واشنګټن پوسټ: د افغانستان امریکایي پوهنتون تښتولو شویو استادانو موندلو عملیات

واشنگټن پوسټ:

د انځور حقوق AUAF
Image caption ددغو استادانو تر تښتول کېدو څو ورځې وروسته د سنبلې/وږي په ۳مه پر دغه پوهنتون وسله وال ډله ییز برید وشو چې د یوه استاد او ۷ محصلینو په ګډون ۱۳ پکې ووژل شول

د امريکا چاپ واشنگټن پوسټ ورځپاڼې د پنټاگون په وينا ليکلي چې امريکايي ځواکونو تېره مياشت په افغانستان کې د امريکايي پوهنتون د يرغمل شويو دوو بهرنيو استادانو ژغورنې لپاره عمليات وکړل، خو د هغوى په موندنې کې پاتې راغلل.

د ورځپاڼې په وينا ولسمشر اوباما د امريکا دفاع وزير اشټون کارټر په وړانديز د افغانستان په يوۀ سيمه کې چې نوم يې نه دى په ډاگه شوى د عملياتو اجازه ورکړه.

ويل کېږي دغه کسان د افغانستان په ختيځ کې د حقاني د ډلې په ولکه کې دي. د بريد پر مهال د "ناوي سيلز" په نامه د امريکا ځانگړو ځواکونو يوه ډله په يوه سيمه کې چې فکر کېده دغه دوه تنه برمته بهرني په کې ساتل کېدل، شپې مهال له الوتکې کوز شول.

په عملياتو کې اووۀ تنه طالب وسله وال وژل شوي دي. ورځپاڼه وايي د دوو ورځو په ترڅ کې دا دويم عمليات و چې د دغو دوو وگړو د ژغورنې لپاره تر سره شول چې يو يې د امريکا او بل د استراليا تبعه دى.

خو ورځپاڼه زياتوي چې په دغه سيمه کې د برمته شويو د شتون په تړاو استخباراتي کړۍ ټولې په يوه خوله نه وې.

نيوز:

پاکستان چاپه نيوز ورځپاڼه د ملگرو ملتونو د کډوالو ادارې (يو ان اچ سي آر) له قوله ليکلي؛ له تېر جولاى راهيسې څه د پاسه ۱۰۰ زره افغان کډوال بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي چې په ٢٠٠٢ م کال کې د طالبانو له پرځېدو وروسته، افغانستان ته د ستنېدونکو کډوالو تر ټولو لويه شمېره ده.

د ورځپاڼې په وينا؛ د جولاى له مياشتې شپږ مياشتې وړاندې يواځې ٧٠٠٠ کډوال افغانستان ته اوښتي وو.

يو ان اچ سي آر وايي؛ پاکستان کې د ژوندانه په تړاو د کډوالو اندېښنې، د ناثبتو شويو کډوالو په وړاندې د پاکستاني چارواکو اقدام او ستنېدونکو افغانانو سره د کېدونکې نغدي مرستې کچه له ٢٠٠ ډالرو څلور سوو ته پورته کېدل د تلونکو کډوالو په شمېر کې د زياتېدا لاملونه دي.

ډان:

د انځور حقوق EPA

د پاکستان ډان ورځپاڼه وايي چې د بلوچستان د ايالتي وزير سردار مصطفى ترين زوى چې څه موده وړاندې تښتول شوى و، ډيورنډ کرښې ته نژدې په گلستان سيمه کې موندل شوى.

دا لا نه ده مالومه چې احمد ترين د امنيتي ځواکونو د عملياتو په ترڅ کې خوشې شوى او يا تښتونکو ته پيسې ورکړل شوي دي.

گارډين:

د انځور حقوق MEHR

د بريتانيا چاپ گارډين ورځپاڼه وايي؛ انسانانو د ٢٥ کلونو په اوږدو کې د ځنگلونو او زرغونو سيمو لس سلنه ويجاړه کړې ده.

د ورځپاڼې په وينا يوې معتبرې څېړنې موندلې، که دا بهير همداسې دوام وکړي نو په سلو کلونو کې به د ځمکې پر سر ځنگلونه او طبيعي زرغونې سيمې پاتې نشي.

ورځپاڼه وايي؛ له ١٩٩٣ م کال راهيسې د بشر د فعاليتونو له امله ٣،٣ ميليون کيلومتر مربع زرغونه سيمه او ځنگلونه ويجاړ شوي دي.