د وينې معاينه د زړه احتمالي ناروغۍ معلومولى شي!

د انځور حقوق
Image caption دې څيړنې سره هغه پټ علتونه چې شونې ده راتلونکې کې د زړه د ناروغۍ سبب شي معلومېدى شي.

د وينې يو نوې ازموينه (ټيسټ) د زړه د مورثي ناروغيو معلومولو کې مرسته کوى شي.

د برېتانيا د زړه فاونډيشن يوې څيړنې کې دا خبره مخې ته راغلې ده.

دې څيړنې کې د وينې د ځانگړو گروپونو جينونه څيړل شوې او دا نتيجه يې ترلاسه کړې ده چې دې ډول ازموينې سره ډېرى داسې پټ علتونه چې شونې ده راتلونکې کې د زړه د ناروغۍ سبب شي معلومېدى شي.

دا څيړنه هغه مهال پيل شوه چې د برېتانيا د يو وتلي ژورنالست، ډيوډ فراسټ، زوى په ناڅاپي توگه مړ شو، دهغۀ په اړه فکر کېږي چې خپل پلار څخه يوې موروثي ناروغۍ نه مړ شوى دى.

د هغه کورنۍ غواړي په برېتانيا کې په جينونو داسې ازموينو لپاره يو نيم ميلون پونډه راغونډ کړي.

ددې ژورنالست او وياند مشر زوى چې ٣١ کالن و تېر کال د ورزش پر مهال مړ شوى و.

د انځور حقوق PA
Image caption دا څيړنه هغه مهال پيل شوه چې د برېتانيا د يو وتلي ژورنالست، ډيوډ فراسټ، زوى په ناڅاپي توگه مړ شو، دهغۀ په اړه فکر کېږي چې خپل پلار څخه يوې موروثي ناروغۍ نه مړ شوى دى.

ددې نه وړانې چې د جينونو په برخې کې کومې ازموينې شوې دي هغه محدودې وې، او په ځانگړو علتونو راغونډ وې، چې له امله يې نه يواځې تشخيص ډير وخت اخېستلو، بلکې لگښت هم پرې ډير راتللو.خو اوس برېتانوي څيړونکي وايي دا نوې ازموينه چې ١٧٤ جينه په کې څېړل کېږي چټک او ډير باوري دي.له وړاندې د برېتانيا ځينو روغتونونو کې دا ازموينې پيل شوي چې نتيجه يې ډيره گټوره بلل شوې ده.

د زړه د ناروغيو برېتانوى متخصص ډاکټر جيمز ويير وايي " کله چې د يوې کورنۍ د يوۀ غړي وينه معاينه شي، او هغه جين يې معلوم شي چې د زړه د ناروغۍ سبب کېدى شي، بيا دا د کورنېو نورو غړو ته هم گټور وي، ځکه چې دې سره ډاکټرانو ته اسانيږي چې وگوري ايا د کورنۍ نور غړي هم ورته جين لري که نه، يعنې يواځې د هغه جين لټه کوي چې د زړه د ناروغۍ سبب کېږي، بيا نورې معاينې نه کوي چې دا نه يواځې لگښت راکموي، بلکې د وخت د ضايع کېدو مخنيوى هم کوي".