واشنگټن پوسټ: امریکا عراق او افغانستان کې 'بې حسابه' وسلې وېشلي

واشنگټن پوسټ:

د انځور حقوق AFP

د امریکا واشنگټن پوسټ ورځپاڼې په خپلې نننۍ گڼې کې په یوه مطلب کې لیکلي، د سپتمبر يولسمې له پېښو وروسته امريکا په افغانستان او عراق کې د جگړې د ډگر خپلو ملگرو ته بې حسابه وسلې ورکړي.

د ورځپاڼې په وينا؛ امريکايي چارواکي د ويشلو شويو وسلو کره ريکاډ نه لري او دا چې دا وسلې اوس چيرته دي لا ډېر لږ معلومات لري.

ورځپاڼه وايي؛ عراق او افغانستان کې ١،٤٥ ميليون وسلې ويشل شوي. په دې کې ٩٧٨٠٠٠ يرغليزې وسلې، ٢٦٦٠٠٠ تومانچې، او ١١٢٠٠٠ ماشيندارې دي.

خو پنتاگون اوس وايي چې د شا و خوا ٧٠٠ زرو وسلو په تړاو اسناد لري.

د امريکا دفاع وزارت په وينا د دې لامل دا دى چې امريکا په سر کې د دغو هېوادونو په ملاتړ په سخته جگړه کې بوخته وه.

اکسپرېس ټريبيون:

د انځور حقوق AISA

دغه پاکستان چاپه ورځپاڼه وايي؛ جاپان او چين د ترکمنستان د غازو د يوې زيرمې رايستنې او د نل ليکې په جوړو کې مخکښ رول خپل کړى.

ورځپاڼه وايي، د دغې نل ليکې په مټ به افغانستان، پاکستان او هند ته غاز لېږدول کېږي.

د غازو د زېرمې را ايستلو چارې د جاپاني شرکتونو يوې ډلې يا کنسورسيوم ته سپارل شوې وې چې د خدماتو په بدل کې يې ورته پيسې ورکول کېږي.

د ورځپاڼې په وينا اوس په ترکمنستان کې د ٣٠٠ کيلومتر نل ليکې جوړولو دنده يوۀ چينايي شرکت ته سپارل شوې او افغانستان او پاکستان کې د نل ليکې جوړولو په تړاو به هم د ټاپي شرکت له لوري له کومې بلې کمپنۍ سره تړون وشي.

ټاپي شرکت د څلورو هېوادونو ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هند له لوري جوړ شوى چې د نل ليکې جوړولو او ساتنې چارې يې ور تر غاړې دي.

هندوستان ټايمز:

د انځور حقوق Shiv Shankar

هندوستان ټايمز په خپلې نننۍ گڼې کې په هند کې د کډوالو د کار شرايطو ته کتنه کړې. ورځپاڼه وايي وروستيو کلونو کې له افغانستان او پاکستانه دغه هېواد ته د هندو او سيک لږکيو ورتگ کچه ډېره شوې.

د هندوستان ټايمز په وينا د کورنيو چارو وزارت له ټولو ايالتونو غوښتي چې د غو کډوالو ته ټولې آسانتياوې برابرې کړي خو د حساسو دندو ترسره کولو اجازه دې نه ورکول کېږي.

په دې لړ کې هغو فعاليتونو ته چې د موبايل ټيليفونو، سيم کارټونو او کمپيوټرونو سره تړلي اشاره شوې.

د کورنيو چارو وزارت همدا راز ويلي کډوالو ته له وزارتونو، علمي بنسټونو او دفاعي چارو سره تړلو ادارو کې د قرارديانو په توگه دندې نه ورکول کېږي.