د افــغــان جــګــړې بـــيـــه

د انځور حقوق BBC World Service

د امريکا متحده ايالاتو او انډيوالانو يې د ۲۰۰۱ کال له سپتمبر راهيسې د افغانستان پر جګړه پر ميلياردونو ډالر لګولي دي. د دغو پېسو ډېره برخه امريکا، پر پوځي عملياتو لګولې دي. په افغانستان کې د امريکايي لښکرو شمېر له هغه وروسته له ۱۰۰زرو واوښت چې ولسمشر بارک اوباما افغانستان ته د نورو ځواکونو د استولو اعلان وکړ.

په مجهزو او عصري وسلو سمبال لسګونه زره سرتېري د دومره لوی لګښت لامل شول. د امريکا پوځ په افغانستان کې هره ورځ نژدې ۱۰۰ ميليونه ډالره مصرفوي. خو په ۲۰۰۸ کال کې د اسيا د پرمختيايي بانک د يوه راپور پر بنسټ، د هغو پیسو اوسط چې له ۲۰۰۱ کال راهيسې د مرستندويانو له لوري لګول شوي، يوازې اووه سلنه ښوول شوې دي.

(http://www.adb.org/Documents/Reports/APPPA/ACBAR-Aid-Effectiveness.pdf).

پوځي وسايل او اکمالات کول هم خورا زيات ګران پرېوتې دي. د ورکړل شويو پيسو ډېره برخه په پوځي برخو لګېدلي او يوه وړه برخه يې د افغانستان په اقتصادي پرمختيا کې مصرف شوې دي.

د افغانستان د بېارغونې لپاره د امريکا د څارنې د ځانګړې ادارې د راپور پر بنسټ له ۲۰۰۲ مالي کال نه د ۲۰۱۱ کال د جون تر ۳۰مې متحده ايالاتو شاوخوا ۷۲ اعشاريه ۶۷ ميليارده ډالره د افغانستان د بېارغونې لپاره بېلې کړې دي.

(http://www.sigar.mil/pdf/quarterlyreports/Jul2011/LoresPDF/Funding.pdf ).

د افغانستان حکومت وايي له ۸۰ سلنې زياتې مرستې له افغان حکومت نه بهر ادارې مصرفوي او د حکومت له لارې يوازې ۲۰ سلنه مرستې لګول کېږي. د اسيا پرمخيايي بانک وايي د همغږۍ او تفاهم د نشتوالي له کبله افغان حکومت نه پوهېږي چې له ۲۰۰۱ کال راهيسې د دغو ټولو مرستو يو پر درېيمه يې څنګه لګېدلې دي.

د انځور حقوق BBC World Service

له ۲۰۰۱ تر ۲۰۱۱ پورې، د امریکا کانګرس د افغان جګړې لپاره ۴۴۳ میلیارد ډالر تخیصص کړي کړل. دغه مبلغ د هر افغان وګړي پر سر ۳۸۷۵.۱۳ ډالر کېږي. اټکل دی چې دغه شمېره به د ۲۰۱۲ کال ترپایه ۵۵۷ میلیارد ډالرو ته ورسېږي.

په دغه جګړه کې له انساني پلوه د ښکېلو هېوادونو لپاره-په ځانګړې توګه افغانستان او امریکا- ته ډېر زیان واوښت.

شايد امريکا د پر افغانستان باندې د بريد لپاره مشروع دلايل ولري، چې له هغه ځایه ددوی پر هېواد د ۲۰۰۱ د سپتمبر د ۱۱مې بریدونه طرحه او ترسره شوي وو، خو دا پوښتنه راولاړېږي چې پر افغان ماموریت دومره ډېر پيسې لګول شوې، او که دا ټولې پیسې د افغانستان پر پراختیايي پروژو لګول شوې وي، نو د افغانستان په راتلونکي کې یې څه توپیر راوستی دی. که چېرې د جګړې پرځای دا پیسې پر پراختیايي چارو او تعلیم لګول شوې واي؟ نو ایا په سیمه کې به یې د سخت دريځۍ او ترهګرۍ د پراخېدا د مخنيوي په برخه کې مرسته کړې واي؟ او په بدلون راوستو به یې افغانستان د نړۍ لپاره یو خوندي ځای ګرځوالی وای؟

ورته مطالب