"پر وسله والو سربېره نور لاملونه هم په افغان بدمرغۍ کې برخه لري"

اکس‍‍پرس ټريبيون:

پاکستان چاپ ورځپاڼې اکس‍‍پرس ټريبيون د افغانستان په جگړه کې د ولسمشر اوباما برياو او پاتې راتلو ته کتنه کړې.

د مطلب ليکوال وايي، کله چې بارک اوباما د امريکا ولسمشرۍ ته د رسېدو هڅه کوله، نو په عراق او افغانستان کې جگړه په درز کې روانه وه. و

لسمشر اوباما له دواړو جگړو وتل غوښتل ،خو د ټاکنو د گټلو لپاره اړ و، چې يوه خپله وبولي، نو د افغانستان جگړه يې د خپلو مجبوريتونو له مخې خپله وبلله. دغې جگړې نوموړی د جگړې خلاف سياست او د امريکا جگړه پلوي پوځ ترمنځ دوو مخالفو لوريو کې ښکېل کړ.

ورځپاڼه وايي، ولسمشر اوباما د خپلې سياسي تگلارې له امله د جگړې ختمولو لپاره د وروستۍ نېټې ټاکلو ته اړشو. د ورځپاڼې په وينا دې چارې طالبان وهڅول چې د امريکايي ځواکونو د وتلو انتظار وکړي.

د انځور حقوق

ورځپاڼه زیاتوي، طالبانو اوس په ډېره سيمه ولکه کړې او د رپوټونو له مخې اسلامي دولت نومې ډلې د ډيورند دواړو غاړو کې د پښو ځاى موندلى او د افغانستان ملي وحدت حکومت په څرگنده کارند نه دى.

ورځپاڼه زياتوي بې له شکه په پاکستان کې د حقاني ډلې او طالبانو پټنځيو له دغې ناکامۍ سره مرسته کړې، خو دومره نه چې د دغه هېواد د بدمرغۍ نور لاملونه تر سيوري لاندې راولي.

ورځپاڼه په دې لړ کې په افغانستان کې توکميزو او قومي مخالفتونو، مذهبي توندلارۍ، د نشه يي توکو مافيا او اداري فساد د ستونزې نور لاملونه يادوي.

د افغانستان او پاکستان اړيکو ته هم گوته نيسي او وايي په دې برخه کې دواړه هېوادونه پړه دي.

نيويارک ټايمز:

Image caption واخان د افغانستان په بدخشان ولایت کې لرې پرته غرنۍ سیمه ده.

امريکا چاپ نيويارک ټايمز ورځپاڼې د بدخشان په واخان کې چې د افغانستان دويم ملي پارک هم نومول شوى د يوې کورنۍ بېلگه راخيستي او وايي د افغانستان په دغه گوښې سيمه کې کراري شته خو د بې وزلي کچه ډېره لوړه ده.

ورځپاڼې د دغې افغانې کورنۍ د مشر سعيد بيک وينا را اخيستې، چې وايي خپلې وزې او پسونه له خوراکي توکو سره بدلوي ځکه پيسې نه لري.

د ورځپاڼې په وينا، دلته د زېږون پر مهال د ميندو د مړينې کچه لوړه ده او له همدې امله سړي درې څلورو ودونو ته اړ کېږي، خو ځايي چارواکو ويلي د حالت د بدلولو هڅه کوي.

ډيلي ميل:

د انځور حقوق AFP
Image caption په فرانسه کې کډوال هڅه کوي چې د لاریو او نورو باري موټرو له لارې ځانونه بریتانیا ته ورسوي.

د بريتانيا چاپ ورځپاڼې ډيلي ميل دغه هېواد ته د کډوالو د راتگ په موخه د دوه ميليون پونډو په لگښت د يوه کانکريټي ديوال جوړولو ته کتنه کړې.

د بريتانيا د کورنيو چارو وزيرې امبر راډ د پارلمان د کورنيو چارو د څار جرگه گۍ ته په وينا کې د ديوال د جوړولو دفاع کړې او د امينيتي موخو لپاره يې مهم بللى.

ورځپاڼه وايي، دغه ديوال د فرانسې په کلې ښار کې د يوه ميل په واټن د يوې لويې لارې په اوږدو کې جوړ شوى چې کډوال و نه توانېږي د ځان پټولو لپاره بريتانيا ته راتلونکو لاريو ته ځان ورسوي. دغه ډيوال چې ديارلس فوټه لوړ دى د سيمه ييزو خلکو له توند غبرگون سره مخ شوى.