ډیویډ کیمرون د لیبیا په اړه پر ناسمه پرېکړه تورن شو

ګارډین:

د انځور حقوق Reuters

د بریتانیا چاپ ګارډین ورځپاڼې لیکلي د دغه هېواد پارلمان پخوانی لومړی وزیر ډېوېډ کامیرون په دې تورن کړی چې د لیبا په اړه یې ناسمه پرېکړه کړې وه.

ورځپاڼه لیکي، د دغه هېواد د پارلمان د بهرنیو چارو غوره شوې کمېټې ویلي د لیبا د حکومت په اړه د بریتانیا د هغه مهال لومړي وزیر پرېکړه ناسمه وه او پرته له دې چې بشپړ استخباراتي معلومات تحلیل کړي په لیبیا کې یې لاسوهنه وکړه.

پارلمان ویلي، همدا لامل شو چې د لیبیا حکومت ړنګ شي، نظام له مینځه ولاړ شي، هېواد ویجاړ شي او اوس وسله والې ترهګرې ډلې پکې فعالیت کوي چې داعش ډلې ته یې هم لاره هواره کړې.

دغې کمېټې ویلي سره له دې چې د بریتانیا مسوولیت کېده خو ښاغلي کامیرون د لیبیا په بیارغونه کې ونډه وانه خیسته.

ورځپاڼې لیبیا کې د لاسوهنې پر خلاف د امریکا د ولسمشر بارک اوباما څرګندونو ته هم اشاره کړې چې ویلي یې و، د قذافي له پرځولو وروسته، بریتانیا او فرانسې خپله دلچسپي له لاسه ورکړه.

لیبا کې اوسمهال بېلابېلې ډلې د تېلو پر څاګانو د واک پر ترلاسه کولو په جګړه بوختې دي.

نیویارک ټایمز:

د انځور حقوق EPA

امریکا چاپ نیویارک ټایمز ورځپاڼې په یوه څېړنیز روغتیايي مطلب کې د خوږو او غوړو ضرر پرتله کړی. ورځپاڼه لیکي تاریخي اسناد اوس رابرسېره شوي چې په ۱۹۶۰ مو کلونو کې د خوږو خوراکونو د صنعت بنسټونو ساینسپوهانو ته پیسې ورکړې چې د خوږې او د زړه د ناروغیو ترمنځ اړیکه، د غوړو د اړیکې په پرتله کمرنګه وښيي. په دې مانا چې وښيي خواږه شیان زړه ته هغومره تاوان نه لري لکه غوړ چې یې لري.

هغه مهال د هارورډ پوهنتون درې ساینسپوهانو ته د اوس په پیسو ۵۰۰۰۰ ډالره ورکړل شوي ول چې دغه ډول څېړنه ترسره کړي. هغه ساینسپوهان اوس ژوندي نه دي خو ورځپاڼې یې نومونه خپاره کړي.

ورځپاڼه لیکي، سره له دې چې کېدی شي اوسنۍ ساینسي موندنې نور څه ووايي یا د خوږو شیانو تاوان تر غوړو ډېر وښيي، خو په همدا پنځوسو کلونو کې دغې ساینسي څېړنې پر ټولو خپله اغېزه درلودلې ده.

د نیویارک ټایمز په لیکنه ان اوس هم د خوږو کمپنۍ هڅه کوي د انسان بدن ته د خوږو شیانو د تاوان کچه هغومره لوړه ونه ښيي چې په اصل کې ده.

فایننشیال ټایمز

د انځور حقوق AP

فایننشیال ټایمز ورځپاڼې بریتانیا کې د نویو پلاستیکي بانک نوټونو په هکله مطلب کې د انګلستان د بانک د رییس عکس خپور کړی چې په یوه رسټورانټ کې یې نوی پنځه پونډه بانک نوټ په قورمه کې ډوب کړی.

نوي بانک نوټونه له یو ډول پلاستیکه جوړ شوي چې پولېمر نومېږي او د اوبو ضد، د څېرېدو ضد او د اوږد عمر لرونکي دي.

له پرون راهیسې چې دغه نوټونه راوتلي ډېرو خلکو ازمایلي، چا په ماشین کې اچولي، چا ژدوولي او چا یې د څېرولو هڅه کړې، خو نوټ له دې ټولو بریالی راوتلی دی.

یوازینۍ کمزوري یې حرارت دی.

فایننشیال ټایمز لیکي تمه کېږي دغه پیسې پنځه کاله دوام وکړي.

يوه ځانګړنه یې دا ده چې جعل کول یې اسانه کار نه دی.

پر پنځه پونډ نوټ د دوهمې نړیوالې جګړې پر مهال د بریتانیا د لومړي وزیر ونسټن چرچل عکس دی او ټاکل شوې ده د لسو پونډو پر نوټ، د اتلسمې پېړۍ د ناول لیکونکې جین اوستن انځور چاپ شي.

د پلاسیتکي نوټونو مسله ډېره هم نوې ده. په ۱۹۹۹ کال کې شمالي ایرلنډ کې چاپ او د زریزې د پیل کېدو په ویاړ ووېشل شول.