ملاله: پاکستان او هند دې دواړه کشمیریانو ته ازادي ور کړي

ډان:

"کشمیر کې زړه ماتوونکی او غیر انساني وضعیت دې ودرول شي" دا د پاکستان ډان ورځپاڼې د نوبل د جایزې ګټونکې ملالې یوسفزۍ له قوله لیکلي چې پر ملګرو ملتونو یې غږ کړی.

ملالې ویلي: "کشمیریان هم په نورو ځایونو کې د خلکو په شان حق لري له ډار او فشار پرته ژوند وکړي".

ملالې له پاکستان او هنده غوښتي چې په ګډه د کشمیر د خلکو عزت او ازادي ورکړي.

نیویارک ټایمز:

د انځور حقوق Getty

د امریکا چاپ نیویارک ټایمز ورځپاڼې ډنمارک ته د زرګونو کډوالو په ورتګ، د خلکو ترمنځ د توکمپالنې د احساساتو پر راپارېدو لیکنه کړې.

ورځپاڼې له یو شمېر ډنمارکیانو سره مرکې کړي چې که پخوا داسې نه وو خو اوس د کډوالو، په تېره بیا د مسلمانانو پر وړاندې حساس شوي او توکمپال بلل کېدی شي.

د Johnny Christensen په نوم یو کس ورځپاڼې ته د مسلمانانو پر وړاندې خپله کرکه څرګنده کړې او ویلي یې دي: "دغه مسلمانان غواړي خپل دودونه وساتي، خو موږ په دې هېواد کې خپل دودونه لرو چې ټول یې باید په پام کې ونیسي".

د ورځپاڼې په لیکنه ډنمارک یو کوچنی او منظم هېواد دی، د کډوالۍ تجربه یې هم نه درلودله نو ځکه، یو دم د ډېرو کډوالو ورتګ ډېر ډنمارکیان اندېښمن کړي.

بل خوا ورځپاڼې د هغو کډوالو پر زیار او ټولنې ته پر مرستې هم لیکلي چې شتون یې ګټور دی.

د نیویارک ټایمز په شننه که د انسانانو تر منځ توپیرونو او بېلابېلو دودونو ته درناوی وشي، د یوه بل منل به اسان شي.

ډېلي مېل:

د انځور حقوق Reuters

د بریتانیا چاپ ډېلي مېل ورځپاڼې د هغه پاکستاني توکمه بریتانیايي ملا انجم چوهدري پر سخت دریځو تبلیغاتو لیکنه کړې چې پرون په پنځه نیم کلن بند محکوم شو.

د نورو تورونو تر څنګ، پر ښاغلي چوهدري د اسلامي دولت نومې ډلې د ملاتړ تور، دی زندان ته واچوه.

ورځپاڼې دې ته کتنه کړې چې ښاغلي چوهدري څومره ماشومان، هلکان او نجونې ـ چې ځینې ان پنځه کلن دي ـ تاوتریخوالي ته هڅولي، د دوی ماشومانه فکرونه یې په غلطو تبلیغاتو منحرف کړي او ځینې خو یې ان دې ته هڅولي چې سوریې ته د داعش په لیکو کې د جګړې لپاره ولاړ شي.

د ډېلي مېل په لیکنه، چوهدري بریتانیا کې ژوند کاوه خو خلک یې د دې ځای د نظام پر وړاندې هڅول، غیر مسلمانانو او هغو مسلمانانو ته یې چې د دوی په وینا ښه مسلمانان نه دي، سپکاوی کاوه، خلک یې له دولت څخه د ناقانونه پیسو ترلاسه کولو ته هڅول او ورته یې ویل چې دا هم جهاد دی.

ورځپاڼې تمه کړې چې دولت دې، دی زندان کې داسې شرایطو کې وساتي چې نورو بندیانو ته تبلیغ ونه کړی شي، څه چې ډېر خلک یې اندېښنه لري او ده هم ویلي ول چې که بندي شي هلته به خلک افراطیان کړي.

هندو:

د انځور حقوق Getty

هند چاپ هندو ورځپاڼې خبر ورکړی چې تر اوسه لا پرېکړه نه ده شوې چې ایا د هند لومړی وزیر به پاکستان کې ترسره کېدونکې د سارک یا د سویلي اسیا د سیمه ییزو همکاریو ټولنې غونډه کې ګډون وکړي که نه.

سره له دې چې هندي دولتي سرچینو د غونډې د نېټې تاييد کړی خو وایي، د لومړي وزیر نریندرا مودي پر ګډون لا هم فکر کوي.

ورځپاڼه د دې نا تایید شوي ګډون لامل دا بولي چې تېره میاشت اسلام اباد ته د هند د کورنیو چارو د وزیر د سفر پر مهال، د هغه سوړ هرکلی شوی ؤ.