ابراهيمي: طالبان وپرځول شول خو مات نه شول

ابراهيمي
Image caption لخدر ابراهيمي د بن په لومړي کانفرانس کې مهم رول ولوباوۀ

د هغو نړيوالو څېرو په ډله کې چې د بن تر لومړي کنفرانس وروسته افغانستان کې د ټيکاو د راوستلو چاره ورسپارل شوې وه، يو هم الجزايرى ډېپلمات لخدر ابراهيمي و.

لس کاله وروسته د بن د بلې غونډې په درشل کې ښاغلى ابراهيمي په افغانستان کې د خپل کار پر نيمگړتياوو او ستونزو له بي بي سي سره غږېدلى دى.

ښاغلى ابراهيمي وايي هغه مهال د پخلاينې ښه فرصت له لاسه ووت چې اوس يې جبران هم افغانستان او هم نړيوالې ټولنې ته ډېر گران دى.

له ښاغلي ابراهيمي نه مو پوښتلي چې تاسې د بن لومړۍ غونډې ته د طالبانو رابلل هم تېروتنه بللې، آيا کېداى شواى د جگړو په هغه سخت پړاو کې له هغوى سره سوله شوې واى؟

لخدر ابراهيمي: څه چې ما ويلي دا دي چې د دې کار امکان نه و. ټيک لکه هماغسې چې تاسې وويل. شونې نه وه چې طالبان د بن کنفرانس ته راشي. خو تر کنفرانس سملاسي وروسته، د هماغه ډسمبر په مياشت کې موږ افغانستان ته ستانه شو او بايد هغوى مو لټولي واى چې څه شول، چېرته ولاړل او په مغزو کې يې څه گرځي. او که چېرته د هغوى زړه کېداى، نو موږ بايد ورته ځاى ورکړى واى. او دا هغه څه دي چې ونه شول. ما هېڅکله هم دا نه دي ويلي چې د هغوى نه رابلل، يوه تېروتنه وه، ځکه چې له هغوى سره جگړه روانه وه او هېچا نه غوښتل چې غونډې ته راوبلل شي. سربېره پر دې، هغوى هسې هم غونډې ته نه راتلل. کومه تېروتنه چې موږ وکړه، هغه دا ده چې، موږ له ځانه سره دا سوچ ونه کړ چې هو، هغوى پرځول شوي خو دي، خو تسليم شوي چېرې هم نه وو. هېچا ته . دوى مخکې د هيواد پر نوي سلنه خاوره واک چلاوه، خو څه شول؟ چېرته ولاړل؟ او په مغزو کې يې څه گرځېدل؟ او ايا امکان و چې په نوي تشکيل کې هغوى ته هم ځاى ورکړ شي؟

بي بي سي: خو ولې له دغه امکان نه – ښاغلى ابراهيمي گټه وانه خيستل شوه؟

لخدر ابراهيمي: ځکه چې ټولو- امريکاييانو، ايرانيانو، هنديانو، روسانو او البته چې شمالي ټلوالې چې اوس يې د افغانستان د ډېرې خاورې ولکه بېرته تر لاسه کړې وه، نه غوښتل چې آن د دغسې يوه امکان پر شتوالي هم خبرې وشي.

پوښتنه: تاسې هڅه وکړه؟

لخدر ابراهيمي: هو ما دا خبره راپورته کړه، ما پوښتنه وکړه چې طالبان څه شول، ولې ځان پوه نه کړو چې هغوى څه وايي – خو هېچا هم له دې خبرو سره مينه ونه ښوده.

بي بي سي: ستاسې يوه همکار او نړيوال ډېپلمات- فرانسېسک ويندريل موږ ته وويل لس کاله دمخه چې کومه تېروتنه شوې وه هغه دا وه چې شمالي ټلواله بېرته واکمنه شوه او ستاسې په ټکو د هرڅه څښتنه وټاکل شوه. البته چې هغوى نه غوښتل له طالبانو سره خبرې وشي. تاسې له دې سره موافق ياست؟

لخدر ابراهيمي: هو، کاملا". هېره نه کړو چې امريکاييانو خپلې بمبارۍ په اکټوبر کې د بن تر کنفرانس ډېر دمخه پيل کړې وې. او همدوى و چې شمالي ټلوالې ته يې وسلې ورکړې، تمويل يې کړل او تر شا يې ودرېدل. او شمالي ټلواله په عمل کې د امريکايي بمباريو تر چتر لاندې را ورسېده او چې څو د بن غونډه پېلېده، دوى لا وختي د چارو واگې تر گوتو کړې وې. او مرحوم برهان الدين رباني دې خداى وبښي، تر هغو چې موږ کابل ته ورتلو، د واک پر څوکۍ ډډه لگولې وه او فهيم، قانوني او دا نور يې پر شاوخوا راټول وو. هو سمه ده چې، امريکاييانو دوى واکمن کړل او په عمل کې يې ټول هيواد تر گورت لاندې کړى و.

