"د طالبانو پر مشر د امریکا هوايي برید د پاکستان له سرې کرښې اخوا و"

واشنګټن پوسټ

د انځور حقوق AFP

"د طالبانو پر مشر د امریکا هوايي برید د پاکستان له سرې کرښې اخوا و" تر عنوان لاندې د واشنګټن پوسټ ورځپاڼه لیکي؛ له کلونو راهیسې د افغانستان پوځي او سیاسي مشرانو د ولسمشر بارک اوباما له ادارې غوښتنه کوله چې د طالبانو هغو مشرانو پسې ورشي چې یوه ورځ د افغانستان او امریکا پوځیان وژني او په بله ورځ د پاکستان په سویل لویدیځ کې په رستورانونو کې ډوډۍ خوري.

ورځپاڼه زیاتوي، له کلونو راهیسې ولسمشر اوباما د دې غوښتنې پر وړاندې له پاکستان سره د خپلو پیچلو اړیکو سره سره دریده.واشنګټن پوسټ لیکي چې پنځه کاله مخکې سره له دې چې په پاکستان کې د امریکايي پوځیانو لخوا د اسامه بن لادن وژنې پاکستاني مشران هیښ کړل، پاکستاني مشرانو ګومان کاوه چې طالب مشران د امریکا له بې پیلوټه او جنګي الوتکو خوندي دي.

له پاکستان سره یوه موافقه شوې وه چې پاکستاني مشران یې سره کرښه یادوي او له مخې یې د پاکستان په قبایلي سیمو کې د بې پیلوټه الوتکو پر بریدونو محدویت لګول شوی و خو د تېرې شنبې په ورځ اوباما یو ځل بیا ماشه کېکاږله او امر یې وکړ چې د طالبانو مشر اختر محمد منصور په بلوچستان کې له قبایلي سیمې لیری ووژل شي.

ورځپاڼه لیکي چې اوس پاکستاني مشران خواشیني دي او وايي اندیښنه لري چې د امریکا متحده ایالات په افغانستان کې جګړه پاکستان ته نژدې راوړي.

ډان نیوز

د انځور حقوق AFP

له ملا منصور وروسته به د طالبانو مشري څوک کوي؟ دا په پاکستان کې د چاپیدونکې ډان ورځپاڼې د یوه مطلب سرلیک دی او لیکي د افغانستان او افغان طالبانو د چارو څارونکي وړاندیز کوي چې د طالبانو د پخواني مشر ملا محمد عمر زوی ملا یعقوب ښايي د طالبانو د نوي مشر په توګه غوره شي.

د پاکستان د استخباراتو یوه پخواني افسر محمود شاه ډان نیوز ته ویلي؛ دا به د طالبانو شورا ته ډېره ستونزمنه وي چې له ننګونو پرته نوی مشر وټاکي ځکه چې طالبان په خپلو کې په څو ډلو ویشل شوي.

ښاغلي شاه ورځپاڼې ته ویلي؛ ملا منصور، ملا عمر ته نژدی کس و او د هغه په غیاب کې یې تر دوو کالو پورې د دې تحریک مشري په پټه کوله او بله دا چې همدا د ملا منصور پلان او تجربه وه چې ان امریکا هم تر دوو کلونو نه پوهېده چې ملا محمد عمر مړ شوی دی.

ورځپاڼه لیکي؛ اوسمهال څلور کسان شته چې ښايي د طالبانو د نوي مشر په توګه غوره شي، د ملا منصور اعتباري سلاکار سراج الدین حقاني، د سیاسي چارو په برخه کې د ملا منصور سلاکار ملا هیبت الله، د ملا عمر ورور ملا عبدالمنان او یا هم د ملا عمر زوی ملا یعقوب چې ښايي د طالبانو د نوي مشر په توګه غوره شي.

هندوستان ټایمز

د انځور حقوق Getty Images

"سلو غلو په ټول جاپان کې په درېیو ساعتونو کې له اې ټي ایم ماشینونو ۱۳ میلیونه ډالر غلا کړل" تر عنوان لاندې د هندوستان ټایمز ورځپاڼه لیکي، په جاپان کې د هغو غلو لټه کېږي چې د پیسو له ماشینونو یې په ملیونونو ډالر غلا کړل. ورځپاڼه لیکي دغو غلو چې د سویلي افریقا د ستنډرډ بانک جعلي کریدیت کارتونه یې لرل، خپلې غلاوې تنظیم کړې وې چې په یوه وخت کې یې وکړي.

ورځپاڼه لیکي، اوس پوښتنه دا رامنځته شوې چې څنګه دا غله چې شمېر یې سل تنه ښوول شوی، وتوانیدل چې په یو وخت کې یو اعشاریه څلور میلیارده ین چې ۱۳ ملیونه ډالر کېږي د پیسو له ماشینونو وباسي، ځکه چې جاپان کې یو کس له سلو زرو ینو نه چې ۹۱۰ ډالر کېږي ډېر له ماشینه نشي ایستلی.

د هندوستان ټایمز ورځپاڼه په یوه بل مطلب کې لیکي، د چابهار بندر هوکړه لیک چې د هند، ایران او افغانستان ترمنځ پرون لاسلیک شو، د هند او منځني اسیا ترمنځ سوداګري ډېروي، وخت او لګښت یې نیمايي راکموي.

د ورځپاڼې د لیکنې له مخې؛ د چابهار بندر د هند لپاره ډېر حیاتی دی، ځکه چې له یوې خوا به هند افغانستان او منځني اسیا ته د لاسرسي په پیدا کولو کې د پاکستان له احتیاجه خلاص شي او له بله پلوه به له چین سره رقابت وکړي، خو د افغانستان له لارې ینځني اسیا ته رسیدل د امنیت له پلوه یو سرخوږی دی.