د ملریا د یو نوي او اغېزناک واکسین هیلې

ملريا
Image caption ساينسپوهان هيله من دي چې په درو کلونو کې به نوې څېړنې پر انسانانو هم د کارونې وړ وي

د برتانیا د آکسفورد پوهنتون څېړونکو د ملریا د یو داسې نوي واکسین د جوړولو خبر ورکړی دی چې د دغې ناروغۍ د ټولو ډولونو په وړاندې اغېزناک دی.

دغه نوي واکسین ، چې لا یوازې په ځناورو آزمول شوی دی، د یو بریالي او کارنده واکسین ډېرې نښې ښودلي دي.

د ملریا په وړاندې ګڼ شمېر نور واکسینونه هم د څېړنو او آزمونو لاندې دي، خو څېړونکي لا د یو داسې واکسین په خوندیتوب سره سلا شوي نه دي چې په انسانانو کې د کارونې وړ وي.

د ملریا په وړاندې دغه نوی واکسین د هغو نوو علمي برسېرونو پر بنسټ جوړ شوی دی چې د ملریا پرازیت په اړه په ٢٠١١ کال کې خپرې شوې دي.

له ملريا د وژل شويو انسانانو شمير کم شوى

د دې برسېرونو له مخې اوس ساینسپوهانو هغه بیولوژیکي لیکه موندلې ده چې له لارې یې د ملریا وژونکی پرازیت د وینې سرې حجرې ککړوي.

په دې بیولوژیکي ترڅ کې د ملریا د پرازیت PfRh5 نومی پروتیند وینې د سرو حجرو په څنډو باندې ځانګړو جوړښتونو (Receptors)سره نښلي، او په دې توګه د وینې سرې حجرې لاندې کوي.

په دې نوې څېړنه کې یو داسې انتي باډي جوړ شوی دی چې دا نوې پېژندل شوې لیکه په نښه کوي، او په دې توګه د ملریا پرازیت له منځه وړي.

په ځناورو باندې د دې واکسین ترسره شوو لابراتواري آزموينو څېړونکي هیله من کړي دي چې دا واکسین به په راتلونکي کې له نړۍ نه د ملریا پرازیت ټغر ټول کړي.

هوډ څرګند شوی دی چې که چېرته روانې څېړنې د دې نوي واکسین د خوندیتوب پخلی وکوي نو په راتلونکو درې کلونو کې به په انسانانو کې هم دا واکسین وآزمول شي.

ملریا یوه خونړۍ پرازیتي ناروغي ده چې هر کال درې سوه ميلیونه انسانان اخته کوي او نژدي یو ميلیون وژني.

له ملریا سره د تړلو مړینو ډېره برخه په ماشومانو کې پېښېږي.

ورته مطالب