ایکسپرېس ټریبیون: پاکستان ترهګري د بهرنۍ تګلارې وسیلې په توګه کاروي

ایسکپرېس ټریبیون:

د انځور حقوق Getty

ايکسپرېس ټربيون ورځپاڼې د خپل لومړي مخ سر، سر يوې ليکنې کې د جې – ٢٠ هيوادونو په سرمشريزه کې د پاکستان په اړه د هند د لومړي وزير نريندرا مودي څرگندونې خپرې کړي دي.

ښاغلي مودې ويلي؛ پاکستان يوازينى هيواد دى، چې جنوبي آسيا کې ترهگري خپروي او له ترهگرۍ نه د خپلې بهرنۍ تگلارې د يوې وسيلې په توگه کار اخلي .

د هند د بهرنيو چارو وزير هم د ښاغلي مودي څرگندونې تکرار کړي او ويلي دي، چې همدا ځانگړى هېواد د سيمې نورو هېوادونو کې ترهگر عناصر خپروي .

پاکستان وړاندې دا ډول تورونه رد کړې دي.

واشنګټن پوسټ:

واشنگټن پوسټ ورځپاڼې په خپلې يوې تبصرې کې امريکا کې د نومبر د ولسمشريزو ټاکنو په تړاو د روسيې د پټو عملياتو په اړه ليکلي دي.

ورځپاڼې د امريکا د څارگرو ادارو او د کنگرس ځینو چارواکو له خولې ليکلي چې د امريکا استخباراتي ادارې او د قانون نورې سټې د روسيې د هغو پټو عملياتو په اړه پلټنه کوي چې غواړي د ټاکنو په اړه خلکو کې بې باوري رامنځته کړي.

د ورځپاڼې په وينا د پلټنې موخه داده چې د روسيې د دغو عملياتو پراخولى او هدف څرگند کړي.

روسيه له سايبري وسايلو څخه گټه پورته کوي ترڅو هغه سيسټمونه هک کړي چې سياسي بهيرنو کې ترې کار اخيستل کېږي.

د امريکايي استخباراتو يوه چارواکي ويلي؛ د کريملين د دې فعاليتونو موخه ښايې دا نه وي چې ټاکنو کې له يوه يا بل اړخ نه ملاتړ وکړي، بلکې دهغه په وينا د مسکو موخه د گډوډۍ رامنځته کول دي او غواړي پر امريکايي ديموکراسۍ د بريدونو زمينه برابره کړې، په تيره بيا د شوروي اتحاد په پخوانيو جهموريتونو کې.

ګارډین:

بريتانيا کې خپريدونکې گارډين ورځپاڼې د خپل لومړي مخ په يوه مهم مطلب کې ليکلي؛ د هغو قضيو شمير په بيساري ډول زيات شوى چې انګلېنډ او ويلز کې د ښځو او نجونو په وړاندې تاوتريخوالي پورې اړه لري.

هغې څارنوالي چې د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي د کلنې رپوټ په ليکلو کې ښکيله وه ويلي، تيري کوونکي د انترنيټ او ټولنيزو رسنيو نه کار اخلي چې ښځې او نجونې په نښه کړي.