د ۲۰۱۴ کال ولسمشریزې ټاکنې

مهم خبرونه

ورځپاڼې، سلواغه ۲۳، ترکیې ته د کرزي سفر

د کابل نن چاپ ورځپاڼو (د سلواغې ۲۳ /فبرورۍ ۱۲) د ټاکنو او ټاکنیزو کمپاینونو د ستونزو او لانجو ترڅنګ ترکیې ته د ولسمشر حامد کرزي سفر او د افغانستان، پاکستان او ترکیې درې اړخیزه سرمشریزه غونډه څېړلې او تبصرې یې پرې کړې.

د افغانستان ۱۳۹۳ ولسمشریزو ټاکنو نوماندان

د افغانستان ۱۳۹۳ ولسمشریزو ټاکنو ته د نوماندو کسانو په اړه لنډ معلومات او د هغوی کاري مخینې ته لنډه کتنه شوې ده.

د ولسمشرۍ د نوماندانو مرستیالان

د افغانستان د ۱۳۹۳ کال د ولسمشریزو ټاکنو د نوماندانو شمېر ۱۱ کسانو ته رسېږي، چې هر یو یې دوه مرستیالان لري. د مرستیالانو په دې ۲۲ کسیزه ډله کې دوې مېرمنې دي.

ورځپاڼې، سلوغه ۲۸، ټاکنیز مرکزونه

د کابل چاپ ورځپاڼو نن دوشنبه (د سلواغې ۲۸) د ټاکنو اړوند بېلابېل موضوعات څېړلې او تر ډېره بریده یې د کورنیو چارو وزارت هغه اعلان ارزولی دی چې وایې د رایې ورکونې ۲۴ نور مرکزونه یې پرانیستي دي او پ دې اړه هرې ورځپاڼې خپل نظر څرګند کړی.

کابل چاپ ورځپاڼې، د سلواغې ۲۹

د کابل چاپ ورځپاڼو نن (سه شنبه د سلواغې ۲۹مه) د ټاکنو او ټاکنیزو کمپاینونو ترڅنګ د کانکور په ازموینه کې ستونزې او درغلۍ، د کابینې له خوا تر اصلاحاتو وړاندې د جزایي اجراتو د قانون نه تصویبېدل څېړلي دي.

کابل چاپ ورځپاڼې، د کب پنځمه

د کابل نن چاپ ورځپاڼو (دوشنبه د کب پنځمه) تر ډېره بریده په کونړ ولایت کې وړمه شپه، د ملي اردو پر ځواکونو د هغه خونړي برید په اړه لیکنې کړې دې چې شا اوخوا شل سرتېري پکې ووژل شول.

کابل ورځپاڼې، سلواغه ۳۰، د مولوي رقيب وژنه

د کابل چاپ ورځپاڼو (د سلواغې ۳۰مه) په پېښور کې د پخواني افغان طالب چارواکي وژل کېدل، په اړه یې د افغان دولت غبرګون او د سولې پر پروسې د هغې اغېزې څېړلې دي.

ورځپاڼې، سلواغه ۲۲، د بګرام زندان چارې

د کابل چاپ ورځپاڼو نن (سه شنبه د سلواغې ۲۲مه) د ولسمشرۍ ماڼۍ یوه پرېکړه څېړلې چې د بګرام زندان چاري د کورنیو چارو وزارت ته سپاري او بهرنیو سرتېرو ته د افغان وګړو د نیولوحق نه ورکوي، خو ددې ترڅنګ یې د ټاکنو بېلابېل اړخونه هم ارزولي دي.

ورځپاڼې، سلواغه ۲۱، امنیتي تړون او کمپاینونه

د کابل چاپ نننیو ورځپاڼو (دوشنبه د سلواغې ۲۱مه) کابل ته د جرمني د بهرنیو چارو د وزیر په تړاو د امنیتي تړون پر سر بحث څېړلی.