سعودي پاچا د څه ډول بدلونونوسره مخ دی؟

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption پاچا سلمان یمن کې هوايي بریدونه پیل کړل

پداسې حال کې چې د سعودي نوي پاچا د واکمنۍ له پیله تقریباً ۱۰۰ ورځې تېرې شوي، پر یمن ېې هوايي بریدونه کړي، ځینې سعودي محافظه کاران ېې پر لوړو څوکیو ګمارلي، خپلو خلکو ته ېې تقریباً ۳۲ ملیارده ډالره وېشلي او خپل ځوی ېې د پاچاهي د تخت لپاره چمتو کړی.

پاچا سلمان د خپل کار په پیل کې په کابینې کې ستر بدلون راوسته. خپل وراره، د کورنیو چارو وزیر، شهزاده محمد بن نایف ېې د ولیعهد په توګه او خپل څوې، شهزاده محمد بن سلمان ېې د ولیعهد د مرستیال په توګه وټاکل.

د ده دا تګلارې د پخواني پاچا، عبدالله له احتیاط نه ډکو تګلاروڅخه څرګند توپیر لري.

سعودي نظام د تدریجي بدلون او د ټولنې د مشرانو پر اجماع یا عمومي توافق باندې ولاړ ؤ، خو داسې ښکاري چې پاچا سلمان غواړي وښيي چې د سعودي سیاسي چارو پرمخ بیولو لپاره بله لاره هم شته ده.

د هغه لومړني ګامونه ښيي چې دی غواړي هم د ایران له خوا رامنځته شويو سیمه ییزو ننګونو او هم کورنیو سیاسي فشارونو سره مقابله وکړي.

له ځینو اړخونو، د سعودي عربستان دننه د بدلونونو لپاره غوښتنې د پخوا په پرتله خاموشه دي. القاعده چې د سعودي موجود نظام د له منځه وړلو لپاره ېې هڅې کولې او ناکامه شوې، د هیواد دننه اوس نوره هم کمزورې شويده. پداسې حال کې چې لس کاله پخوا ېې کولاې شول پرلپسې مرګوني بریدونه وکړي.

له بلې خوا د سعودي لیبرال یا آزاد خیاله ځواکونه هم پرشا شویدي. ځکه هغوی ولیدل چې عربي پسرلي سورېې، لیبیا او مصر ته څه پایلې درلودې.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption پاچا سلمان د آل سعود کورنۍ وروستی واکمن دی

دموکراسۍ پلوه سعودیان اوس دې نتیجې ته رسیدلي چې د دوی له نظره د سعودي فاسد شاهي نظام چې خلکو ته حساب نه ورکوي، له هغه حالت نه بهتره دی چې ښايي دسقوط په نتیجه کې ېې رامنځته شي.

د اړیکو ترینګلتیا

سره د دې چې په خبري رسنیوکې د سعودي لیبرالانو او القاعدې په اړه ډېرې خبرې کېږي، خو داسې ښکاري چې دواړه ډلې په سعودي ټولنې کې اقلیت دي او ډېر ملاتړ نه لري.

په سعودي عربستان کې دملي ثبات اصلي سرچینه د آل سعود کورنۍ او د وهابي روحانیونو ترمنځ د تفاهم شته والی دی.

د دوی اړیکې اوس ترینګلې دي. زیاتره وهابیان اوس شاهي کورنۍ ته په ښه نظر نه ګوري، هغوی فاسد او سکیولر شوي حاکمان ګڼي چې له لویدیځ سره ډېرې نژدې اړیکي لري.

په تېر وخت کې، وهابي روحانیون خوشحاله وو ځکه اجازه ېې درلوده چې د خپل ډول اسلامي نظریات په بهر کې خپاره کړي، پدې شرط چې د هیواد دننه کومه ستونزه جوړه نه کړي.

خو، د القاعدې او د اسلامي دولت ډلې د نفوذ په پراخېدو سره، سعودي شاهي کورنۍ او یو ډېر شمېر سعودي خلک، د جهاد د صادرولو دتګلارې له امله په زیاتېدونکي توګه اندېښمن شویدي.

په ۱۹۸۰ کلونو کې، کله چې به زیاترو سعودیانو په ټلوېزیونونو کې د خپلو هېوادوالو تصویرونه لیدل چې کلاشنیکوفونو به ورسره وو او افغانستان کې په جهاد بوخت وو، هغوی ورته د قهرمانانو په توګه ښکارېدل.