بي بي سي: بله لار، د دې بديل، څه کېدلى شواى؟

لخدر ابراهيمي: د حقايقو تر ليدو وروسته د بديل په اړه غږېدل آسان دي. دا هغه څه دي چې پېښ شول. خو زه وايم، کله چې شمالي ټلواله له واکه وشړل شوه، دوى به تل له طالبانو سره د خبرو پر اړتيا ټينگار کاوه، خو اوس يې له طالبانو سره غږېدل نه غوښتل. فکر کوم، چې د ټلوالې ملگرو – هغوى چې دوى ته يې مرستې ورکولې، بايد دا مشوره ورکړې واى چې له طالبانو سره همدا اوس سوله د بل راتلونکي وخت پرتله د دوى په گټه ده او تر دې هم مهم دا چې د ټول افغان ولس په گټه ده.

بي بي سي خو پخوانۍ شمالي ټلواله اوس هم له خبرو سره مخالفت کوي او وايي چې هر ډول خبرې دې يوازې له پاکستان سره تر سره شي، ځکه چې طالبان يوازې د پاکستان د لاس آله ده. آيا فکر کوئ چې افغان لانجه له پاکستان سره په خبرو غوڅېدلى شي؟

لخدر ابراهيمي: پاکستان يو خورا مهم لوبغاړى دى، په دې کې هېڅ شک نشته چې هغوى بايد په دې بهير کې راښکېل وي. خو فکر کوم چې دا افسانه نوره زړه شوې ده چې طالبان نور نشته، طالبان يوازې د پاکستان د لاس آله ده او نور. فکر کوم هغوى په نوي يمو کلونو کې ثابته کړې وه چې دا خبره سمه نه ده. طالبان افغانان دي، دوى په اول کې لکه د شمالي ټلوالې او نورو په څېر د روسانو په خلاف جنگېدل، خو دا هم سمه ده چې دوى له پاکستان نه ملاتړ تر لاسه کړى او اوس يې هم تر لاسه کوي. دوى يوه څرگنده او مهمه افغاني ډله ده. البته چې له پاکستان سره خبرې ضروري دي، خو تر ټولو لومړى بايد له طالبانو سره خبرې وشي.

بي بي سي او اوس چې د پاکستان خبره ده، آيا فکر کوئ چې د افغانانو له خپلمنځي غږېدو سره جوخت دې امريکا هم له پاکستان سره جرگه شي او ايران دې هم راښکېل شي. په افغانستان کې د سولې د ټينگښت لپاره ستاسې له نظره د نړيوالې ټولنې د ښکېلېدو ارزښت په څه کې دى؟

لخدر ابراهيمي: دلته څو کړۍ دي. يوه يې طالبان او نورې افغاني ډلې دي چې شمالي ټلواله هم پکې راځي. دا هغه لومړۍ کړۍ ده چې موافقه بايد پکې په پوره زغم سره راولټول شي. دويمه کړۍ گاونډيان دي. شک نشته چې ايران يو مهم لوبغاړى دى او پاکستان هم يو مهم لوبغاړى دى. يوه بله هم شته چې زه يې نژدې گاونډي بولم او په ځانگړي ډول هند په کې راځي. دغه راز ترکيه، سعودي عرب او روسيه هم خپلې خپلې ونډې درلودلى شي. په دې ډول نو، خبري يو پېچلى بهير دى. دا يوازې د افغان حکومت او طالبانو، يا طالبانو او امريکاييانو تر منځ ساده ناسته او جرگه نه ده. فکر کوم دلته خورا ډېرې خښتې دي چې يو د بل ترڅنگ ايښودل غواړي چې په گډه ترې يو څه راجوړ شي.

