هندوستان ټایمز: ډاکټر شکیل افریدی به خوشی شي؟

شکیل افریدي د انځور حقوق AFP
Image caption شکیل افریدي په ۲۰۱۲ کال کې په دې جرم چې په دروغو یې د واکسین کولو کمپاین پیل کړی و په ۳۳ کالو بند محکوم شو.

هندوستان ټایمز

د 'هندوستان ټایمز' ورځپاڼه په یوه مطلب کې د امریکا ولسمشرۍ ته د جمهوریت غوښتونکو د مخکښ کاندید ډونالډ ټرمپ له خولې ویلي چې که دی په ټاکنو کې بریالی شي نو پاکستانی ډاکټر شکیل افریدي چې ویل کېږي د اسامه بن لادن په موندلو کې یې مرسته کړې وه له بنده خوشي کړي.

ښاغلي ټرمپ ویلي دا چې موږ له پاکستان سره ډېره مالي مرسته کوو له همدې مرستې نه به پر پاکستان د فشار اچولو د یوې وسیلې په توګه کار اخلو او پاکستاني چارواکو ته به وایو چې شکیل افریدي خوشي کړي او هغوی به دا کار وکړي.

شکیل افریدي په ۲۰۱۲ کال کې په دې جرم چې په دروغو یې د واکسین کولو کمپاین پیل کړی و په ۳۳ کالو بند محکوم شو.

داسې ګومان کېږي چې د سي آی اې له خوا دغه کمپاین مرسته وکړه چې د پاکستان په ایبټ آباد کې د اسامه بن لادن ځای معلوم کړای شي.

خو په ۲۰۱۳ کال کې د ښاغلي افریدي دغه محکومېدل لغوه کړای شو او اوس د یوې تازه محاکمې انتظار باسي.

هندوستان ټایمز لیکي چې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو په اړه ښاغلي ټرمپ د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي چې لس زره امریکايي ځواکونه به په افغانستان کې وساتي څو په دې توګه د پاکستان پر اټومې وسلو نظر وساتي. هغه ویلي موږ اړ یو چې په افغانستان کې پاتې شو ځکه چې بله چاره هم نه لرو.

ډان

د انځور حقوق AFP
Image caption تېره مياشت د امريکاد مشرانو جرگې پر پاکستان د ایف شپاړس الوتکو پلورل تاييد کړي و.

د امریکا کانګرس د ایف شپاړس الوتکو د اخیستلو لپاره د بودیجې مخه نیولې ده.

دا په پاکستان کې د چاپیدونکې 'ډان' ورځپاڼې د یوه مطلب سرلیک دی او لیکي د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکي د نوم نه ښودولو په شرط د بي بي سي اردو څانګې ته ویلي چې د ولسمشر بارک اوباما اداره اوس هم غواړي چې پر پاکستان ایف شپاړس جنګي الوتکې وپلوري خو د دې معاملې لپاره به پاکستان ته پیسې ورنکړي.

دغه چارواکي ویلي چې حکومت دغه ګام د بهرنیو اړیکو په برخه کې د سنا د یوې کمیټې د مشر باب کورکر په لارښونه پورته کړی او یوازې د امریکا سنا کولای شي چې پاکستان ته پیسې ورکړي یا نه.

ورځپاڼه لیکي چې مخکې موافقه شوې وه چې د اتو ایف شپاړس جټ الوتکو لپاره به ۲۷۰ میلیونه ډالر پاکستان ګالي او ۴۳۰ ملیونه به امریکا ورکوي خو که اوس امریکا پاکستان ته پیسې ورنه کړي نو پاکستان به اړ وي چې د اتو ایف شپاړس جټ الوتکو ۷۰۰ ملیونه ډالر بیه په یوازې پرې کړي.

ګارډین

د انځور حقوق AFP
Image caption ورځپاڼه لیکي چې له څه مودې آرامۍ وروسته د جمعې په ورځ په حلب کې د یاغیانو تر کنترول لاندې سیمو باندې هوايي بریدونه او د دولتي ځواکونو تر کنترول لاندې سیمو باندې ډزې بیا پیل شوې.

په بریتانیا کې چاپیدونکې د 'ګارډین' ورځپاڼه په یوه مطلب کې لیکي په داسې حال کې چې د سوریې پر حلب ښار هوايي بریدونه دوام لري نا دولتي موسسې د وژنو د پای ته رسولو غوښتنه کوي.

ورځپاڼه لیکي چې له څه مودې آرامۍ وروسته د جمعې په ورځ په حلب کې د یاغیانو تر کنترول لاندې سیمو باندې هوايي بریدونه او د دولتي ځواکونو تر کنترول لاندې سیمو باندې ډزې بیا پیل شوې.

د ګارډین د لیکنې له مخې په داسې حال کې چې امریکا او روسیه هڅه کوي چې له یوې اونۍ تاوتریخوالي وروسته د اوربند ماتیدو مخه ونیسي نا دولتي موسسو له ولسمشر بارک اوباما او ولادیمیر پوتین نه غوښتنه کړې چې د حلب ښار په شاخوا کې د وژنو مخه ونیسي.

ورته مطالب