مسایلو خبرې شوې دي؟ ایا دا روغه جوړه افغانستان شموله ده؟

  • هلمند

    یوناما روانه میاشت افغانستان کې ولسي مرګ ژوبله بوږنوونکې بولي

    په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازۍ د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې په دوام اندیښنه ښيي او د جګړې په ښکیلو خواوو د وګړو د خوندیتابه غږ کوي. له بلې خوا د انساني حقونو خپلواک کمېسون پر طالبانو غږ کوي چې د ټاکنو امنیت ګډوډ نه کړي او ملکي وګړو ته دې مرګ ژوبله نه اړوي.

  • کرزی

    د ارګ ویاند د ټاکنو په اړه د کرزي څرګندونې رد کړې

    د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ د ټاکنو په هکله د حامد کرزي دا څرګندونې ردوي چې د راتلونکې شنبې ورځې ټاکنې ممکن هېواد د بې ثباتۍ لور ته بوځي او له طالبانو سره د سولې چانس لا ډېر وګواښي. حامد کرزي ټاکنې د هغه کس سره ورته بللې چې د زړه ناروغي لري، خو څوک ترې د مرتان منډې غوښتنه وکړي.

  • سوله

    د افغان سولې بهیر: له پیله تر دې دمه

    په دوحه کې د طالب استازو او امریکایي پلاوي ترمنځ د افغان سولې د خبرو نهم پړاو روان دی او داسې تمه کېږي چې دا ځل ښایي دواړه لوري خپلو کې یوې هوکړې ته سره ورسېږي. په دې لیکنه کې په تېرو ۱۲ کلونو کې د افغان سولې د خبرو بېلابېلو پړاوونو ته کتنه شوې ده

  • ټرمپ

    افغانستان ته د ډونلډ ټرمپ تګ څه پیغام لري؟

    د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ افغانستان ته د یوه ناڅاپي ورتګ پر مهال ویلي، چې له طالبانو سره یې د سولې خبرې پیل کړې او په وینا یې دی پر دې باور دی، چې دغه ډله اوس اوربند غواړي. ولسمشر ټرمپ په بګرام پوځي اډه کې له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره هم کتلي دي.

  • مسکو

    افغان سوله کې د ښکېلو اړخونو ګټې او تګلارې

    د افغانستان اوسنی تاریخ ښيي چې د سولې موضوع خورا کړکېچنه او له ستونزو ډکه ده. خپلمنځي ستونزې او د بهرنیانو لاسوهنې په دې هېواد کې د جګړې اصلي لاملونه بللی شو. دا جګړه ډېر اړخونه لري او پکې د ښکېلو غاړو موخې او لیدلوري هم سره توپير لري.

  • له ښۍ خوا: عباس ستانکزی، محمد اشرف غني او حنیف اتمر

    افغان سوله، شخصي ګټې او ملي اندېښنه

    د امریکا له خوا د افغان سولې لپاره د ځانګړي استازي په توګه د زلمي خلیلزاد تر ټاکل کېدو را وروسته د سولې بهیر کې ډراماټیک تیزوالی راغلی. د قطر له وروستۍ ناستې را هیسې د دې بهیر د بري په صورت کې د موقت حکومت جوړول تر ډېره د بحث لامل ګرځېدلی.

  • زلمی

    خلیلزاد ته افغان سوله کې ترکمنستان ولې مهم دی؟

    زلمى خليلزاد، چې اوس په ترکمنستان کې دى پر خپله ټوېټر پاڼه يوه تازه کړي پيغام کې ليکي، چې له مسکو د ازبکستان پلازمينې تاشکند ته ورغلى او د افغانستان د سياسي ستونزې هوارې لپاره يې له ولسمشر شوکت ميرزايف او د بهرنيو چارو وزير عزيز کاملوف سره خبرې کړې دي.

  • طالبان

    طالبان ولې سوله نه کوي؟

    د افغانستان، پاکستان او اندونیزیا نامتو دیني عالمان د اندونیزیا جاکارتا کې راټول شوي وو، چې د افغانستان څو لسیزې جګړې ته حل لار پیدا کړي.

  • صدیقي

    افغانستان ته سوله لومړیتوب لري او که ټاکنې؟

    د امریکا او طالبانو له اوو پړاویزه خبرو وروسته افغان حکومت هیله من دی چې تر دوو میاشتو له وسلوالو طالبانو سره د سولې لومړنی تړون وشي. ارګ وايي، دوی ته وله او ټاکنې یو شان لومړیتوبونه لري، خو زلمي خلیلزاد وړاندې بي بي سي ته ویلي وو، امریکا ته افغانستان کې سوله لومړیتوب دی.

  • Taliban militants in Afghanistan. File photo

    له طالبانو سره خبرې به سوله راولي که ګډوډي؟

    په افغانستان کې د جګړې د سوله ییز حل په اړه په هېواد کې دننه او بهر یوه نادره اجماع دا معنا لري چې سوله هيڅکله دومره نژدې نه وه. خو د قطر په پلازمېنه دوحه کې د امریکا او طالبانو خبري د یوې داسې پېچلې پروسې یوازي پیل دی چي نتيجه یې یقیني نه ده؛ او داسي ډېر خنډونه شته چې هوارېدل غواړي.

  • قریشي

    پاکستان: د هند له رول پرته افغان سوله نیمګړې ده

    د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ددغه هېواد پارلمان ته په وینا کې ویلي، پاکستان په يوازې سر دا سوله نشي راوستى بلکې دا د سيمې د هېوادونو گډ مسؤوليت دى.

  • ټاپي

    ټاپي، سوله او جګړه

    د ټاپي پروژې په پيلېدو سره افغانستان د لومړي ځل لپاره د دې امکان ترلاسه کړ چې د سیمې په کچه له خپل جغرافیایي موقعیته د پراخې ګټه اخستنې کار پيل کړي.

  • حکمتیار

    حکمتیار: د بهرنیانو په شتون کې رښتینې سوله نشي راتلی

    د افغانستان راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته نوماند او د اسلامي ګوند مشر ګلبدین حکمتیار وایي، تر هغې چې بهرني پوځیان په افغانستان کې مېشت وي، ګرانه ده چې دې هېواد ته بشپړه او رښتینې سوله راشي. نوموړي دا خبره یکشنبه بدخشان کې د خپل ټاکنیز کمپاین یوه غونډه کې وکړه

  • پاتریک شاناهَن

    'داسې سوله چې له افغانستانه بهرني ځواکونه ایستلو ته اړباسي'

    د امریکا د دفاع چارسمبال وزیر د افغانستان د سولې لپاره د خپل هېواد د ځانګړي استازي او طالبانو وروستۍ خبرې ستایلې. پاتریک شاناهن وویل، ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ته په غبرګون کې وویل، په دغه لومړنۍ طرحه کې د امریکایي عسکرو وتل، اوربند او د نړیوالو جهادیانو ردېدل راغلي دي.