په يوځاى پنځو زېږېدلو کوچنيانو لپاره د لوى موټر لټون

د انځور حقوق

په استراليا کې هغې مېرمنې چې يو ځاى يې پنځه کوچنيان زېږولي دي ، د خپلو نویو زېږېدلو بچيانو عکسونه خپاره کړې دي.

د استراليا د پرت اوسېدونکې کېم توسي، چې ٢٦ کالنه ده يواځې دوه دقيقو کې يې څلور لوڼې يو زوى زېږولى.

پنځه واړه ماشومان د ٥٠ ډاکترانو او نرسانو يوې ډلې دپلان شوي عملياتو" قيصري عملياتو" په نتيجه کې نړۍ ته راغلل. د زېږون پر مهال د ټولو روغتیا ښه وه. نوموړې په طبيعي ډول ميندواره شوې وه.

په طبيعي توگه په پنځو کوچنيانو مېندواره کېدل په ٥٥ مېلونو مېندو کې يو ځل شونې ده.

دمېرمن توسي کيسې ته د هغې فېسبوک پاڼې له لارې د خلکو ډېر پام شو چې ددې کوچنيانو په اړه يې جوړه کړې ده.

په فېسبوک د عکسونو خپرولو پر مهال مېرمنې توسي ليکلي " په يوه بدن کې په يو وخت د شپږو زړونو درزا، زما د بدن لپاره يوه داسې درنه هڅه وه چې څرنگه پنځه کوچنيان په خوندي ډول نړۍ ته راشي"

هغه زياتوي " څه چې يې کړي ټول د هغوي لپاره وو". د اپريل په مياشتې کې مېرمن توسي يوه تلويزوني پروگرام ته ويلي و چې" د ميندوارۍ پر مهال مې حال داسې و چې نور بدن ځواب راکوي".

دې وويل په لومړي سر کې ورته ډاکټرانو وړانديز کړى و چې دې او کوچنيانو ته د جدي گواښ له امله به " يواځې دوه کوچنيان وژغوري ".

هغه وايي " هيچا هم دا فکر نه شو کولى چې زه په دې وتوانېږم، خو په ژوندون مې ټولو ته ثابته کړه".

مېرمن توسي له وړاندې يو نهه کالن زوى او دوه لوڼې هم لري چې يو يې څلور او بله يې دوه کالنه ده. د توسي کورنۍ د يوه داسې موټر اخيستلو لپاره پېسې راغونډوي چې په يو وخت د ټولې کورنۍ غړي يې په کې ځاى شي.