تحصيلي بورسونو ته د افغان ځوانانو غوراوی

افغان زده کوونکي

هر کال ، سلگونه افغان ځوانانو ته د تحصيلي بورسونو له لارې دنړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې د زده کړې امکانات برابرېږي .

ځينو دغو تحصيلي بورسونو ته ځوانان په کابل کې د يوشمېر بهرنيو هېوادونو د سفارتونو له خوا د ازموينو له لارې غوره کېږي چې پر انگريزي ژبې پوهېدل يې يو مهم شرط وي .

خو ډېرى ځوانان بيا د افغانستان د لوړو زده کړو د وزارت په گډون د زده کړو د بېلابېلو موسسو له خوا دغو تحصيلي بورسونو ته غوره کېږي .

تحصيلي بورسونو ته د ځوانانو د غوراوي يو معيار ښوونځي او پوهنتون کې د لوړو نمرو لرل ، د ازموينې ورکول او د بورسونو په وېش کې د بېلابېلو سيمو انډول په پام کې نيول ، گڼل کېږي.

ستاسې معلومات څه دي چې تحصيلي بورسونو ته د افغان ځوانانو په غوراوي کې ددغو معيارونو څومره خيال ساتل شوى دى .

که غواړي چې په دې اړه خپلې نظريې او پوښتنې له اوريدونکو سره شريکې کړیء ، نو د پنجشنبې په ماښامنۍ خپرونه کې پر دې شمېر ه راته ټېلېفون وکړیء .

00442078360331

دارنگه په لاندې پته خپل برېښليک هم راستولی شیء .bbcpashto@bbc.co.uk

له موږ سره اړيکه ټينگه کړئ

* اړينې برخې په نخښه کوي

(تيلې فون شميره)

ستاسو شخصي معلومات به يوازې د دې غوښتنې د پوره کولو لپاره کاريږي

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .