د ساينس له نړۍ: د هېموفیلیا درملنه کې بېساری پرمختګ

هېموفيليا

د متحده ایالاتو او برتانیا یوې ګډې څېړندویه ډلې د وینې د یوې ځورونکې ناروغۍ Haemophilia B په درملنه کې د بېساري پرمختګ زېری ورکړی دی.

هیله څرګنده شوې ده چې د هېموفيلیا بي درملنه اوس د پرمختللو ارثي عملیو په مټ د یوې ستنې په لګولو سره شونې ده.

هېموفیلیا د وینې یوه ارثي ناروغي ده چې په کې د وینې د لخته کېدو وړتیا نیمګړې وي، او ناروغان د ټپ له اخیستلو نه وروسته په پرله پسې توګه وینه تویوي چې په آسانه نه درېږي.

دا نیمګړتیا په وینه کې د نهم فکتور په نامه د یو پروتین د مورزېږدي نشتوالي له امله پېښېږي.

دې نوې درملنه کې یو شنډ شوی وایروس چې د ارثي انجینرۍ د تخنیکونو په مټ یې په ډي ان اې کې د نهم فکټور د جوړولو وړتیا اوبدل شوې ده، انسان کې تزریق کېږي.

په عادي حالت کې وایروسونه په انسان کې بېلابېلې ناروغۍ زېږوي.

لړمون

خو په دې درملنه کې د وایروس اړول شوې بڼه د وینې د جریان له لارې د انسان لړمون ته ځان رسوي، او د نهم فکتور د جوړولو وړتیا د لړمون حجرو ته لېږدوي.

په دې توګه د لړمون حجرې خپله یوه اړینه دنده چې د نهم فکتور جوړول دي، بېرته خپلوي.

تر اوسه پورې په څلورو ناروغانو کې دا نوې درملنه کارول شوې ده او رغونکې پایله یې ښوولې ده.

د هېموفیلیا ناروغان د یو روغ انسان په پرتله د نهم فکتور په سلو کې یوه برخه جوړوي، او ناروغ د وینې توییدنې له ننګونکو او آن وژونکو پېښو سره مخ کوي.

اوس د دې نوې درملنې په مټ دغه سلنه دولسو ته پورته شوې ده چې د نهم فکتور د ګوزارې وړ کچه ده.

هیله څرګنده شوې ده چې دغه سلنه په نژدې راتلونکې کې نوره هم لوړه شي.

کومو کسانو چې دا نوې درملنه ترلاسه کړې ده له دې پایلو سره ډېر خوشاله دي.

د دوى په وینا دې درملنې سره د دوى ورځني ژوند کې لوی او مثبت توپیر راغلی دی، او دوى اوس کولی شي په داسې فزیکي چارو کې ونډه واخلي چې له دې د مخه یې یوازې د نهم فکتور د ستنو په وهلو سره داسې کولی شول.

د هېموفیلیا په دودیزه درملنه کې ناروغ اړ دی چې هره اونۍ د نهم فکتور څو ستنې ووهي، او له داسې کړو وړو ډډه وکوي چې د ټپ اخیستلو وېره په کې ډېره وي.

کتونکي وایي چې نورو څېړنو ته اړتیا ده چې د دې درملنې د اوږدمهاله خوندیتوب پخلی وکړي.

د اوس لپاره دا نوې درملنه یوازې په څلورو ناروغانو کې آزمول شوې ده.

تر دې د مخه چې دا درملنه د عامو وګړو ګټې ته وړاندې شي، ډېرو نورو داسې آزموونو ته اړتیا شته.

ورته مطالب