نیویارک ټایمز: د افغانستان لوی څارنوال ان باید خپلې ادارې کې فساد وځپي

نیویارک ټایمز:

د انځور حقوق Himid

امریکا چاپې نیویارک ټایمز ورځپاڼې د افغانستان د نوي لوی څارنوال پر ستونزه لیکنه کړې چې له هغو خلکو او ډلو سره مخ دی چې په تېرو ۱۵ کلونو کې یې د قانون پلي کولو ارګانونو ته د شخصي شبکو په سترګه کتلي او ناوړه استفاده یې ترې کړې.

نیویارک ټایمز لیکي؛ نوی لوی څارنوال محمد فرید حمیدي آن په خپلې ادارې کې هم باید له فساد سره مبارزه وکړي، هغه ځای کې چې دوی باید پر نورو قانون پلی کړي.

ښاغلي حمیدي ورځپاڼې ته ویلي چې د میلیونو ډالرو له لګښت سره سره، لویه څارنوالي هماغسې ده لکه د طالبانو له پرځېدو چې یوه ورځ وروسته وه.

ورځپاڼه لیکي؛ نوي لوی څارنوال آن د خپلې ادارې ګڼ شمېر کسان تر څېړنو لاندې راوستي.

د نیویارک ټایمز شننه دا ده چې نوی لوی څارنوال په یوه ډول پخوانی لوی څارنوال محمد اسحق الکو چې اته کاله لوی څارنوال ؤ، په دغې ادارې کې په کم کارۍ تورنوي.

ښاغلي الکو بیا نیویارک ټایمز ته ویلي چې لویه څارنوالي پاکه اداره ده او دا تورونه د ده په وینا ناسم دي.

ابزرور:

د انځور حقوق aptn

د بریتانیا چاپ ابزرور ورځپاڼه لیکي ټاکل شوې ده څو ورځې وروسته د دغه هېواد جنګي بېړۍ د لیبیا سمندرغاړو ته لاړې شي او هلته د کډوالو قاچاق کوونکي وموندي او بندیان یې کړي.

ورځپاڼه لیکی وروسته له دې چې د یونان او نورو اروپايي هېوادونو پر پولو اوښتل کډوالو ته ستونزمن شوي، قاچاق وړونکو د لیبیا له لارې اروپا ته د کډوالو لېږدولو ته زور ورکړی.

ابزرور لیکي؛ تېره اونۍ نژدې ۱۳۰۰۰ کډوال د مدیترانې په سمندر کې د ایټالیا سمندري پوله ساتو وژغورل.

ورځپاڼه زیاتوي، هغه بریتانیایۍ جنګي بېړۍ چې د قاچاق وړونکو د مخنیوي لپاره استول کېږي پر درنو وسلو او توغندیو سمباله ده.

د ابزرور شننه دا ده چې قاچاق وړونکي د لیبیا له بې ثباتۍ په ګټې اخستو هر ډول فعالیت ته مخه کوي، او د اروپايي هېوادونو هڅې تر هغه ګټورې نه پرېوزي چې د لیبیایي چارواکو ملاتړ تر لاسه کړي.

پاکستان ټوډې:

د انځور حقوق AFP

پاکستان ټوډې ورځپاڼه خبر ورکوي چې څېړنې ښيي وړمه ورځ د خیبر پښتونخوا مردان ښار کې ځانمرګی برید یوه افغان کړی.

د پاکستان پولیسو ویلي؛ د دوی څېړنې ښيي چې برید کوونکی ۳۰ – ۳۵ کلن سړی ؤ چې لاسی بم ورسره ؤ او اته کیلو ګرامه د ځانمرګي برید واسکټ یې اغوستی ؤ.

ورځپاڼه لیکي چې د برید کوونکي د بدن غړي یې د ډي ان اې معایناتو ته استولي دي.

اېکسپرېس ټریبیون:

د انځور حقوق b

د پاکستان چاپ بله ورځپاڼه اېکسپرېس ټرېبیون لیکي؛ هغه پاکستاني الاصله بریتانیایۍ مېرمن چې پاکستان کې د غیرت په نامه ووژله شوخ، تر هغه وړاندې جنسي تېری پرې شوی ؤ.

۲۸ کلنه سامیه شاهد د پنډوري په کلي کې د خپل لومړي خاوند په کور کې مړه وموندل شوه خو خسرګنۍ یې ویل چې په طبیعي مرګ مړه شوې، چې دا خبره یې وروسته ناسمه وخته.

د پېښې څېړونکو ویلي چې د مېرمن شاهد دوهم مېړه او پلار د دې په وژنه کې لاس لري.

د دغې مېرمن دوهم مېړه ویلي چې دې خپله پلارګنۍ په دې غوسه کړې وه چې دا شیعه شوې وه.