په انګلستان کې لومړني مسلمانان

برتانوى لیکوال جېري بروټن لیکي چې د ١٦مې پېړۍ د ملکې الیزابېت د وخت انګلستان د ځان په اړه د ملت په پوهې کې تل یو ځانګړی ځای درلوده. خو ډېر خلک نه دي خبر چې دا لومړی ځل و چې مسلمانانو په انګلستان کې په ښکاره ژوند کولو، کار کولو او د خپلو دیني چارو په ترسره کولو پېل کړی و.

د لیرې ځایونو لکه شمالي افریقا، منځني ختیځ او منځینۍ آسیا، د بېلابېلو طبقو څخه مسلمانان په ١٦مې پېړۍ کې لندن ته راغلل او د ډېپلوماتانو، سوداګرو، ژباړونکو، موسیقۍ غږونکو، اوخدمتګارانو په توگه ېې هلته کار کاوه.

د انځور حقوق Alamy
Image caption د منځنیو پېړیو انګریزانو اسلام ته د تېرو خونړیو صلیبي جګړو له نظره کتل.

په انګلستان کې د مسلمانانو د شته والي سبب دا و چې ملکه الیزابېت د اروپا له کاتولیکې کلیسا څخه جلا شوې وه.

په ۱۵۷۰ کال کې دکاتولیکانو پنځم پاپ ملکه الیزابېت د کاتولیکانو له ډلې وشړله او اړیکي ېې ورسره وشلولې، چې له دې امله ملکې ته دا لاره پرانیستل شوه چې د پاپ د هغو فتواګانو له حدود نه بهر کارونه وکړای شي چې مسلمانانو سره ېې د عیسویانو تجارت منع کړی و.

ملکې الیزابېت له بېلابېلو اسلامي دولتونو، لکه د مراکش سعدي کورنۍ، د عثماني ترکانو امپراتورۍ او د شیعه ګانو د پارس امپراتورۍ سره تجارتي او سیاسي اتحادونه جوړکړل. الیزابېت د کاتولیکو عیسویانو له نظریاتي تشې څخه ګټه واخیسته او خپل ډېپلوماتان او سوداګر يې اسلامي نړۍ ته واستول، او مسلمانانو هم لندن ته په راتلو پېل وکړ، چې په راز راز نومونو لکه "موران"، "هندیان"، "نګرو" او "ترکانو" یاد شوي دي. د الیزابېت له واکمنۍ وړاندې، انګلستان- نورې عیسوي نړۍ په شان- د مسلمانانو په اړه غلط او تحریف شوي معلومات درلودل، چې ډېری ېې د خونړیو صلیبي جګړو د تېرو تجربو له امله وو.

هېڅ یو عیسوي حتی د "اسلام" یا "مسلمان" توري نه پېژندل، چې یواځې په ۱۷مه پېړۍ کې انګلیسي ژبې کې شامل شول.

عیسویانو دا نشوای منلای چې اسلام یوه منظمه مذهبي عقیده ده. د هغوى له نظره اسلام ،کفر یا د عیسویت یوه بدله شوې کفري بڼه ګڼل کېده. ډېرو، مسلمانو عالمانو د عیسویانو سیمو یا "دارلحرب" ته د مسلمانانو سفر ښه نه ګڼه، او هغه ېې "د اسلام د کور" دایمي رقیب باله.

خو د الیزابیت په واکمنېدو سره دا وضعه بدله شوه. په ۱۵۶۲کې د الیزابېت سوداګر د پارس پاچا تهماسپ دربار ته ورسېدل او هلته يې د سني او شیعه عقېدو د توپير په اړه معلومات ترلاسه کړل، او لندن ته په راستنېدو سره ېې ملکې ته يوه ځوانه تاتاره مسلمانه کنیزه نجلۍ چې اورا سلطانه نومېده د"تحفې "په توګه راوړه.

اورا سلطانه د ملکې الیزابیت "ګرانه او محبوبه" خدمتګاره شوه چې د اسپانیا د غرناطې له ورېښمو نه جوړشوي جامې به يې اغوستلې او الیزابېت ېې د اسپانوي چرمي بوټونو یا چرمي پڼو پښو کولو فېشن سره آشنا کړه.

