دې نیوز: 'امریکايي ځواکونه به پاکستان کې ګواښونو پسې لاړ شي'

دې نیوز

د انځور حقوق AP
Image caption امریکایي بې پیلوټه الوتکې د پاکستان بلوچستان کې په یوه برید کې د تېرې شنبې په ورځ د طالبانو مشر اختر منصور وواژه.

'امریکايي ځواکونه به پاکستان کې ګواښونو پسې لاړ شي'، دا په پاکستان کې د چاپیدونکې دې نیوز ورځپاڼې د یوه مطلب سرلیک دی او کاږي چې د امریکا ولسمشر باراک اوباما د طالبانو د مشر ملا اختر منصور د وژل کېدو د تاییدولو ترڅنګ ویلي؛ امریکايي ځواکونه به بیا هم په پاکستان کې د ګواښونو پسې لاړ شي.

ورځپاڼه زیاتوي؛ سپینې ماڼې په یوې اعلامیې کې ویلي؛ موږ د هغه سازمان مشر لمنځه یوړ چې په افغانستان کې پر امریکايي او ایتلافي ځواکونو بریدونه کوي او له القاعدې سره یې ځان تړلی دی.

دې نیوز لیکي؛ سپینې ماڼې ویلي چې موږ به د ترهګرو شبکو پرضد خپلو بریدونو ته دوام ورکړو او له پاکستان سره به د ګډو اهدافو په برخه کې کار وکړو. د ورځپاڼې په لیکنه، ولسمشر اوباما د ملا اختر محمد منصور وژل کېدل مهم بللی او یو ځل بیا یې د افغانستان دولت او امنیتي ځواکونو د ملاتړ ډاډ ورکړی او پر طالبانو یې غږ کړی چې د سولې له بهیر سره یوځای شي.

وال سټریټ ژورنال

د انځور حقوق Reuters
Image caption د طالبانو وژل شوي مشر اختر منصور خپور شوی انځور

د امریکا وال سټریټ ژورنال ورځپاڼه، په دې هکله چې امریکایان څنګه وتوانیدل چې د طالبانو مشر ملا اختر منصور وڅاري او ووژني یو مطلب خپور کړی. ورځپاڼه کاږي، د امریکا استخباراتي ادارو هله د ملا اختر منصور دقیق ځای معلوم کړ چې هغه په ایران کې له خپلې کورنۍ سره تر لیدلو وروسته بیرته پاکستان ته واوښت.

ورځپاڼه لیکي، که څه هم د پاکستان په دغه سیمه کې د امریکا بې پیلوټه الوتکې فعالیت نه کوي خو اوریدل شویو مکالمو او ځینو نورو استخباراتي تکتیکونو د امریکا استخباراتي ادارې ته دا زمینه برابره کړه چې کله ملا اختر منصور بیرته پاکستان ته دننه شو، خپل هدف پیدا او په نښه کړي.

ډیلي ټایمز

د انځور حقوق AFP

د پاکستان ډیلي ټایمز ورځپاڼه په یوه مطلب کې لیکي؛ وروسته له هغه چې په پاکستان کې زیږېدلي سندرغاړي عدنان سمیع ته د هندوستان تابعیت ورکړل شو اوس بله پاکستانۍ هنرمنده سلما آغا هم غواړي چې د هندوستان تابعیت واخلي.

سلما آغا چې اوسمهال بریتانیا کې ده، د هندي سینما لپاره ښې سندرې ویلي او په ځینو فلمونو کې یې هم رول لوبولی دی.

سلما آغا ته په ۱۹۸۲ کال کې په نکاح فلم کې د یوې سندرې په خاطر د کال د غوره سندرغاړې جایزه هم ورکړل شوه. دا سندره یې چې وايي "دل کي ارمان انسوو می بهی ګیې، هم وفا کرکې بي تنها رهګیې."

یعني د زړه ارمانونه مې اوښکو کې وبهیدل، موږ له وفا کولو سره، سره بیا هم تنها پاتې شو. دا سندره ډېره مشهوره ده او د همدې سندرې په خاطر جایزه هم ورکړل شوې وه.

انډپنډنټ

د انځور حقوق Reuters

په بریتانیا کې چاپیدونکې انډېپینډینډ ورځپاڼه په یوه مطلب کې د پخواني لومړي وزیر ټوني بلیر له خولې لیکي چې بریتانیا او امریکا د صدام حسین له نسکورولو وروسته د رامنځته کيدونکې ګډوډۍ ډېر ناسم اټکل کړی و.

ورځپاڼه لیکي، په داسې حال کې چې د عراق جګړې په اړه د یوې څیړنې راپور په څو اونیو کې د خپرېدو په درشل کې دی، ښاغلي بلیر ویلي لویدیځ هغه تشه نه وه لیدلې چې د صدام حسین له پرځول کېدو وروسته رامنځته کېدونکې وه.

انډېپینډینډ لیکي، ښاغلي بلیر د دې خبرې له منلو سره سره د عراق په جګړې کې د ګډون په هکله کومه پښماني ونه ښوده او ویې ویل که لویدیځ غواړي چې داعش ډلې ته ماته ورکړي نو باید یو ځل بیا په منځني ختیځ کې ګام ایښودلو ته چمتو شي.

ورته مطالب