ټریبیون: دوو میاشتو کې له هزاره سیمې ۳۶۰۰ کورنۍ افغانستان ته ستنې شوي

اېکسپرس ټریبیون:

د پاکستان اکسپرس ټریبیون ورځپاڼه وایي، د پاکستان له هزاره سیمې څخه یوازې په تېرو دوو میاشتو کې د افغان کډوالو کابو۳۶۰۰ کورنۍ بېرته خپل هېواد ته ستنې شوي دي.

ورځپاڼه وایي دا کورنۍ له تېرو شلو کلونو راهیسې په دې سیمه کې مېشتې وې.

ورځپاڼه زیاتوي چې پاکستاني چارواکو دې کورنیو ته د تلو امر نه و کړی، خو داسې ښکاري چې افغان کډوالو ته په پاکستان کې نورې ټولنیزې ستونزې په زیاتېدو دي، او همدا لامل دی چې افغانستان ته د دوی د بېرته ستنېدو بهیر ګړندی شوی دی.

ډېرو ستنېدونکو کډوالو اېکسپرس ټریبیون ورځپاڼې ته ویلي، وروسته له هغه چې د ۲۰۱۴ کال په ډېسمبر کې په پېښور کې پر پوځي ښوونځي برید وشو، په پاکستان کې د افغان کډوالو ګوزاره سخته شوه او ورسره د چارواکو او ځایي خلکو چلند هم بدل شو.

ګارډین:

د انځور حقوق BBC World Service

د بریتانیا چاپ ګارډین ورځپاڼه د روسي چارواکو له قوله لیکي، ګاونډي هېوادونه باید د هغو هستوي وړتیا لرونکو توغندیو په اړه اندېښمن نه وي چې دې هېواد په دې وروستیو کې کاليننګراد په سیمه کې ځای پر ځای کړې دي.

د روسیې له دې ګامه وروسته پولنډ، ایستونیا او لېتونیا اندېښنه ښوولې وه، خو د روسیې دفاع وزارت ویلي، دا هر څه د پوځي تمریناتو برخه ده او کوم غیر عادي خبره نه ده.

ورځپاڼه وایي چې د سکندر په نوم د روسي توغندیو دا سیستم کولای شي د دښمن توغندي، چورلکې، قرارګاوې په نښه کولای شي. همدا دا توغندي ۵۰۰ سوه کیلومتره واټن ویشتلای شي. مهمه خبره دا هم ده چې د سکندر توغندي کولای شي هستوي وسلې په توګه وکاروي.

اړونده مطالب