خوارخوبي، یوه روغتیایي او ټولنیزه ستونزه

د خپريدو وخت: 11:07 گرینویچ - دوشنبه 01 اکتوبر 2012 - 10 تله 1391
خوار خوبي

په خوارخوبۍ اخته وګړي په پرله پسې توګه وېده کېدو او ویده پاتې کېدو سره ستونزه لري

خوارخوبي یا Insomnia یوه ډېره پکو کونکې روغتیایي ستونزه ده چې په ټوله نړۍ کې ډېر اخته وګړي په ځورونکو فزیکي او ټولنیزو ربړو اړوي.

په خوارخوبۍ اخته وګړي په پرله پسې توګه وېده کېدو او ویده پاتې کېدو سره ستونزه لري او د خوب کیفیت یې دومره ټیټ وي چې ستړیا او ستومانتیا یې نه لرې کوي.

په ډېرو پېښو کې خوارخوبه وګړي د خوب په تمه تر نیم ساعته ډېر په خپل ځای کې رغړي، د شپې څو ځلې راویښېږي او شپه او ورځ کې تر شپږو ګړیو ډېر خوب نه شي کولی.

د خوار خوبۍ له امله دا وګړي ورپسې ورځ ډېر ستړي وي.

که دندې ته حاضر شي، د پاملرنې کچه یې خورا ټیټه وي.

پر دې سربېره دا ډله ناروغان د ژور خپګان یا Depression په ګډون نورو لسګونو فزیکي، عصبي او ټولنیرو ستونزو سره لاس او ګرېوان وي.

شمېرې ښیي چې په هرو دریو وګړو کې یو کس خوب او ویده پاتې کېدو سره یو ډول ستونزه لري. په لسو کې نژدې دوه وګړي دا ستونزه د ځان لپاره جدي بولي او په ټولنیز او روغتیایي حالت یې ناغوره اغېزه ښيندلي وي.

"د ویده کېدو او ویښېدو یو داسې مهالوېش دې خپل شي چې یو کس باید هره ورځ په ټاکلي وخت د خوب ځای ته لاړشي او په یو ټاکلي وخت را پاڅي"

په ټوله کې خوارخوبي د عامه روغتیا یوه ننګونه بلل کېږي چې ټولنې ته له اقتصادي او روغتیایي پلوه ګرانه پرېوځي.

خوارخوبي په حاده یا لنډمهاله توګه او یا هم په مزمنه یا اوږدمهاله بڼه وګړو ته پېښېدای شي.

لنډمهاله خوارخوبي انسان ته د بېلګې په توګه، په ژوند کې د یوې ټولنیزې لانجې له کبله پېښېږي.

د خوارخوبۍ دا بڼه که څه هم ډېره ځورونکې ده، خو ډېری وخت د ستونزې د اوارېدو سره له منځه ځي.

اوږدمهاله خوارخوبي بیا تر دې ډېره شلوونکې ده.

دې ډلې وګړو ته په ډېرو مواردو کې یو اوږدمهاله فزیکي یا عصبي رنځ وراوښتی وي چې اوږدمهاله خوارخوبي هم ورسره ملګرې وي.

ځینې په دې اند دي چې په اوږدمهاله خوارخوبۍ اخته ناروغان په ارثي توګه دې ناروغۍ باندې اخته کېږي.

خو که لنډمهاله وي یا اوږد مهاله، خوارخوبي د عامې روغتیا په ډګر کې یوه پېژندل شوې ستونزه ده چې سمه درملنه یې اړینه ده.

له بده مرغه ډاکټرانو ته په پوهنتونونو کې د خوارخوبۍ د اغېزو او درملنې په اړه په پرتلیزه توګه سمه روزنه نه ده شوې.

ډېری ډاکټران خوارخوبۍ ته د یوې ډېرې جدي ستونزې په سترګه نه گوري، او ورسره تړلو ننګونو نه یې ډېر خبر نه دي.

په دې وروستیو کې په متحده ایالاتو او ځینو نورو پرمختللو هېوادونو کې د خوب پېژندنې تر نامه لاندې د درملګرۍ یوه نوې او ځانته څانګه پرانیستل شوې ده چې خوارخوبي ښه وپېژني، او ښه درملنه یې وکوي.

د خوارخوبۍ ښه درملنه په دې پورې اړه لري چې د خوارخوبۍ لامل سم پېژندل شوی دی او که نه.

