ایبټ اباد کې د اسامه بن لادن نړول شوی کور

Image caption اسامه بن لادن نن نه پنځه کاله وړاندې په همدې ورځ ايبټ اباد کې وژل شوى و.

اسامه بن لادن د پاکستان په ایبټ اباد ښار کې له ننه پنځه کاله وړاندې (د مې دويمه) د امریکايي ځواکونو لخوا په ځانګړو عملياتو کې ووژل شو.

پاکستان دده له وژل کېدو ١٠ مياشتې وروسته هغه کور چې اسامه پکې اوسېده، ړنګ کړ.

Image caption په ايبټ اباد کې د بن لادن د کور له نړول کېدو وروسته اوس هم د سېمټو لويې ټوټې هلته پاتې دي.

دا کور د ایبټ اباد په بلال ټاون کې دی، چې اوس يې یوازې د ړنګو شویو دېوالونو هغه لويې لويې سيمټي ټوټې لاهم هلته پرتې دي، چې دا کور پرې جوړ شوی و.

د اسامه بن لادن یاد کور چې په بلال ټاون کې د وزیرستان حوېلۍ په نامه مشهور و، خو اوس هغه هغه ځاى چې يو وخت په کې دا کور و د ځايي خلکو لخوا د اسامه د کور په نوم یادېږي.حال دا چې د کور يواځې يو څو سيمټي ټوټې هلته پاتې دي.

Image caption د ٢٠١١ کال د مې په دويمه له عملياتو ١٠ مياشتې وروسته پاکستان د بن لادن کور ونړولو.

ددې پېښې تېرېدو پنځه کاله وروسته هم پاکستان نړۍ ته ددې پوښتنو ځوابونه لاهم ورکړي نه دي، چې څه ډول د القاعده شبکې بنسټګر اسامه بن لادن چې د نړۍ زبرځواکي يې په لټه کې وو، څنګه د پاکستاني پوځ يو چاوڼۍ سره نزدې اوسېده؟

همداسې د اسامه په ګاونډ کې اوسېدونکي هم وايي، دوی لاهم باور نه کوي، چې اسامه دي دلته اوسېده؟.

Image caption د نړېدلې ودانۍ په ځمکه اوس هلکان کرېکټ کوي.