افغان حکومت: د فساد کچه راټيټه شوې ده

د ملګرو ملتونو نښان
Image caption ملګرو ملتونو په خپل یوه تازه خپاره کړي ريپوټ کې ویلي چې د شاوخوا نهو کلونو په تېریدو سره اوس هم فساد په افغانستان کې له مهمو ننګونو څخه دی.

افغان حکومت د ملګرو ملتونو هغه رپوټ رد کړی چې وایي اوس هم په دغه هیواد کې فساد په پراخه کچه شته دی.

که څه هم افغان چارواکي په دولتي ادارو کې د فساد شتون مني، خو ټینګار کوي چې په دې وروستیو کې یې د فساد په وړاندې د مبارزې په ډګر کې خپلې هلې ځلې ګړندۍ کړې دي.

ملګرو ملتونو په خپل یوه تازه خپاره کړي ريپوټ کې ویلي چې د شاوخوا نهو کلونو په تیریدو اوس هم فساد په افغانستان کې له مهمو ننګونو څخه دی .

له فساد سره اغیزناکه او ګړندی مبارزه هغه غوښتنه ده چې نړیوالې ټولنې او په ځانګړې توګه د امریکا متحده ایالتونو یې تل پر افغان حکومت ټینګار کړی دی.

خو داسې ښکاري چې دغه مبارزه هغه شان چې لازمه وه، د نړیوالې ټولنې له خوښې سره سم پر مخ نه ده روانه.

د ملګرو ملتونو په یوه تازه خپاره شوي رپوټ کې راغلي چې اوس هم فساد په افغانستان کې په لوړه کچه روان دی.

له نشه یي توکو او جرمونو سره د ملګرو ملتونو اداره UNODC په دې رپوټ کې ویلي چئ ارزونو یې ښودلې چې له هرو دوو افغانانو یو یې اړ دی چې دولتي کارکونکو ته د خپل کار د ترسره کولو په بدل کې بډې ورکړي.

خو افغان حکومت دا رپوټ نه تاییدوي.

د حکومت د رسنیو او معلوماتو دفتر مشر حکیم عاشر که څه هم په دولتي ادارو کې د فساد شتون مني، خو وایي چې کچه یې هغومره نه ده، څومره چې د ملګرو ملتونو په رپوټ کې یې یادونه شوې ده:

((زما په خيال په افغانستان کې فساد شته، موږ د دې انکار نه کوو، او په واضح توګه مو وړاندې ويلي چې له فساد سره زموږ مبارزه کوو او دا مو ژمنه ده، خو زه دا نه منم چې په حکومت کې فساد په پراخه توګه شته، ځکه چې ما ته دا نه ده مالومه چې د ملګرو ملتونو دا رپوټ پر کوم بنسټ جوړ شوی، بيا هم زه ټينګار کوم چې افغان حکومت د فساد پرضد مبارزې په برخه کې جدي ګامونه اخلي. ))

ښاغلی عاشر نړیواله ټولنه هم د فساد په برخه کې په افغانستان کې ښکېله بولي.

ښاغلی عاشر وایي د نړیوالو مرستو یواځې شل په سلو کې د افغان حکومت له خوا لګول شوې او پاتې نورې یې بهرنیو موسسو او مرستندویه ادارو لګولې دي.

د ملګرو ملتونو په رپوټ کې راغلي چې افغانستان په 2005 کال کې د نړۍ په 159 هیوادونو کې 117 ځای درلود خو څلور کاله وروسته په 2009 کال کې د نړۍ په کچه له سومالیا نه وروسته تر ټولو ډیر په فساد ککړ هېواد و.

په رپوټ کې دا هم ویل شوي چې په افغانستان کې د تیر کال په ترڅ کې د فساد کچه دونیم میلیاردو ډالرو ته رسیږي.

خو افغان حکومت وایي په دې وروستیو کې یې له فساد سره د مبارزې د کمیسیون واکونه دير کړ ي او په دغه هیواد کې ېې د فساد سره د مبارزې هلې ځلې هم ګړندی کړې دي.

ورته مطالب