د افغانستان هوایي ځواک ولې تېرو ۱۴ کلونو کې سم تجهیز نشو؟

Image caption د امریکا متحده ایالتونو د مرغومي په ۲۵مه د افغانستان هوایي ځواکونو ته څلور ۲۹-A ډوله جنګي الوتکې ورکړې.

د امریکا متحده ایالتونو د مرغومي په ۲۵مه د افغانستان هوایي ځواکونو ته څلور ۲۹-A ډوله جنګي الوتکې ورکړې. ټاکل شوې په راتلونکو ورځو کې افغانستان ته ۱۶ نورې دا ډول الوتکې هم ورکړل شي.

پر دې سربېره، هند هم افغانستان ته درې ۲۵- MI ډوله چورلکې ورکړې.

خو پوښتنه داده چې ولې په افغانستان کې د امریکا ۱۴ کاله شتون کې ددې هېواد هوایي ځواکونه تجهیز نه شول؟

د پخواني ولسمشر حامد کرزي ویاند ایمیل فیضي، د افغانستان هوایي ځواکونو په تجهیز کې د ځنډ دوه لاملونه یادوي: په سیمه کې د امریکا اوږدمهال موخې او د افغانستان د هوایي ځواک له تجهیز سره د پاکستان مخالفت.

ښاغلي فیضي وایي: "د ارګ تحلیل دا وو چې امریکا په سیمه کې اوږدمهال موخې لري او غواړي د افغانستان دفاعي ځواکونه (هوایي او ځمکني) د خپلو ځواکونو پر مرستې متکي وساتي، نه خپلواک."

Image caption ایمیل فیضي وایي، د حامد کرزي حکومت تحلیل دا وو چې امریکا غواړي د افغانستان دفاعي ځواکونه د خپلو ځواکونو مرستې ته اړ وساتي.

په عین حال کې، د ښاغلي فیضي په وینا، امریکا نه غوښتل په رښتیني ډول د افغانستان دفاعي ځواکونو پیاوړې کولو سره، پاکستان ته سرخوږی جوړ کړي.

ښاغلی فیضي وایي، پاکستان په زغرده له امریکا غوښتې وو، چې د افغانستان دفاعي ځواکونو سره د مرستې پرځای، د پاکستان ځواکونه پياوړې کړي.

د افغانستان دفاع وزارت پخوانی مرستیال عتیق الله بریالی چې د افغانستان د نوي پوځ له بنسټګرو دی، د افغانستان هوایي ځواک د تجهیز په برخه کې د پاکستان د مخالفت له تحلیل سره موافق دی.

بریالی وایي، کله چې شوروي اتحاد افغانستان ته راغی، ددې هېواد د ګاونډیانو نظریاتو ته یې اړتیا نه درلوده، د همدې لپاره یې د افغانستان پوځ لامجهز کړ.

د ښاغلي بریالي په باور، له سیاسي اړخه بېل، د افغانستان د هوایي ځواکونو په تجهیز کې ځنډ اقتصادي اړخ هم لري.

ښاغلی بریالی وایي، د شوروي ټکنالوي ارزانه وه، د افغانستان پوځ پر روسي سیسټم مجهز وو او په همدې دلیل د شوروي لپاره د افغانستان هوایي ځواکونو تجهیزول نسبتا کم لګښت درلود.

دا په داسې حال کې ده چې د ښاغلي بریالي په نظر، د افغانستان د هوایي ځواکونو لپاره د امریکایي نوې ټکنالوژۍ اخستل، د امریکا لپاره ډېره ګرانه پرېوزي او له بلې خوا هغوی افغانستان ته د روسي ټکنالوژۍ اخستلو هم ډډه کوي.

کوم څه چې ښاغلي بریالي او فیضي وویل، د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړي استازي (سیګار) له راپور سره چې تېره میاشت خپور شو، سمون نه لري.

سیګار ویلي، امریکا په تېرو پنځو کلونو کې د افغانستان هوایي ځواکونو سره له ۲،۳ میلیارد ډالرو ډېره مرسته کړې ده.

ددې راپور له مخې، له ۲۰۱۲ کال څخه تر ۲۰۱۵ پورې امریکا د افغانستان د هوایي ځواکونو د پرمختګ لپاره ۱،۸ میلیارده ډالر لګولي او سربېره پردې ۹۳۵ میلیون ډالر یې د تجهیزاتو او الوتکو اخستو لپاره ځانګړې کړې دي.

په ۲۰۰۱ کال کې د طالبانو له چټکې ماتې وروسته او د حامد کرزي په مشرۍ د نوي حکومت رامنځته کېدو سره د امریکا په مشرۍ په افغانستان کې ښکېلو هېوادونه په دې فکر وو چې افغانستان د پیاوړي اقتصاد او مالي توان د نه لرلو له امله، لوی پوځ او پیاوړي هوایي ځواک ته اړتیا نه لري.

