بلک واټر که (زي امنيتي شرکت) ؟ !

بلک واټر
Image caption ويل کيږي چې بلک واټر يا زي ښه روزونکي او امکانات لري او همدا راز په نا امنو سيمو او هېوادونو کې کار کولو ته زړه ښه کوي .

ويل کېږي د امريکا ددفاع وزارت غواړي د افغان پوليسو د روزنې يو مليارد ډالري قرارداد بلک واټر خصوصي امنيتي کمپنۍ ته وسپاري .

پر دغه امريکايي شرکت په وروستيو کلونو کې په بيا بيا نيوکې شوي .

په افغانستان کې د بلک واټر امنيتي شرکت د يو شمېر افغان کارکوونکو په وينا دغلته د بلک واټر د بهرنيو کارکوونکو شمېره له ٢٠٠٠ ور پورته ده .

خو افغان حکومت وايي بلک واټر تر يو کال وړاندې هم په افغانستان کې د افغان سرحدي پوليسو د روزنې چارې پر مخ بېولې .

دغه شرکت اوس د (زي امنيتي شرکت) په نامه په افغانستان کې يو شمېر فعاليتونه لري .

د افغان امنيتي چارواکو په وينا امريکا کابو پنځه مياشتې وړاندې له بلک واټر سره د افغان سرحدي پوليسو د روزنې قرارداد فسخ کړ او اوس دغه کار (زي شرکت) پر مخ بيايي .

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت د پوليسو د روزنې مشر گل نبي احمدزى وايي دغه کمپنۍ اوس د هېواد په څلورو روزنيزو مرکزونو کې فعاليت کوي او يوازې سرحدي پوليس روزي .

ويل کيږي د بلک واټر نوى نوم زي دى چې په نړۍ کې يې ددغه شرکت د بد شهرت له کبله واړوه .

د دغه شرکت يو شمېر افغان کارکوونکي وايي بلک واټر اوس مهال د کابل ، کندهار او ننگرهار په گډون د هېواد په نورو برخو کې هم مرکزونه لري .

دا چې بلک واټر کمپنۍ اوس په افغانستان څه کوي او کومې دندې پر مخ بيايي ددغه شرکت د ملکي برخې يو کارکوونکى چې نوم ښودل نه غواړي بي بي سي ته وويل دوى دوه جلا دندې پر مخ بيايې چې يوه يې د پوليسو روزنه ده .

بلک واټر چې پخپله الوتکې ، زغره وال گاډي او نور پوځي وسايل هم لري د دغه شرکت د يو شمېر افغان کارکونکو په وينا بله مهمه دنده يې په ځينو پوځي عملياتو کې ونډه اخيستل دي .

دوى وايي ځينې وختونه د بلک واټر بهرني کارکوونکي له افغان ځواکونو سره په گډه په مشکوکو ځايونو چاپې وهي او بريدونه پرې کوي .

د بلک واټر شرکت د هغو افغان کارکوونکو په وينا چې له موږ سره يې خبرې کړي وايي دغه شرکت په تېرو څوارلسو مياشتو کې له دوو زرو ورپورته پوليس روزلي .

Image caption وړاندې امريکا اعلان وکړ چې د افغان ځواکونو په روزنه کې به بلک واټر امريکايي امنيتي شرکت برخه اخلي.

خو ددې ترڅنگ بله پوښتنه داده چې له حقوقي اړخه په افغانستان کې د بهرنيو امنيتي کمپنيو شتون ته اجازه شته که څنگه؟ ځينې حقوق پوهان دا د افغانستان له قوانينو سره په ټکر کې بولي او وايي د افغانستان د اساسي قانون له مخې د هېواد امنيتي چارې يوازې اويوازې د افغانستان امنيتي ځواکونو ته ور له غاړې دي نه بهرنيو امنيتي کمپنيو ته .

د پوځي چارو افغان کارپوهان هم د امريکا يي شرکتونو له لوري د افغان پوليسو د روزنې دغه ډول ناسم بولي زياتوي چې افغان پوليس بايد پخپله د افغان روزونکو له لوري وروزل شي .

