شمالي کوريا له مشره وروسته

Image caption د پخواني مشر مړينه ښايي د يوه سياسي ليږد پيلامه وي

د مخکیني واکمن پرځای د نوي هغه راتګ د هر زورواکي رژیم لپاره تل یوه خطرناکه شیبه وي.

هغه څه چې د شمالي کوریا لپاره خطرناکه دي، د ټولې سیمې لپاره خطرناکه دي.

ایا د شمالی کوریا د پخواني مشر له خوا غوره شوی ځای ناستی کیم جونګ اون به خپل ځواک او واک ټینګ کړی شي؟

ښايي د واک مهم مرکزونه، لکه پوځ ، وغواړي چې د مشرتابه یوه ډله ییزه بڼه رامنځته کړي؟

او دا چې بېلا بېلې ډلې اوس پرحالاتو د اغیز لرلو لپاره هڅې کوي، دا به د بهرنۍ نړۍ په وړاندې د شمالي کوریا پر چلند څه ډول اغیز وکړي؟

د پیانگيانگ کورنی سیاست خورا ډېر پټ دی او ګرانه ده چې له د باندې یې پته ولګول شي.

خو پروسږ کال د جنوبي کوریا د یوې سمندري وړې بیړۍ ډوبېدل او د جنوبي کوریا پر يوۀ ټاپو باندې ډزې دواړه په لویدیځ کې داسې تعبیر شوې چې دا په کور دننه د یوې سیاسي ناکرارۍ څرګندې نښې دي.

پیلامه

او د يوۀ سیاسي لېږد پیلامه ده.

نو دا د حیرانۍ خبره نه ده چې د جنوبي کوریا پوځي ځواکونه تیار سی شوي دي.

هغه څه چې د کوریا پر ټا پو وزمې پېښیږي، نه یوازې د دواړو کوریاوو تر منځ د اړیکو لپاره مهم دي، بلکې په لویه کې د واشنګتن ، چې اوس هم شاوخو دېرش زره پوځیان په جنوبي کوریا کې لري، او د بېجنګ تر منځ اړیکو لپاره هم ارزښت لري.

چین د شمالي کوریا تر ټولو ډېر مهم ملګری دی.

په حقیقت کې داسې بریښي چې هغه دوره پایته رسېدلې وي چې ښکارېده شمالي کوریا غواړي وګوري چې له متحده ایالتو سره ښه اړیکي لرلی شي که څنګه، او لږ تر لږه د خپل اټومي پروګرام د راتلونکې په اړه ورسره خبرې وکړي.

Image caption شمالي کوریا د خپل مشر په مړینه د دسمبر له ۱۷ تر ۲۹ پورې ملي ماتم اعلان کړی.

په تېره يوۀ کال کې پیانگيانگ ځان خورا ډېر بېجنګ ورنژدې کړی دی.

مهم همدا اړیکي دي.

چین ښايي په شمالي کوریا کې د ننه پېښو باندې د اغیز کولو ډېره وړتیا ونه لري، خو اقتصادي ملاتړ یې داسې يوۀ هېواد ته چې بیا بیا د قحطۍ څنډو ته ورښوېدلی، حیاتي ارزښت لري.

نو تر هغه ځایه چې په پیانگيانگ کې د کوم بهرني لوبغاړي د اغیز خبره ده، چین دی چې د متحده ایالتو به ورته سترګې وي چې په شمالي کوریا کې نوی مشرتوب دې ته وهڅوي چې له هر ډول خطرناکو پوځي مانورو څخه ډډه وکړي.

ورته مطالب