يوې مېرمنې په لاسي بکس کې نجلۍ فرانسې ته قاچاق کړې

د انځور حقوق Getty

د فرانسې هوايي کرښه (ايرفرانس) وايي يوې مېرمنې يوه وړه نجلۍ چې په خپل لاسي بکس کې يې پټه کړې وه له استانبول څخه فرانسې ته ځان سره وړې ده.

د هوايي کرښې چارواکي وايي دا کوچنۍ چې له ټکټ پرته يې سفر کولو، لومړى د سه شنبې په شپه الوتکې کې چې د سفر په حال وه وليدل شوه.

د هوايي ډگر يوې سرچينې د فرانسې خبري اژانس ته ويلي دي نوموړې فرانسې کې د اوسېدو اجازه لري او له وړاندې نه يې هيټي څخه په زوي ولۍ يا لورولۍ د يوه کوچني د خپلولو قانوني پروسه پيل کړې وه.

دې سرچينې اى ايف پي خبري اژانس ته دا هم ويلي دي چې دا مېرمن د استانبول هوايي ډگر کې لومړى له دې امله چې ددې نجلۍ ټکټ يې نه درلود منعه کړى شوې وه. نوموړې وروسته بل ټکټ ځان لپاره واخيستلو او نجلۍ يې په خپل لاسي بکس کې چې د ټوټې نه جوړ و پټه کړه.

کله چې هغې الوتکې ته لاره پيدا کړه، د يوې کمبلې لاندې يې خپلو پښو کې نجلۍ پټه کړه، خو کله چې تشناب ته د نجلۍ اړتيا پيدا شوه د الوتکې نورو سپرليو وليده.

خو د الوتکې يوې بلې سپرلۍ د فرانسې يوبل خبري اژانس ته ويلي دي " هغه وخت دې نجلۍ ته پام شو چې ميرمنې خپل لاسي بکس پرانستلو او نزدې ناستو مسافرو وليدل چې بکس کې يو څه ښوځيږي".

تردې دمه معلومه نه ده چې په دقيق ډول دا نجلۍ څو کالنه ده. يوې سرچينې ويلي هغه څلور کالنه ده اوبلې سرچينې ويلي چې هغه به يو يا دوه کالنه وي.

دا مېرمن او نجلۍ د فرانسې په چارلز ډي گول هوايي ډگر کې ايسار کړى شوي او چارواکو په دې اړه پلټنې پيل کړې دي.