" مورنۍ ژبې لپاره دلته خلکو ژوند له لاسه ورکړى"

Image caption نجيبه ليمه له اتو کالو راهيسې د بي بي سي اکادمي کې په نړيواله کچه د خبريالانو د روزنې چارې پرمخ وړي

له دوبۍ نه د بنگله دېش د پلازمېنې ډاکې په لور روانه وم، د الوتکې نژدې ټولې سپرلىۍ بنگاليان وو. الوتکه ښه ډکه وه، اړخ ته مي دووکورنيو د چوکي پر سر لانجه پيل کړه. روغې ته ونه رسېدل او د الوتکي له مېلمه پالې يې مرسته و غوښته. مېلمه پالې په انگليسي ژبه او په موسکا هغوى ته لارښوونه وکړه، خو کله چي څو شېبې وروسته د دوو نورو مساپروهم د چوکۍ پر سر لانجه پيل شوه، نو هم دغه مېلمه پالې په خپلې بنگالۍ ژبې په تنده لهجه خبرې وکړې او هغه مساپر چې هرو مرو يې کړکۍ ته نژدې چوکۍ غوښته د هغو پر ټاکل شوو ځايونو سم دستي کښېنولو.

الوتکه پورته شوه، اړخ ته مي دوو خپه ډلو تندي تريو نيولي وو. د ډودى پر مهال ددوى نه يوه اوبه وغوښتلې، اوبه وځنډېدې، خو مرور گاونډي يې خپل پتنوس نه اوبه ور وړاندې کړې. د مخ په ودې هيواد، د نظم نشتوالې او څنگ ته ېې د خلکو انساني اړيکي په دغه يوه ساعت کي په جوت ډول وځلېدل.

زه بنگلدېش ته تلم چې د بي بي سي د اکاډمۍ له پاره مواد راټول کړم. موږ سږ کال د پنځو نورو ژبو له پاره د اکاډمۍ وېبپاڼې پيلوو. نورې څلور ژبې يې، هسپانوي، سوماليايي، قرغزي، اواوکرايني دي.

Image caption په بنگله دېش کې راته خلکو ويل" محمد نبي د کرېکټ ډير تکړه لوبغاړى دى، ستاسو د کرېکت ډلې خو توپان کړى".

د بنگله دېش پلازمېنې ډاکې ته رسېدلو سره له يوه نوي چلند سره مخ شوم. زه به لمړۍ افغانه نه يم چې د بهرنيانو له داسې جملو سره تل مخ کېږو:

"د خواشينۍ ځاى دى چې په هېواد کې مو دومره اوږده جگړه روانه ده".

او يا دا چې: "ستاسو له کورنۍ نه څوک وژل شوى"؟

خو داځل مې نورې نوې خبرې واوريدلې، موټر چلونکي په ماته گوډه اردو ژبه راته ووېل:

" محمد نبي د کرېکټ ډير تکړه لوبغاړى دى، ستاسو د کرېکت ډلې خو توپان کړى. محمد نبي څه موده هم دلته په بنگله دېش کى اوسېدئ، تاسو خبر ياست"؟

د وياړ يو عجيب احساس مې وکړ. د هېواد پېژندگلوي مې له جگړې سره نۀ، بلکه د برياليتوبونو په تله کي ځنگېدله.

د ٧ ورځو له پاره ډاکې ته ورغلې وم، چې د اکاډمي د ويبپاڼې له پاره هغه توکي راټول کړم چې موږ يې له نوورو خبريالانو سره په شريکولو وياړو. موخه مې داوه چې د ژبې او ژورناليزم اوچت معيارونه چي د تجربه لرونکو خبريالانو ورځنى کار دى را غوڼد کړم.

د بي بي سي د بنگالي څانگې د همکارانو اخلاص هکه پکه کړم، يو بل يې مخ ته کول او د يو بل په چارو کې يې په پراخ تندى مرسته کوله.

دڅو فلمونو او ويډيويي مرکو تر څنگ مې غوښتل چې د دوى د کلتور او ژوند انځورونه هم واخلم اود دوى ويبپاڼه پرې ښکلې کړم. په لندن کې مې لا پوښتنه کړې وه چې د بنگله دېش له نوم سره څه تړلې دي. يوې همکارې، منوشى بورا، راته په خندا وويل: "د ټوکرانو په بازار کې دجامه دانۍ عکسونه واخله".