د ستونزې د لامل د تشخیص نه پرته په پټو سترګو د درملو کارول نه یوازې دا چې ستونزه نه اواروي، لا یې پسې پراخوي.

د یوې اغېزناکې درملنې لومړی ګام سم تشخیص دی.

"د خوب له وخت نه یوه ګړۍ د مخه یو تود حمام هم د خوب راوستلو کې ګټور پرېوتى دى."

د خوارخوبۍ په درملنه کې باید لومړی ګام د درملو کارول نه وي.

رښتیا خو دا دي چې دارو درمل د خوارخوبۍ درملنه کې له بریده ډېر کارول کېږي.

داسې لاسوندونه هم شته چې دا ښکاروي چې د درملو کارول، په تېره د درملو خپل سره کارول، خوارخوبي لا پسې پراخوي.

نو له همدې کبله ده چې څانګپوهان لارښونه کوي چې د خوارخوبۍ درملنه دې د وګړو په ورځنیو روږدتیاوو یا عادتونو کې د غوره توپيرونو په راوستلو سره پیل شي.

دلته ځینې داسې لارښونې د لوستونکو د ګټې لپاره وړاندې کېږي چې خوارخوبۍ باندې اخته وګړو کې یې ښې پایلې ښودلي دي.

  • د ویده کېدو او ویښېدو یو داسې مهالوېش دې خپل شي چې یو کس باید هره ورځ په ټاکلي وخت د خوب ځای ته لاړشي او په یو ټاکلي وخت را پاڅي.
  • ان د رخصتیو په شپو کې دې هم دا مهالوېش پرېنږدي.
  • دخوب ځای باید یوازې د خوب لپاره وکارول شي. د خوب ځای کې لوست، خوراک، د کمپیوټر کارول او نور ورته کړه د خوب د تښتولو ښه لار ده.د مازدیګر او ماښام له خوا دې "د سترګو پټولو"، او ډډې وهلو نه ډډه وشي.
  • د ماښام ډوډۍ نه د مخه فزیکي کړاو یا سپورت له ډوډۍ نه وروسته ښه خوب راولي. خو د خوب نه دستي د مخه سپورت کول سړی ډېر بیداره ساتي، او خوبونه تښتوي.
  • د خوب له وخت نه یوه ګړۍ د مخه یو تود حمام هم د خوب راوستلو کې ګټور پرېوتى دى.د خوب وخت نه دستي د مخه درانده خواړه نه یوازې نورې روغتیا ته هم زیان رسوي، خوب سره هم ښه نه کوي.
  • د ماښام وروستیو ګړیو کې د اوبو او نورو اوبلنو توکو ډېر څښاک وګړي د شپې له خوا تشو ته راویښوي، او له خوبه یې باسي.‍د شپې له خوا د ټینګ چای، کافي، او نورو کېفین لرونکو توکو اخیستل هم د ویښ پاتې کېدو یو لامل دی.
  • که د خوب ځای ته د تللو په لومړۍ نیمه ګړۍ کې خوب رانغي بیا نو هسې په کټ کې رغړېدل رارغړېدل ګټه نه لري. بیا په کار ده چې سړی له ځایه لرې لاړ شي، په یو هوساکونکي کار بوخت شي، او چې خوب راشي بیا دې د خوب ځای ته راستون شي.

"که د خوب ځای ته د تللو په لومړۍ نیمه ګړۍ کې خوب رانغي بیا نو هسې په کټ کې رغړېدل رارغړېدل ګټه نه لري"

پر دغو لارښونو سربېره نورې داسې په لسگونو نورې لارښونې او رواني درملنې شته چې خوارخوبو وګړو ته د خوب په راستلو کې ډېر ګټور جوت شوي دي.

هغه څه چې له ډېر پام نه دې په کې کار واخیستل شي هغه د خوب د درملو بېباکه کارول دي.

د خوب ګولۍ یوازې د یو ډېر لنډ مهال لپاره، هغه هم د یو ډېر څانګپوه ډاکټر تر څارنې لاندې، اغېزناکه پایله درلودلی شي.

د خوب ګولۍ کولی شي د انسان ماغزه په رواني توګه درملو سره روږدي کړي او بیا د درملو په نشتوالي کې خوب بیخي ورک کړي.

داسې لاسوندونه هم شته چې د دې ښکارندویي کوي چې د خوب د درملو اوږد مهاله کارول په پای کې په خپله د خوب الوځولو یو لامل شي.

په تنکیو ځوانانو او ماشومانو کې خو دې د داسې درملو کارونې نه کلکه ډډه وشي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .