نیوز: د امریکا کانګرس پاکستان سره پوځي مرستو ته شرطونه ږدي

نیوز:

د انځور حقوق Getty

د پاکستان "نيوز" ورځپاڼه په خپله نننۍ گڼه کې ليکي، د امريکا د استازو جرگې غړي هڅه کوي د دفاعي تگلارې يوې لايحې پرمټ پاکستان ته پر پوځي مرستو محدوديتونه ولگوي. د ورځپاڼې په وينا د امريکا د کانگرس غړي د حقاني ډلې په ځپلو کې د اسلام آباد له پاتې راتلو ناهيلي شوي.

د "ملي دفاع اجازه" په نامه د ٦٠٢ميليارد ډالرو په ارزښت لايحه چې تېره چهارشنبه د امريکا استازو جرگې ومنله، پاکستان ته د ٤٥٠ ميليون ډالرو مرستې اجازه په دې شرط ورکوي چې د حقاني شبکې په وړاندې اقدام وکړي.

د لايحې پر بنسټ د مرستې له ورکړې وړاندې د امريکا د فاع وزارت "پنټاگون" بايد دا کره کړي چې پاکستان د حقاني ډلې په وړاندې عمليات کوي، دغې ډلې ته په شمالي وزيرستان کې د خوندي ځايونو اجازه نه ورکوي، او د افغانستان له حکومت سره همغږي کوي چې د ډيورند کرښې دواړو غاړو ته يې په وړاندې جگړه وشي.

په لايحه کې د پاکستان په تړاو دغه بدلونونه په يوه خوله ومنل شول.

هندوستان ټايمز:

د انځور حقوق irib

د ورځپاڼې سرليک وايي، "ايران ته د لومړي وزير مودي سفر پرمهال دريو ملتونو ترمنځ د چابهار بندر تړون لاسليکېږي"

ورځپاڼې زياته کړې چې د هند، افغانستان او ايران ترمنځ د چابهار د پراختيا تړون لاسليک کېدو سره به نوي ډيلي لپاره د منځنۍ آسيا بازارونو ته لاسرسى آسانه شي.

ورځپاڼه وايي دا هوکړه به د مې میاشتې په ٢٣ مه د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني، د هند لومړي وزير نرېندرا مودي او د ايران ولسمشر حسن روحاني په شتون کې لاسليک شي.

ورځپاڼه پسې غځوي چې د ايران سيستان- بلوچستان ولايت کې د دغه ترانزيتي دهليز په رامنځته کېدو سره به افغانستان هم وتوانېږي چې له هند سره خپلو سوداگرييزو چارو کې له پاکستانه په څنگ تېر شي.

د ورځپانې په وينا تېره مياشت په ډيلي کې د يوې غونډې په ترڅ کې د تړون متن د افغانستان، ايران او هند استازو له لوري وروستى شو. هندوستان ټايمز وايي، پاکستان دا بهير په پام او ځيرتيا څاري ځکه د چابهار فعالېدل کېداى شي د گوادر د بندر پر پراختيا اغېز وشیندي.

نيويارک ټايمز:

د نيويارک ټايمز د نننۍ گڼې يو سرليک وايي، "امريکا د اسلامي دولت نومې ډلې او القاعدې پر څانکو بنديزونه پراخ کړي دي."

د ورځپاڼې په خبره، امريکا پر توندلارو خپل لگولي بنديزونه په منځني ختيځ او شمالي افريقا کې هغو ډلو ته هم غځولي چې له داعش او القاعدې سره تړاو لري.

ورځپاڼه وایي، دا چاره په عراق، سوريه او افغانستان کې د توندلارو له دوديزو مرکزونو ورهاخواه د گواښ انگازه ده. په ليبيا، الجزاير نايجيريا او مصر کې د مېشتو ځينو توندلارو ډلو شتمني کنگله شوې او د مشرانو پر سفرونو يې بنديزونه په پام کې نيول شوي دي.