د جامه دانۍ په اورېدلو سره مې فکر يوې پخوانۍ پښتو سندرې ته ولاړ:" جامه دانۍ لمنې اوړه به دې وړمه، را وابه دې ړومه جامه دانې".

Image caption د ډاکې د ټوکرو په کارخانې کې هره ورځ يو نفر ١٢ ساعته کار کوي.

له هغې نه مې پوښتنه وکړه چې دا ټکى دوى ته له کومه ورغلى". دا نوم د مغولو له وخته هم دا ستاسو له لور نه راغلى، جامه دانۍ داسې نازک ټوکر دى چې په لاس اوبدل کيږي د څو مترو جوړول کله ناکله اونۍغواړي..."

بل ټکي چې زما پام يې ځان ته واړوه "آپه" و چي مانا يې خور ده. د د فتر له همکارانو نه نېولې بيا په سړک کي خلکو مېرمنو ته د خور دغه ټکى کاروي.

د ټلويزيوني ريپورټ د جوړولو روزنيزه ويډيو مو د جامه دانۍ په يوه کارخانه کې جوړه کړه. له ډاکې نه يو ساعت سويل لور ته ولاړو.

کارخانه يوه تياره کوټه وه چې اته کسه په کښې ناست وو. مېز مې و نه ليد، خلک پر هواره ځمکه ناست وو او د لرگيو د ماشين د پايو له پاره يې ځمکه کيندلې وه. د کارخانې د خاوند ځاى په سېمنټو پوخ شوى و او د نورو هسې تورې خاورې وې.

له يوه نه مې پوښتنه وکړه چې څومره گټې؟ ويل يې په اونۍ کې شپږ ورځې او هره ورځ ١٢ ساعته کار کوي. په مياشت کې نژدې ٢٠٠ ډالره گټي. دجيول په نوم کمره چلونکي ورو راته وويل، دلته ښوونکي دومره نه گټي.

د اکاډمۍ يوه بله اصلي برخه د خبريالانو له پاره د مورنۍ ژبې په اړه لارښوونې دي، له گرامر نه نېولې تر ژباړې او املا پورې. کله چې مې اته کاله وړاندې د اکاډمۍ د لمړۍ ويبپاڼې کار پېل کړ چي په عربي ژبه وه نوتر هر چا وړاندې خو د بي بي سي د عربي څانگې د ځينو کارکوونکو له داسې پوښتنې سره مخامخ شوم: " دا ته ولې زموږ روزنې ته په عربي ژبه سايټ جوړوې؟ موږ خو ټول په انگليسې پوهيږو." او کله چې به مې ورته ووېل "په انگليسي خو پوهېږئ خو خبرونه خو په عربي واياست، دبې پرې ژبې، سم تلفظ او سمې ليکنې له پاره لارښوونې نه غواړئ"؟ نو هله به يې ايله ومنله او "شکرا شکرا" به يې پېل کړل. خو له بنگالي څانگې سره د کار د لمړۍ ورځې نه ما دا اړتيا و نه موندله چې دوى په بنگالي ژبه روزنيزې ويبپاڼې ته راضي کړم. په بنگله دېش کي يې په وجه پوه شوم. له بېلو عادي وگړو نه مې په تکرار هم دا يوه کيسه واوريدله:

"پر مورنۍ ژبه دلته خلکو ژوند له لاسه ورکړى، له پاکستان نه د جلا کېدلو پر وخت موږ هم له هنده بېل شوي و او نوم مو ختيځ پاکستان و، خو اسلام آباد زموږ ژبه په رسميت نه پېژندله او اردو يې را باندي زده کوله . د ١٩٥٢ کال د فبرورۍ پر ٢١ مه د ډاکې د طب ښوونځي زدکونکو د بنگالۍ ژبې د رسمي کېدلو له پاره مظاهره وکړه او د پوليسو په مرميو ووژل شول. هم دغه مبارزه وه چي موږ په ١٩٧١ کال کې له پاکستان نه خپلواکى واخيستله".

د فبرورۍ ٢١ مه نېټه د يونېسکو له خوا د مورنۍ ژبې د نړيوالې ورځې په توگه لمانځل کېږى.