د انځور حقوق Alamy
Image caption په دې انځور کې د پاچا تهماسپ دربار ښودل کېږي چې د مغلو امپراتور يې میلمه دی

له اسلامي نړۍ څخه په سلګونو نور کسان هم راغلل، کومې خاطرې ېې نه دي پاتې شوې، خو د الیزابېت د وخت د ژوند په اړه ځينې معلومات تراوسه پورې د لندن د پاریش کلیساګانو په اسنادو کې موندل کېدای شي. په ۱۵۸۶کې فرانسیس ډریک له کولمبیا نه انګلستان ته راستون شو، سل تنه ترکان ورسره وو چې اسپانویانو په مدیترانې کې نیولي وو او په امریکا کې يې د مریانو په توګه ورڅخه کار اخیسته.

یو له دغو ترکانو څخه چې "چینانو" نومېده لومړنی پېژندل شوی مسلمان و چې د انګریزي پروټسټانټانو دین ته را اوښتی و.

د هغه د عیسوي نوم ايښودلو مراسم د ټاور اف لندن په سینټ کېټرین کلیسا کې ترسره شول، او د "ویلیام هاکینز" نوم ورباندې کېښودل شو، او وې ویل چې "که په انګلستان کې خداې نه وي، نو په هېڅ ځاې کې به نه وي".

ښايي هغه به ريښتیا په همدې باور و او له خپل نوي انګلیکان عیسوي هویت سره به خوښ و، یا دا چې پوهېده چې خپلو نویو انګریزي بادارانو ته څه ووايي. حقیقت چې هرڅه وي، وي به، خو هغه ژر د نورو ترکانو په شان د لندن له ګڼې ګوڼې ډک ژوند کې ورک شو، او خپله رښتيانۍ مذهبي عقیده ېې له ځانه سره یوړله.

دا به هېڅکله معلومه نشي چې له اسلام نه عیسویت ته د چینانو اوښتل به څومره د زړه له کومي و، خو هغه یواځې نه و، واضح ده چې د هغه په شان نورو به هم هڅه کوله چې له تنوع نه ډک ښاري شغلونو کې ځانته یو ښه ژوند جوړ کړي.

په دې شغلونو او کسبونو کې اوبدل،خیاطي، د بیرو جوړول، او آهنګري او مسګري شامله وه. د کلیساګانو د راجسټر ځینې نور کتابونه ښيي چې مسلمانې ښځې په کلیسا کې عیسوي دین ته اوښتې او داسې نومونه لکه ماري ایلیس ورباندې ایښودل شوي، دا د یو مراکشي ټوکر جوړونکي لور وه چې ۱۳ کاله يې په لندن کې د خیاطۍ کار کاوه او "اوس ېې پر عیسی(ع) باندې باور پېداکړی او غوښتل يې چې عیسوۍ شي."

د انځور حقوق Alamy
Image caption د الیزابېت د وخت لندن- په کافي کچه په کې ګڼه ګوڼه وه چې بهرنیان په کې ورکېدای شول

ماري ایلیس په ۱۵۹۷کې د لندن د وایټ چاپل سیمې کلیسا کې عیسوي شوه او ګومان کېږي چې هلته به ېې خپل پاتې ژوند تېر کړی وي. د نورو د عقیدې په اړه معلومات نشته، لکه یو بې نومه مراکشي چې په همدې کال کې ومړ او "د خلکو له ګډون او مراسمو پرته" خاورو ته وسپارل شو، "ځکه چې د کلیسا چارواکي" نه پوهېدل چې هغه عیسوي و که نه".

خو له یو دین نه بل دین ته اوښتل یو اړخیزه هم نه و. د الیزابېت د وخت په سلګونو نارینه او ښځې چې د شتمنۍ د موندلو په لټه د مسلمانانو سیمو ته تللي وو، زیات شمېر يې د اسلام دین ته اوښتي وو، ځینې په"زوره" دې کار ته اړشوي وو، خو ځینې نور په خپله خوښه مسلمان شوي وو.

