د پوستکي حجرو نه ماغزه جوړ شوي دي

Image caption ريښه يي حجرې دا وړتيا لري چې له يو شمير بيولوژيکي لابراتواري پړاوونو وروسته د عصبي حجرو په گډون د انساجو په نورو ډولونو باندې بدلې شي

د متحده ایالاتو د علومو د ملي اکاډمۍ وروستۍ خپرونې د یوې نوې څېړنې راپور خپور کړی دی چې ویل کېږي د طب ډګر کې به د بېسارو پرمختګونو پیلامه وي.

د دې څېړنو په ترڅ کې د لومړي ځل لپاره د پوستکي ریښه یي حجرې په عصبي حجرو بدلې شوي دي.

د اوس لپاره دا آزمونې د موږکانو په انساجو کې ترسره شوي دي، خو څېړونکي په دې اند دي چې دا څېړنې به د ګوزڼ او ړوندوالي په څېر ګڼو شلوونکو ناروغیو په رغولو کې کارنده ونډه ولري.

ریښه یي حجرې یا Stem Cells دا وړتیا لري چې له یو شمېر بیولوژیکي لابراتواري پړاوونو نه وروسته، د عصبي حجرو په ګډون د انساجو په نورو ډولونو باندې بدلې شي، او له دې سره د بېلابېلو انساني ناروغیو په رغولو کې وکارول شي.

تر اوسه پورې دا څېړنې یوازې په ځناورو کې ترسره شوي دي، او لا نورو څېړنو ته اړتیا ده چې په انسانانو کې د دې څېړنو درملیز خوندیتوب جوت کړي.

که چېرته داسې درملنې په انسانانو کې پیل شي، نو دې ته اړتیا ده چې ناروغ د یوې اوږدې مودې لپاره داسې مخنیویز یا وقایوي درمل وخوري چې د کرل شوو ریښه یي حجرو په وړاندې د بدن د ساتندویه سیستم د غبرګون مخنیوی وکوي.

دا ستونزه په درملنه کې د ریښه يي حجرو د کارونې په وړاندې یوه لویه ننګوونه بلل کېږي.

د دې ستونزې د اوارولو لپاره څېړونکو د ناروغ د خپلو ریښه یي حجرو د کارولو هڅه کړې ده.

ساتندویه سیستم

د بدن ساتندویه سیستم خپلو ریښه یي حجرو په وړاندې غبرګون نه ښیي.

خو د بدن د خپلو ریښه یي حجرو په کارولو کې دا وېره شته چې کېدای شي کرل شوي انساج چنګاښي یا سرطاني بڼه خپله کړي او چنګاښي ناروغۍ وزېږوي.

په متحده ایالاتو کې تر سره شوې دې نوې څېړنې دا ستونزه هم اواره کړې ده، او له هغه بیولوژیکي پړاو نه پښه اړول شوې ده چې د حجرو د چنګاښي کېدو وېره پکې وي. د دې څېړنو په ترڅ کې د پوستکي ریښه یي حجرې نېغ په نېغه په عصبي حجرو بدلې شوي دي.

اوس که دا حجرې په لویه پیمانه په لابراتوار کې جوړې شي، نو کېدای شي د بېلابېلو عصبي ناروغیو درملنه کې وکارول شي.

تر دې د مخه ریښه یي حجرې لا وختې په جلا څېړنو کې د زړه په انساجو بدلې شوي دي.

ریښه یي حجرې د انساني ناروغیو درملنه کې د آوښتون د راوستلو وړتیا لري، خو ځینې په درملنه کې د ریښه یي حجرو د تکنالوژي کاروونه غیر اخلاقي چاره بولي. ځینې پرمختللو هېوادونو د دې تکنالوژۍ د کاروونې قانوني اجازه نه ده ورکړې.

ورته مطالب