گارډین: عربستان کې د بریتانیا سفیر او مېرمنې یې حج وکړ

گارډين:

د انځور حقوق FAWZIAH1

بريتانيا چاپې گارډين ورځپانې په خپلې نننۍ گڼې کې ليکلي چې سعودي عربستان کې د بريتانيا سفير د اسلام له منلو وروسته د حج فريضه پر ځاى کړې.

ورځپاڼه وايي؛ د سايمن کولېس يو انځور چې په کې نوموړى په احرام کې نغښتى ليدل کېږي پر ټوېټر خپور شوى.

د گارډين په وينا؛ ښاغلي کوليس په ٢٠١١ م کال کې په اسلامي ټولنه کې له ۳۰ کلنې هستوگنې وروسته او خپلې سوريايۍ توکمې مېرمنې سره (چې د حج په مراسمو کې ورسره وه) له وادې کولو لږ وړاندې، د اسلام دين ومانه.

د بريتانيا د بهرنيو چارو وزارت په دې تړاو له خبرو ډه ډه کړې او دا يې يوه شخصي يا وگړنيزه چاره بللې ده.

نيويارک ټايمز:

د انځور حقوق Getty

د امریکا چاپ نيويارک ټايمز ورځپاڼې په خپلې نننۍ گڼې کې پر مرستو افغانستان کې د شته فساد اغېزو ته کتنه کړې.

ورځپاڼې د امريکايي سناتورانو دا وينا را اخيستې چې وايي؛ په افغانستان کې شته فساد په دغه هېواد کې راتلونکي لگښتونه گواښي.

د ورځپاڼې په وينا؛ سناتورانو په دې تړاو تېره پنجشنبه د امريکا د بهرنيو چارو چارواکي وپوښتل او ورته يې گوتڅنډنه وکړه که په افغانستان کې د فساد ستونزې په هواري کې پاتې راشي نو دوى به د ميلياردونو ډالرو په ارزښت هغو مرستو ته بيا له سره کتنه وکړي چې راتلونکو کلونو لپاره دغه هېواد ته ځانگړې شوې دي.

افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا ځانگړي استازي منښته کړې چې فساد د افغانستان دولت کمزورى کولى شي خو وايي د فساد په وړاندې مبارزه کې ولسمشر غني يو ژمن ملگرى دى.

هندوستان ټايمز:

هندوستان ټايمز افغانستان او پاکستان لپاره د امريکا د ځانگړي استازي ريچارډ اولسن هغې وينا ته کتنه کړې چې وايي؛ پاکستان بايد پرته له توپيره ټولې اورپکې ډلې په نښه کړي.

ښاغلي اولسن د سنا مجلس د بهرنيو چارو کمېټې ته په خپله وينا کې ويلي؛ په وروستيو عملياتو کې د پاکستان بريا د ستاينې وړ ده، خو د ترهگرۍ پروړاندې مبارزه تر هغه نشي بريالۍ کېداى چې دغه هېواد په خپل دريځ کې بشپړ بدلون نه وي راوړى، او پر هغو ډلو يې سترگې پټول نه وي درولي چې فعاليتونه يې له پاکستانه بهر پر موخو ورټول دي.

ښاغلي اولسن ويلي چې د هند او افغانستان د اړيکو ملاتړ کوي او د هند له لوري د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو روزنې او په امنيتي برخه کې دغه هېواد سره د ناجگړه ييزو مرستو هرکلى کوي.

اکسپرېس ټريبيون:

د انځور حقوق Social Media

دغه پاکستان چاپه ورځپاڼه وايي؛ د پاکستان د عوامي نشنل گوند مشر اسفنديار ولي خان په تورخم او چمن کې د لارو بندول غندلي دي. ښاغلي ولي خان ويلي؛ دغه راز يو اقدام ترينگلتيا ډېروي او د پاکستان او افغانستان د خلکو ترمنځ کرکه را ټوکوي.

اسفنديار ولي خان د پاکستان پر حکومت غږ کړى چې د افغانستان په وړاندې دې خپلې تگلارې ته بيا له سره کتنه وکړي.

اسفنديار ولي خان چې د لوى اختر په وياړ په ولي باغ کې د خپل گوند استازو ته خبرې کولې وويل؛ په سيمه کې روانه ترهگري د پښتنو په وړاندې يوه توطيه ده، چې د دوى د زده کړې او پر مختگ مخه ډب شي.