د ریښه یي حجرو تکنالوژي او د ړوندوالي درملنه

ريښه يي حجرې
Image caption دا لومړى ځل دى چې د انساني نطفې نه بېلې شوې ريښه يي حجرې د انسان د ليد رغولو په درملنه کې ازمويل کيږي

په متحدو ایالاتو کې د یو شمېر څېړنو لومړنیو پایلو د بې لیده سترګو په رغولو کې د ریښه یي حجرو د تکنالوژي Stem Cell Technology د کارونې د خوندیتوب هیلې پیدا کړي دي.

دا لومړی ځل دی چې د انساني نطفې نه بېلې شوې ریښه یې حجرې د انساني لید د رغولو په درملنه کې آزمول کېږي.

که څه هم دا روانې څېړنې او آزمونې به څو نور کلونه هم واخلي چې بریالیتوب یې په بشپړه توګه جوت شي، خو اوسنیو پایلو د دې درملنې د خوندیتوب د جوتولو هڅه کړې ده.

تر څېړنې لاندې ناروغانو کې د لید د ښه کېدو نښې لیدل شوي دي.

په دې پرمختللې درملنه کې د انساني نطفې خامې حجرې له سازولو نه وروسته د بې لیده ناروغانو د سترګو په شاتنۍ برخه یا Retina کې کرل کېږي.

بریالیتوب

څېړونکي په دې باور دي چې دې عملیې سره به د هغو سترګو لید بېرته ورغول شي چې د بېلابېلو ارثي او رژوونکو Degenerative ناروغیو له کبله یې د لیدلو وړتیا له لاسه ورکړې ده.

روانې څېړنې د امریکا دوه څېړنیزو مرکزونو په ګډه سره په دوه بې لیده مېرمنو کې پیل کړي دي او لومړنیو پایلو د بریالیتوب نښې ښودلي دي.

د هر ناروغ په یوه زیانمنه سترګه کې ۱۵۰،۰۰۰ اړول شوې ریښه یې حجرې تزریق شوې دې.

بیا کتنو وښوده چې له تزریق نه شپاړس اونۍ وروسته کرل شوې ریښه یې حجرې په ټاکلي ځای کې ژوندۍ او روغې نښتې دې.

د څېړونکو لپاره دا په دې مانا ده چې کرل شوي انساج د بدن د ساتندویه سیستم له غبرګون سره نه دي مخ شوي، او دا یوه ښه خبره ده.

د ریښه یي حجرو تکنالوژي یوه پرمختللې عملیه ده خو لا د انساني ناروغیو په درملنه کې په پراخه پیمانه نه ده کارول شوې.

ځینې په دې اند دي چې له انساني نطفې نه د بېلو شوو ریښه یي حجرو داسې کارول یوه غیراخلاقي چاره ده او په کار ده ترې ډډه وشي.

ورته مطالب