خو کله چې دوی ګوري هماغسې کارونه اوس د دوی هیواد ته نژدې په سورېې او عراق کې ترسره کېږي، دوی ېې اندېښمن کړیدي او وېرېږي چې کیدای شي جهادیان خپل جهاد او جګړه پراخه کړي او په خپله سعودي عربستان ته ورشي.

د سعودي عربستان په اړه ځینې مهم ټکي:

• د ۲۰۱۵ کال د جنورۍ په ۲۳مه، دپاچا عبدالله له مړینې وروسته، دهغه ناسکه ورور پاچا سلمان بن عبدالعزیز آل سعود،پاچا شو.

• د سعودي واکمنۍ د آل سعود کورنۍ په انحصار کې ده، سیاسی ګوندونو ته اجازه نشته، د حکومت مخالفې ډلې له هیواده بهر اوسېږي، اورپکو اسلامپالو په تېر وخت کې یو شمېر مرګوني بریدونه کړیدي.

• سعودي عربستان د عربي او اسلامي نړۍ له مهمو لوبغاړو څخه دی

• د نړۍ د تېلو تر ټولو لوی صادرونکی هېواد دی چې د نړۍ د تیلو ۲۵٪ ثابتې شوې زیرمې لري.

• د سعودي نفوس: تقریباً ۳۰ ملیونه دی

د سعودي اقتصاد

د ټولو مذهبي او ایډیالوژیکي مسایلو برسېره، د سعودي عربستان زیاتره خلک د نړۍ د نورو خلکو په شان د خپل هېواد د اقتصاد په اړه اندېښمن دي.

سعودي، د ۷۰۰ ملیاردو ډالرو په ارزښت د بهرنیو اسعارو زیرمې لري. ښايي داسې وبریښي چې سعودي شاهي کورنۍ به کولاې شي د داسې زیرمو په درلودلو سره د هرډول احتمالي سیاسي بحران مخه ونیسي.

خو په حقیقت کې دا پیسې دومره ډېرې هم ندي. کله چې پاچا عبدالله غوښتل سعودي عربستان ته د عربي پسرلي په شان اعتراضونو د خپرېدو مخنیوی وکړي ۱۳۰ ملیارده ډالره ېې خپلو خلکوته ووېشل.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption له سعودي شتمنۍ څخه ټول سعودیان یوشان برخمن ندي، بیکاري په هیواد کې په زیاتېدو ده.

د ۳۰ ملیونه نفوس په درلودلو سره، زیاتره سعودیان دا هیله نشي کولای چې ټول به د قطریانو او کوېټیانو په شان شتمن شي. سعودیان په زیاتېدونکي توګه د بیکارۍ او بې روزګارۍ سره مخ دي او ښايي اړشي چې د هوټلونو د خدمتکارانو په شان کارونو ته غاړه کېږدي.

خلکو ته د دولتي پیسو وېشل، په تېلو پورې تړلي دي چې د سعودي د حکومتي عایداتو تقریباً ۹۰٪ برخه جوړوي. خو د اومو تېلو د بیو په ټیټېدو سره، ریاض د ۳۹ ملیاردو ډالرو د بودیجې کسر یا کمښت سره مخامخ دی.

د سعودي تېلو په اړه بېلابېل نظریات موجود دي. ځینې وايي چې کیدای شي د تېلو بېې په دوامداره توګه ټیټې پاتې شي او که د تېلو د زیرمو اټکل هم دقیق نه وي او زیرمې له اټکل شوې اندازې کمې وي، حکومت به مجبوره وي چې لږو عایداتوسره ځان عیار کړي.

ځینې نورخلک بیا وايي چې سعودیان به تل کولای شي چې د تېلو د نورو تولیدونکو هېوادونو په پرتله په ارزانه بیه تیل تولید کړي. تر هغو چې لویدیځ هېوادونه تېل رانیسې، سعودي عربستان به ېې خرڅوي او عواید به ېې دوام لري.

د سعودي عایداتو په وړاندې اصلي خطر به د تکنالوژیکي بدلونونو له امله وي چې کیدای شي د تېلو او غازو پرځاې د انرژۍ د تولید لپاره نورې لارې پیداکړي.

په ۱۹۷۰ کلونو کې د سعودي د تېلو وزیر، شیخ یماني له قوله ویل شوي چې " د ډبرو د عصر پاې ته رسېدل د ډبرو دکمښت له امله نه ؤ، دتیلو عصر به هم د نړۍ د تېلو د ختمېدو نه ډېر وړاندې پاې ته ورسیږي".

ورته مطالب