ساینس مونېټور: ملا منصور ځکه په نښه شو چې د سولې مخنیوی یې کاوه

کریشن ساینس مونېټور

د انځور حقوق AFP
Image caption د طالبانو مشر اختر منصور د جوزا/غبرګولي په لومړۍ نېټه د پاکستان په بلوچستان کې د امریکا بې پیلوټه الوتکې برید کې ووژل شو.

کریشن ساینس مونېټور امریکايي ورځپاڼه په یوه سرمقاله کې لیکي چې ملا منصور په دې خاطر په نښه شو چې په افغانستان کې یې د سولې مخنیوي کاوه. ورځپاڼه لیکي چې د طالبانو نوی مشر مولوی هبت الله اخندزاده چې یو نظامي کس نه دی او د طالبانو د علماو د شورا مشر و، کېدای شي چې د سولې د لرلید په اړه بل ډول نظر او لیوالتیا ولري.

ورځپاڼه لیکي دا چې اخندزاده یو روحاني کس دی کېدای شي د دې وړتیا ولري چې طالبان د افغانستان له حکومت سره سولې ته ورمات کړي. کریشن ساینس مونېټور وړاندې لیکي که څه هم ډېری دې امکان ته خوشبین نه دي خو د سولې څلور اړخیزه ډله باید دا امکان له پام ونه غورځوي.

هندوستان ټایمز

د انځور حقوق AP

"د بې پيلوټه الوتکې برید په افغانستان کې د امریکا تګلاره بدله کړه". دا د هندوستان ټایمز ورځپاڼې د یوه مطلب سرلیک دی او کاږي، هغه هوايي برید ته چې په پاکستان کې وشو او د طالبانو مشر ملا منصور په کې ووژل شو، په افغانستان کې د جګړې د ختمولو په خاطر د امریکا په تګلارې کې د یوه لوی بدلون په سترګه کتل کېږي.

هندوستان ټایمز لیکي؛ تراوسه پورې امریکا د پاکستان په ناډاګیز شوې اجازې د القاعدې او پاکستاني طالبانو غړي د دواړو هېوادونو د پولې په اوږدو کې په نښه کول، خو پر ملا منصور له برید سره دا تګلاره اوس بدله شوه.

ورځپاڼه د نیویارک ټایمز ورځپاڼې هغه خبره راخیستې چې وايي، امریکا له کلونو راهیسې طالب لوړ پوړي چارواکي د پاکستان په بلوچستان ایالت کې نه په نښه کول چېرته چې د ورځپاڼې په وینا د پاکستان پوځ د هغوی ساتنه کوي؛ خو ولسمشر اوباما له کرښې واوښت او د ملا اختر محمد منصور د وژلو امر یې وکړ.

ایکسپریس ټریبیون

امریکا پاکستان کې میشتې دوه ډلې د ترهګرو په تور لست کې ورزیاتې کړې؛ تر عنوان لاندې پاکستان کې چاپیدونکې د ایکسپریس ټربیون ورځپاڼه لیکي، د امریکا متحده ایالاتو پرون چهارشنبه دوه ډلې چې له طالبانو سره اړیکې لري نړیوال ترهګر ګواښونه وبلل.

ورځپاڼه لیکي امریکايي اتباع له طارق ګیدار او جماعت الدعوه القران ډلې سره له راکړې ورکړې منع کړی شوي. د امریکا تر کنټرول لاندې ټولو سیمو کې به د دې ډلو شتمنۍ کنګل شي او امریکايي ادارې به کولی شي چې د دې ډلو د فعالیتونو په اړه څیړنې وکړي.

ورځپاڼه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له قوله لیکي؛ د طارق ګیدار ډلې چې له پاکستاني طالبانو ټي ټي پي سره تړلې او مرکز یې په دره ادم خیل کې دی او مشري یې عمر منصور کوي، په ۲۰۱۴ کال کې په پېښور کې پر پوځي ښوونځي او د ۲۰۱۶ کال د جنورۍ په میاشت کې په چارسده کې پر پوهنتون برید وکړ.

ایکسپریس ټربیون لیکي؛ د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ګومان کوي چې دویمه ډله جماعت الدعوه القران چې مرکز یې په پېښور کې دی او د افغان طالبانو پخواني مشر ملا محمد عمر ته وفاداره ده، له القاعدې او لشکر طیبه سره تړلې ده. واشنګټن پر دې ډلې تور پورې کړی چې په ۲۰۱۰ کال کې یې یوه بریتانوی خیریه کارکوونکې په افغانستان کې تښتولې و.

ګارډین

د انځور حقوق EPA

بریتانیا کې چاپیدونکې ګارډین ورځپاڼه په یوه مطلب کې لیکي چې ایټالوي بحري ځواکونو ۵۵۰ تنه کډوال چې کښتې یې په مدیترانه کې چپه شوه وژغورل. ورځپاڼه د ایټالوي چارواکو له خولې لیکي، په دغې کښتې کې له حده ډېر کسان سپاره وو ځکه نو چپه شوه.

لږ ترلږه پنځه کسان په اوبو کې غرق شول او ۵۵۰ تنه نور یې د ایټالوي پوځیانو لخوا وژغورل شول. د ورځپاڼې د لیکنې له مخې د کډوالۍ نړیوالې ادارې (آی او ایم) چارواکو د ایټالوي پوځیانو لخوا په دومره شمېر کې د کډوالو ژغورل ستایلي او دا یې یوه معجزه بللې ده.

د ای او ایم ادارې ویلي چې د روان کال له پیله ۳۹ زره کډوال چې د ډوبیدو په حال کې وو په مدیترانې کې ژغورل شوي دي.