د نري رنځ "نه رغېدونکې" پېښې لیدل شوي دي

ټي بي د انځور حقوق AP
Image caption د نري رنځ مکروب په ډېری پېښو کې د انسان سږي ککړوي، او د سږو نه راآلوتي څاڅکي دا وژونکی مکروب له یو انسان نه بل ته لېږدوي

په هندوستان کې د نري رنځ داسې پېښې لیدل شوي دي چې په ښکاره یې د اوږدې درملنې سره سره د رغېدو نښې نه دي ښودلي.

تر اوسه پورې د افغانستان په ګډون د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې د دې ناروغۍ ډېرې داسې پېښې لیدل شوې وې چې د ګڼ شمېر مکروب ضد درملو په وړاندې یې مقاومت ښوده، خو دا لومړی ځل دی چې داسې پېښې هم رپوټ کېږي چې د ټولو شته مکروب ضد ناروغیو په وړاندې سرټمبه دي.

هندي ډاکټرانو د دې هېواد د روغتیا وزارت ته د دولسو داسې ناروغانو د نابریالۍ درملنې خبر ورکړی دی چې تر اوسه پورې یې د ټولو پېژندل شوو مکروب ضد درملو په وړاندې مقاومت ښودلی دی.

دې ناروغانو ته ټول هغه درمل چې د نري رنځ د مکروب په وړاندې کارول کېږي، د دوه کلونو لپاره ورکړل شوي دي خو رغونکې پایله یې نه ده ورکړې.

له دې ډلې نه درې ناروغانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

نری رنځ یوه لرغونې ساري ناروغي ده چې له پېړیو راهیسې یې انساني ژوند ګواښلی دی.

مکروب

د نري رنځ مکروب په ډېری پېښو کې د انسان سږي ککړوي، او د سږو نه راآلوتي څاڅکي دا وژونکی مکروب له یو انسان نه بل ته لېږدوي.

په داسې حال کې چې ساینسپوهان او روغتیاپوهان لا د دې مکروب له هغو ډولونو سره ډغرې وهي چې د ګڼو مکروب ضد درملو سره مقاومت لري، د بشپړ مقاومت نوې پېژندل شوې پېښې به بې له شکه درملګر په نوو ننګونو اړوي.

د متحده ایالاتو د ناروغیو د څېړنې اداره، چې د نري رنځ د نه رغېدونکو پېښو د شتون پخلی کوي، اندېښنه ښیي چې که د دې ستونزې چاره ژر ونه شې نو په نړیواله کچه به ډېرې پراخې ستونزې وزېږوي.

د نری رنځ ناروغي په هغو سیمو کې په آسانه خپرېږي چې ګڼه ګوڼه پکې ډېره وي، او انسانان په تنګو استوګنځایونو کې سره نژدې اوسېږي.

له همدې کبله سودا ښودل شوې ده چې کېدای شي د نري رنځ دا نوې او ننګونکې پېښې د شمېر له مخې تر هغې ډېرې وي چې تر اوسه پورې یې اټکل شوی دی.

په مکروبونو کې د انتي بیوتیکو په وړاندې د مقاومت وړتیا هغه وخت ډېرېږي چې انتي بیوتیک بېځایه وکارول شي، او یا ټاکلی کورس یې بشبړ نه شي.

افغانستان

د افغانستان په شمالي ولایاتو بدخشان او تخار کې د نري رنځ داسې پېښې لیدل شوي دي چې د انتي بیوتیکو دودیزو ډولونو په وړاندې مقاومت لري.

خو د علمي لاسوندونو د نشتوالي له کبله په ډاډ سره نه شي ویل کېدی چې د دې مکروب دا نوی ډول دې په دې هېواد کې شتون ونه لري.

د روغتیا د نړیوالې ادارې WHO د ۲۰۰۹ کال د رپوټ له مخې افغانستان له هغو ۲۲ هېوادونو څخه یو دی چې د نري رنځ پېښې پکې ډېرې دي.

کتونکي په دې اند دي چې اوس درملپوهان له یوې نوې او بېړنۍ ننګونې سره مخ دي چې د یو داسې انتي بیوتیک لټه او څېړنه وکوي چې د مکروب د دې نوي ډول په وړاندې اغېزمن وي.

نری رنځ په نړیواله کچه له ایډز نه وروسته دویم خونړی رنځ دی.

د سږو د نري رنځ نښې په انسان کې د اوږدې تبې، خولې، ټوخي او خوارځواکۍ په بڼه څرګندېدلی شي.

په دودیزه توګه د نري رنځ درملنه د ګڼو انتي بیوتیکو په مټ، د یوې اوږدې مودې لپاره کېږي.

ورته مطالب