دوى وايي د بهرنيو روزونکو لگښت خورا زيات دى او کېدى شي د څو بهرنيو روزونکو په بدل کې سلگونه افغان روزونکي پوليسو ته روزنه ورکړي .

بلک واټر د روزنې پر مهال پوليسو ته د افغانستان د اساسي قانون ، د جزا د قانون او د هېواد د نورو قوانينو زده کړه هم ورکوي. ، خو پخپله د بلک واټر په کارکوونکو هم له قانونه د سرغړونو تورونه دي او ويل کيږي ځېنې کړنې يې د ولسي خلکو د مرگ ژوبلې لامل گرځېدلي ، دا هغه ادعاوې دي چې بلک واټر يې نه مني

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وايي د بلک واټر او اوسني زي شرکت له لوري د پوليسو د د روزنې او فعاليت له اړخه خوښ دي .

بلک واټر يا زي امريکايي امنيتي شرکت يو ځلې بيا په مطبوعاتو کې ډېر ياديږي ځکه غواړي چې په افغانستان کې د سرحدي پوليسو د روزنې لپاره د يو ميليارد ډالرو په ارزښت د امريکا له دفاع وزارت سره يو نوى تړون لاسليک کړي .

د دغه قرارداد د گټلو لپاره له بلک واټر سره نور پنځه شرکتونه هم سيالۍ ته ولاړ دي .

ويل کيږي چې بلک واټر يا زي ښه روزونکي او امکانات لري او همدا راز په نا امنو سيمو او هېوادونو کې کار کولو ته زړه ښه کوي .

پوښتنه اوس داده چې له دا ډول شرکتونو سره د کومو شراېطو له مخې قراردادونه کيږي .

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وايي دا قراردادونه د مرستندويه هېوادونو او کمپنيو ترمنځ په مخامخ ډول لاسليکيږي او په دې برخه کې افغان حکوت ښکېل نه دى .

Image caption بلک واټر چې پخپله الوتکې ، زغره وال گاډي او نور پوځي وسايل هم لري د دغه شرکت د يو شمېر افغان کارکونکو په وينا بله مهمه دنده يې په ځينو پوځي عملياتو کې ونډه اخيستل دي .

په افغانستان کې مېشت د امريکايي پوځ يو افسر کپتان پاوول نيومن د افغان روزونکو لپاره له بلک واټر يا زي سره د احتمالي نوي قرارداد په اړه په خپل غبرگون کې چې له وړاندې نه د يوې ليکل شوې بيانيې له مخې يې ولوست ووېل د آيساف له لوري کېدونکي قرارداونه د دواړو لورو له خوا د منل شويو اصولو په رڼا کې بولۍ يا داوطلبى ته وړاندې کيږي :

'' موږ د بلک واټر يا اوسني زي شرکت د کار او څرگندتيا په اړه څه نه شو ويلي . د بولۍ د پروسې په اړه څه ويل کېداى شي د بولۍ يا قرارداد پر غځېدو اغېز ولري . که موږ داسې وښيو چې د يوه شرکت ملاتړ کوو نو له دې کبله کېداى شي نور شرکتونه زيان وويني .

د قراردادونو په اړه يوه ټاکل شوې تگلاره شته او د آيساف قراردادونه د دواړو خواوو له خوا د منل شويو اصولو سره سم بولۍ ته وړاندې کيږي .

په قرارداد کې د هر شرکت د فعاليتونو څرنگوالى ټاکل شوى وي او د حکومت د يوه گمارل شوي کس له خوا د هغو څارنه کيږي .

که چېرې کوم شرکت يا د شرکت کارکوونکى له ټاکل شويو اصولو سره سم کار نه کوي نو بيا دا د شرکت دنده ده چې ددې اصلاح وکړي .''

د افغانستان حکومت او نړيوال ملاتړي يې د خپلې نوې ستراتيژۍ له مخې غواړي افغان امنيتي ځواکونه ژر تر ژره وروزل شي چې د هېواد امنيت پخپله ټينگ کړي .

نو له همدې کبله نړيواله ټولنه په ځانگړې توگه امريکا غواړي د خصوصي شرکتونو په همکارۍ هم افغان امنيتي ځواکونه وروزي .