بي بي سي هو سمه ده، د افغانستان ډېره خاوره، لکه چې تاسې وويل، په سلو کې نوي يا پنځه نوي د طالبانو په لاس کې وه. سمه ده چې هغوى امنيت ټينگ کړى و، خو ټول ترې خوښ نه و. هغوى د ښځو حقونه وځپل، د نارينه وو ځينې حقونه يې هم تر پښو لاندې کړل. خو آيا فکر کوئ چې طالبان اوس نور شوي او له دې لسو کلو يې يو څه زده کړي دي؟

لخدر ابراهيمي: ماته پته نشته، خو آيا شمالي ټلوالې له دې نه درس اخيستى دى؟ آيا دوى هڅه کړې چې په افغانستان کې – په شمال کې، په جنوب کې، په ختيځ کې يا په لوېديځ کې - هر څوک خوشحاله وساتي؟

بي بي سي دا ښه پوښتنه ده چې له هغو نه وشي؟

لخدر ابراهيمي: هو، خو زه تاسې پوښتم چې واياست طالبان بد و.

بي بي سي نه، څه چې ما ويل دا دي چې د طالبانو په واکمنۍ کې ځينې خوښ نه و؟

لخدر ابراهيمي: دې ټولو ډلو له خپلو خلکو سره ډېر ښه نه دي کړي. خو د هغوى شتوالى يو واقعيت دى او سوله يوازې له ښو کسانوسره نه کېږي، مجبور ياست چې له بدو سره هم سوله وکړئ. او له بده مرغه ستاسې په هيواد کې د بدو کسانو شمېر تر اندازې ډېر دى.

بي بي سي يوه بله موضوع ښاغلى ابراهيمي دا ده – او لکه دا پرون موږ ته را ياد دي - چې تاسې په کابل کې واست او ويل مو چې عدالت هېر کړئ، د هغو کسانو د محاکمې وخت اوس نه دى چې په تېرو دېرشو کلو کې يې بد کارونه کړي دي، ځکه چې موږ ته ټيکاو يا ثبات ډېر ارزښت لري. تاسې ويل چې دا مسايل به هغه مهال څېړل کېږي چې يو ځل په هيواد کې ثبات راشي. لس کاله تېر شول، ثبات رانه غى چې رانه غى، اوهغو کسانو چې جنگي جنايتکاران بلل کېدل هيواد ته نوره ډېره بدمرغي هم راوړه.

لخدر ابراهيمي: دا رېښتيا ده. لومړى خو دا چې، ما نه دي ويل چې عدالت هېر کړئ.

بي بي سي:: خو تاسې عدالت وځنډاوه.

لخدر ابراهيمي: په ٢٠٠٢ کال کې موږ بيخي دا وس او وسايل نه درلودل چې د عدالت غم وخورو. دغه کسان چې خلک يې د محاکمې غوښتونکي وو، د هيواد واکمن شوي وو.

بي بي سي: لا هم دي.

لخدر ابراهيمي: هو لا هم دي، له افغانستانه زما د وتلو دا دى ډېر کلونه تېر شول، خو هغوى لا هم واکمن دي. ول------ې؟؟؟ خلک به وايي چې گنې زما حماقت يا ښايي له دغو جنگسالارانو سره زما خواخوږي د دې سبب شوه چې د عدالت مخه ونيول شي. خو زه اته کاله وشول چې تللى يم، څه شوي دي؟ دا خورا گران کار و.

بي بي سي: څه چې وشول هغه دا دي چې هغوى اوس ځان ته له هر ډول عدلي تعقيب نه معافيت ورکړى دى.

لخدر ابراهيمي: په بن کې يې دا کار ونه شو کړاى. هغوى غوښتل چې دا لايحه د بن غونډې ته وړاندې کړي، زه چې هلته وم چا ورسره دا ونه منله. دوى غوښتل چې په اساسي قانون کې دا خبره راولي او چې زه هلته وم دا کار يې ونه شواى کړى. خو په پارلمان کې يې دا کار د ځان لپاره وکړ، خو دا هغه مهال و چې زه نور وتلى وم.

بي بي سي: څومره تاسې په افغانستان کې د سولې ټينگېدو ته خوشبين ياست؟

لخدر ابراهيمي: زه خورا ناخوښه او خواشينى يم. زه کلک په دې باور يم چې په نړۍ کې داسې ستونزه نشته چې غوڅه نه شي. خو خبره دا ده چې څومره سياسي اراده شته، هره خوا څومره زيار باسي چې د حل يوه لاره وموندل شي. زه دغسې يوه سياسي اراده په هر ځاى کې نه وينم. آيا له افغان ولس سره د مرستې لپاره ټول په جدي ډول د گډې همکارۍ غوښتونکي دي او که نه؟

ورته مطالب