Image caption د بنگله دېش د پلازمېنې ډاکې په زړه کې د مورنۍ ژبې د مبارزې سمبول مور د شهيد زوى مړې په غېږ کې نېولى. د مجسمې شاوخوا ليکل شوي: "مورنۍ ژبه".

د بنگله دېش د پلازمېنې ډاکې په زړه کې د مورنۍ ژبې د مبارزې سمبول ليدلو ته له نژدې ورغلم. مور د شهيد زوى مړې په غېږ کې نېولى. د مجسمې شاوخوا ليکل شوي: "مورنۍ ژبه".

د اکاډيمي بل فلم مي د بې پرې ژورناليزم په اړه و. يوې تجربه لرونکې خبريالې چي نه يې غوښتل نوم يې ياد کړم د بي بي سي نه دباندې راته ووېل: "دلته بې پرې خبرېالي گران کار دى، ژورنالېستان دې ته اړ دي چې د حکومتي او يا هم شخصى ادارو کړنلارې پر مخ يوسي.

د بي بي سي د بنگالۍ څانگه ځان په دې ډگر کې مخکښه بولي، خو لا هم له ننگونو سره مخ ده. د روزنيز فلم له پاره مو د برېښنا د بند د لانجمن کار موضوع وټاکله او گام په گام مو و ښودله چې ددغسې يوې حساسې موضوع له پاره بايد څه ډول له ټولو اړخونو سره ژورې خبرې وشي.

Image caption د بنگالۍ ژبې اونيز ټلويزيوني خپرونې ويانده، راما، مو د فلم وړاندې کوونکې وه.

"خبريال څرنگه ځان له خطر نه ژغورلى شى"؟ د يوې بلې مرکې موضوع وه. دلته تجربه لرونکو خبريالانو په خپلو لارښوونو کې د خلکو د گڼې گوڼې د خطر په اړه يادونې وکړې او وې ويل چې د ريپورټ پر وخت خلک له ډيرې مهربانۍ او مينې نه خبريال تر پښو لاندې کولاي شي، يوازې په پلازمېنه کې ١٥ ميليونه خلک اوسيږي.

د ډاکې د ښار په ډېرو برخو کې مې د سړک سره نيژدې د ټوکرانو او کاغذونو نه د خلکو جوړې شوې کوډلې وليدلې. يوۀ همکار را ته ويل چي د دوى ډېره برخه هغه خلک دي چې د سيلابونو له امله بې کوره شوي او ډاکې ته راغلي دي. دوى ډوډۍ لري، نارينه يې د بايسکل ريکشا چلوي، خو کورونه نه لري.

Image caption د ريکشا يوځل کرايه تقريبا نيم ډالر وه.

له همدغه وينا سره مې سترگې پر يوې مېرمنې ولگېدې چې د سړک سره نژدې ناسته وه او پر اور يې د سپين کړي چرگ پاتې وړې بڼکې لرې کولې.

زما د سفر په وروستۍ ورځ د بنگله دېش جماعت اسلامى گوند عمومي کاربنديز اعلان کړى و. دا ځکه چي د دوى يو مخور مشر په ١٩٧١ کال کې له پاکستان نه د جلا کېدلو د جگړې پر مهال پاکستان سره د همکارۍ او د خپلو خلکو د وژلوپه تور په اعدام محکوم شوى و. اندېښنه را پيدا شوه چې هوايې ډگر ته به څرنگه رسېږم، په عادى حالت کې د ډاکې ټرافيک د زغم وړ نه و. خو همکارانو ډاډ راکړ، دوى ويل، څو کاله وړاندې د جماعت اسلامي د کاربنديز گواښونه کار کوي، خو اوس خلک دومره پاملرنه نه ورته کوي.

په ريشتيا لاره دومره نه وه بنده. هوايي ډگر ته ورسېدم او همکارې نفيسې اختر مې د خداى په امانۍ په وخت کې را ته ووېل: " نجيبې آپه ما نه ويل چې پر وخت به رسيږو."! ما ورته ځواب کې وويلمننه چې راودې رسولم او لا نوره مننه چې د آپه ټکى دې راته وکارولو، په خندا يې وويل: "تا ته خو نو ماډام نه شم وېلاي ځکه هر سهار دې د "هېلو" پر ځاى سم سلام را اچولو".

ښکل مې کړه او ترې بېله شوم.