په هغو کې یو د نورفولک د سیمې یو سوداګر سامسن رولي نومېده،چې په ۱۵۷۷کې د الجزایر په ساحل کې سمندري غلو نیولی وو، بندي شوی او خسي کړل شوی وو او اسلام ته اوښتی وو.

او د عثماني والي یو اعتمادي سلاکار و. هغه هېڅکله انګلستان او عیسویت ته بېرته ستون نشو. سامسن د حسن آغا نوم غوره کړی و چې وروسته یو مشر خواجه او د الجزایر خزانه دار شو

د عثماني، پارسي او مراکشي امپراتوریو سره د الیزابېت ملګرتیا ممتازه مسلمانان هم لندن ته راوستل. تاریخي سندونه ښيي چې په ۱۵۸۰ کلونو کې ترکي ډپلوماتان لندن ته استول شوي وو، خو د هغوی په اړه نور معلومات نه دي پاتې شوي.

د دې لسیزې له وروستیو کلونو څخه د مراکشي سفارتونو ځیني جزییات شته دی. په ۱۵۸۹کې د مراکش سفیر احمد بالقاسم له یوې ډلې سوداګرو سره لندن ته راغلی و، او د "ګډ دښمن، د اسپانیا پاچا" پر ضد يې د انګلستان او مراکش د یو ګډ پوځي نوښت وړاندیز کړى و.

که څه هم د اسپانیا ضد وړاندیز يې کومه نتیجه ورنګړه، خو د دې کال په وروستیو کې د مراکش سفیر په یوې انګریزي بېړۍ کې سفر وکړ چې د مراکش د واکدار، احمد المنصور، په مرسته ېې پرلیزبن باندې برید وکړ.

څه باندې لس کاله وروسته، یو بل مراکشی سفیر، محمد ال انوري لندن ته راورسېده، چې یو زیات شمېر سوداګر، ژباړونکي، دیني عالمان او نوکران ورسره وو. هغوې شپږ میاشتې د لندن د سترینډ د سیمې په یو کور کې پاتې شول او لندنیانو به ورته کتل چې هغوی څرنګه خپل دیني مراسم ترسره کول.

د انځور حقوق University of Birmingham
Image caption محمد ال انوري، انګلستان لپاره د مراکش سفیر، ۱۶۰۰ کال

یو رپوټ وايی چې هغوې به "د خپلې غوښې لپاره د کور دننه پسونه او چرګان حلالول" او "د حیوانانو د وژلو په وخت کې به يې خپل مخونه ختیځ لوري ته اړول، د تسبیح له دانو څخه به يې کار اخیسته، او سپېڅلو مړو ته بې دوعا کوله."

ال انوري خپل یو انځور رسم کړ، دوه ځلي يې ملکې الیزابېت او د هغې مشاورینو سره وکتل او ان پر اسپانیا او د هغې پر امریکايي مستعمرو باندې يې د پروټسټانتانو او مسلمانانو د یو ګډ برید وړاندیز وکړ. خو داسې ښکاري چې ملکه الیزابېت وېرېده چې عثمانیان خوابدي نه کړي چې هغه وخت د المنصور رقیبان وو او له دې امله دا پلان ناکام شو.

د ملکې الیزابېت په مړینې سره دا ملګرتیا ناڅاپه پای ته ورسېده او د هغې ځای ناستي لومړي جېمز پریکړه وکړه چې له کاتولیکې اسپانیا سره سوله وکړي.

خو د ال انوري او احمد بالقاسم په شان مسلمانانو او نورو عادي افرادو لکه چینانو او ماري ایلیس شته والی د الیزابېت د وخت د تاریخ د یوې مهمې خو له پامه غورځېدلې برخې په توګه پاتې ده.

دا تاریخ ښيي چې مسلمانان د اوږدې مودې لپاره، چې ډېر خلک يې ښايي فکر ونه کړي، د بریتانیا او د هغې د تاریخ یوه برخه وه.

جېري بروټن د هغه کتاب لیکونکی دی چې "دا ختیځه ټاپو: د الیزابېت د وخت انګلستان او اسلامي نړۍ" نومېږي.