کورونا وېروس (کووید-۱۹)

له کورونا سره مقابله کې د پانګوالۍ نظام پاتې را تلل

د کورونا وېروس خپرېدو سره ډېری هېوادونو د ښارونو د کرنتین او کار ځنډولو پرېکړه وکړه، چې دا وېروس نورو ته ور نه شي، خو دا پرېکړه هم خپلې ستونزې لري. ډېرو خلکو د خپلو لومړنیو توکو د پوره کولو لپاره پر بازار بیروبار جوړ کړ، ځکه د میکروب ضد درمل، ماسکونه لاسموغان او نور ورته توکي کم یا ورک شول.

د چین شېنژن ښار د سپي او پیشو پر غوښه بندیز ولګاوه

د چین شېنژن ښار د دې هېواد لومړی ښار شو چې پکې د سپي او پیشو د غوښې پر کاروبار او خوړولو بندیز ولګېد. دا بندیزو له هغو رپوټونو او ګنګوسو وروسته لګيږي چې ګواکې د وحشي ځناورو غوښه د کورونا وېروس له خپرېدو سره تړاو لري. د حیواناتو د حقونو ټولنو دا ګام ستایلی

کورونا وېروس؛ نغدې پیسې څرنګه له مېکروبونو پاکې ساتل کېږي؟

پلټنې ښیې چې نغدې پیسې یا بانکي نوټونه په بېلابېلو مکروبونو یا وېروسونو ککړ وي، چې د کورونا وېروس هم کیدای شي؛ د نغدو پیسو او نوټونو عمر له څلور تر ۱۵ کلونو پورې دی او په دې موده کې دوی پرېمانه مکروبونه په ځان پورې ور ټولولی شي.

د کورونا وېروس له مړو سره څه کېږي؟

کله چې دې د زړه ته در نژدې کس وروستۍ شېبې وي، نو له هغه سره وروستۍ مخه ښه تا ته هر څه ده، خو کورونا وېروس د ایټالیا له وګړو دا وروستۍ مخه هم ښه اخیستې ده. له دې وېروس مړه کسان له دودیزو مراسمو بې برخې دي او دا یې د خپلوانو غم نور هم زیاتوي.

په کورونا وېروس له اخته کسانو څو مري؟

څېړونکي وايي، په هرو زرو کورونا نیولو کې له پنځو تر څلوېښتو کسان مري، خو ډېر کره اټکل دا دی چې په زرو کې نهه کسان له دې وېروس مري چې شاوخوا یوه سلنه کېږي. خو دا مړینه هم له نورو لاملونو سره تړلې، لکه د ناروغ عمر، روغتیا او روغتیايي اسانتیاوې.

د کورونا ویروس ګډوډۍ کې پنځه هیلې

کورونا وېروس: څنګه پوه شم چې زه یې لرم؟

څنګه پوهېدلی شم چې زه کورونا وېروس لرم، د کورونا وېروس نښې کومې دي؟ دا وېډیو هرڅه درښيي.

څنګه خپل مخ ونه موښو چې په کورونا اخته نه شو؟

یو لامل شته، چې په ساري ناروغۍ د اخته کېدو لپاره لار هواروي، په تېره کله چې وبا نړۍ شموله شي، لکه همدا اوس د کورونا وېروس. پر مخ لاس وهل د وېروس د لېږدېدو یوه اصلي لار ده. څنګه موږ پر مخ له لاس موښلو ډډه کولی شو؟ په انسانانو کې له بده مرغه یو عادت ددې لامل ګرځي چې وېروس ورشي.

پر کاروبارونو د کورونا وېروس اغېز: عکسونه

د نړۍ په بېلابېلو برخو کې له هوا د سټلايټ له لارې اخيستل شويو عکسونو ښکاري چې د کورونا وېروس د سفر او ګرځندوی پر صنعت څومره اغېز شيندلی دی.