د ساينس له نړۍ: هغه بڅرى موندل شوى چې نړۍ يې وپنځوله

ساینسپوهانو کېدای شي د هغه خیالي بڅري څرک لګولی وي چې انګېرل کېږي د نړۍ په پنځولو کې یې بنسټیزه ونډه درلودلې ده.

د تېرو دوه کلونو په اوږدو کې د سویس او فرانسې پولې ته څېرمه نژدې اته زره ساینسپوهان په یو ګرانبیه لابراتوار کې د فزیکي آزمونو یوه ستومانونکې لړۍ پیل کړې ده، چې ښایي ایله اوس یوې پایلې ته رسیدلې وي.

دا آزمونې په یو ۲۷ کیلو متره اوږد تونل کې د یو داسې خیالي بڅري څرک لګوي چې تر اتوم هم کوچنی دی.

بوسون هېګز هغه خیالي بڅری دی چې د فزیک د سټندرد ماډل تیوري له مخې، د نړۍ د پنځون په مهال د لویې چاودنې Big Bang د پېښېدو سره جوخت یوازې د یوې لنډې مودې لپاره څرګند شوی و.

د نړۍ د پیدا کېدو نه د مخه توکو وزن او کتله نه درلوده، خو کله چې بوسون د لوړې انرژۍ سره راڅرګند شو نو د یو لړ فزیکي تعاملاتو نه وروسته یې توکو ته کتله یا څومره والی وروبخښه، او اوسنۍ نړۍ منځ ته راغله.

بې ثباته بڅری

څنګه چې بوسون هېګز یو بې ثباته بڅری و نو هم هغه وخت د سترګو رپ سره ورک شوی دی، او فزیکپوهانو یې یوازې د شتون نظریاتي لاسوند درلود.

دا روانه څېړنه اوس د دې د جوتولو هڅه کوي چې بوسون هېګز فزیکي شتوالی هم درلودلی شي او که نه.

که چېرې د بوسون هېګز شتوالی په دې آزموونو کې جوت نه شي نو د فزیک ډېر بنسټیز قوانین به ناسم وخېژي.

په دې بېسارې ازموونې بوخت ساینسپوهان وایي چې په دې اوږد تونل کې، چې «لارج هادرون کولایډر Large Hadron Collider» نومېږي، هغه شرایط برابر کړای شوي دي چې د دوى په نظر د نړۍ د زېږېدو په مهال پیدا شوي ول.

له همدې شرایطو سره سم د پروتون بڅري په ډېرې چټکتیا سره جنګول کېږي.

پوهان په دې پېچلي بهیر کې د بوسون بڅري د شتون او ونډې څرک لګول غواړي.

د بوسون هېګز د شتون جوتولو سره به د نړۍ د پنځون په اړه د انسان په پوهه کې د کتنې وړ زیاتوالی راشي.

کتونکي په دې اند دي چې دا پایلې ډېرې لومړنۍ دي، او په کار ده چې دا آزموونې لږترلږه یو کال نورې هم اوږدې شي چې د بوسون هېګز شتون په پرېکنده توګه جوت شي.

ورته مطالب