ښایي د کرزي حکومت په لس کلنه موده کې، بېلابېل لاملونه لکه، د پاکستان ملاحظات، د افغانستان بېوزلي او د افغانستان پوځ د تجهیز لپاره لوړ لګښت، امریکا په پام کې نیولې وي، خو داسې ښکاري چې دغه هېواد په تېرو څو کلونو کې خپل سیاست بدل کړی دی او ښایي په همدې دلیل په وروستیو ۵ کلونو کې یې ۲،۳ میلیارد ډالر د افغانستان پر هوایي ځواکونو لګولي وي.

د افغانستان هوایي ځواکونو مشخصه اړتیا څه ده؟

د پوځي چارو کارپوه نېک محمد کابلی وایي، په تېر او ان په اوسني حالت کې د افغانستان دولت نه دی توانېدلی یوه "تدوین شوې پوځي استراتېژي یا پوځي دکترین" جوړ کړي، ترڅو د هغې پر بنسټ د افغانستان هوایي ځواکونو د اړتیاوو څرنګوالی معلوم شوی وای.

ولی امین الله حبیبي چې په وروستیو کلونو کې یې ناټو سره د افغانستان په برخه کې کار کړی دی وایي، له تدوین شوې دکترینو بېل چې د افغانستان هوایي ځواکونو هره اړتیا مشخص کوي، ددې هېواد پوځ یو لړ لومړني اړتیاوې لري چې افغانستان یې باید په هر حالت او په هر قیمت برابر کړي.

د انځور حقوق NSC
Image caption هند د ۱۳۹۴ کال د مرغومي په ۴مه افغانستان ته درې ۲۵- MI ډوله چورلکې ورکړې.

ښاغلی بریالی پنځه اصلونه مطرح کوي چې پر بنسټ یې د افغانستان هوایي ځواکونو اړتیا مشخص کېږي. دی وایي، لومړی باید د دښمن ګواښ تعریف شي، دویم د جګړې جغرافیا، درېیم د دښمن د راتلونکو احتمالي ګواښونو ارزونه، څلورم پر ټکنالوژۍ د خپل ځواک سمبالښټ او پنځم د خپلو ځواکونو کمیت او کیفیت.

ښاغلی بریالی زیاتوي، دا چې د دښمن ستراتېژي په یوه پېچلې او ناهمواره جغرافیا کې د جګړې له لارې د دولت ړنګول دي، د راتلونکو ګواښونو شننه هم مثبته نه ده، کومه ټکنالوژي چې د دولت په واک کې ده، پرمختللې تکنالوژي نه ده او د طالبانو پټ تاکتیک ته په کتو، د دولت د ځمکنو ځواکونو او مخالفینو توان یو ډول دی. پر همدې بنسټ، افغانستان له معمولې کچې یو څه پورته هوایي ځواک ته اړتیا لري.

ښاغلي بریالي په ۶۰ مه لسیزه کې د افغانستان دولت تجهیزات، د اوسنیو تجهیزاتو لپاره معیار ګرځوي. د نجیب الله په مشرۍ افغانستان چې کوم تجهیزات لرل، د هغه مهال په جګړو کې برلاسی وو.

دی وایي، د هغه وخت حکومت د خپل ژوند په وروستیو کلونو کې ۲۶۰ تر ۴۷۰ هليکوپټرې، باروړونکې او جنګي الوتکې لرلې. د ښاغلي بریالي په خبره، اوسمهال هم د افغانستان منځنۍ اړتیا هم همدومره ده.

د درېیو کارپوهانو په خبره، د افغانستان ځواکونو لومړیتوب په لاندې ډول دی:

باروړونکې الوتکې، ترڅو وکولی شي لرې پرتو سیمو کې امنیتي ځواکونه اکمال کړي او د پوځ ټپیان په چټکۍ سره ولېږدوي او هوایي ملاتړیزې الوتکې (توپلرونکي هلیکوپټرونه او پرمختللي جنګي جیټونه) ځکه چې د جګړې ماهیت ته په کتو د پوځ اړتیا دغو مختلفو الوتکو ته ده.

دا په داسې حال کې ده چې تېره اونۍ د امریکا استخباراتي ادارې پخواني رییس جنرال ډېوېډ پټریوس ویلي وو، که افغانستان قوي هوایي ځواکونه لرلی، نو مخالفینو به دومره لاسته راوړنې نه درلودای چې کندوز ښار په مقطه یی ډول ونیسي او یا هم په هلمند کې د ځېنو سیمو کنټرول په لاس کې واخلي.

ورته مطالب