له اولمپیک سره د ریو مخه ښه

مهم خبرونه

ریو ۲۰۱۶

انځورونه

د عکسونو البوم: د ریو اولمپیک سیالیو پای؛ امریکا د نوملړ سر کې ده

د عکسونو البوم: د ریو اولمپیک سیالیو پای؛ امریکا د نوملړ سر کې ده

د برازیل پلازمېنه ریو دې جینېرو کې د اګست په پنځمه پیل شوي اولمپیک سیالۍ د یکشنبې په شپه پایته ورسېدې. د پای مراسمو پر مهال شرقنده باران هم و. امریکا، بریتانیا او چین د ریو المپیک کې په ترتیب سره لومړی، دویم او درېیم مقامونه وګټل.

د عکسونو البوم

د عکسونو البوم: د اولمپيک سياليو ۱۵ مه ورځ

د عکسونو البوم
د عکسونو البوم: د اولمپيک سياليو ۱۵ مه ورځ

د برازيل په ريو کې د روانو اولمپیک سياليو پر ۱۵ ورځ هم امریکا د مډالونو د جدول په سر کې وه. ورپسې بريتانيا او چين وو. دا له ۱۹۰۸ کال راهيسې لومړی ځل دی چې بريتانيا په اولمپیک سياليو کې دا ډول لويې لاسته راوړنې لري.

د عکسونو البوم

د عکسونو البوم: د برازیل او جرمني ترمنځ پایلوبه

د عکسونو البوم
د عکسونو البوم: د برازیل او جرمني ترمنځ پایلوبه

د ریو فوټبال سیالیو په پایلوبه کې برازیل ۵ د ۴ پروړاندې جرمني ته په پنالټیو ماتې ورکړه او د سرو زرو مډال یې ترلاسه کړ. جرمني وړاندې په ۲۰۱۴ کال کې د نړیوال جام په سیالیو کې ۷ -۱ پروړاندې برازیل ته په نیمه پایلوبه کې ماتې ورکړې وه.

د عکسونو البوم

د عکسونو البوم: د اولمپيک سياليو ۱۳ ورځ

د عکسونو البوم
د عکسونو البوم: د اولمپيک سياليو ۱۳ ورځ

د برازيل په ريو کې د روانو اولمپيک سياليو پر ۱۳ ورځ هم امریکا د مډالونو د جدول په سر کې وه، ورپسې بريتانيا او چين په درېيم نمبر دی. کوربه هېواد برازيل هم دوه د سرو زرو مډالونه ګټلي دي.

د عکسونو البوم

د اولمپيک سياليو ۱۲ مه ورځ

د عکسونو البوم
د اولمپيک سياليو ۱۲ مه ورځ

د برازيل په ريو کې د روانو اولمپيک سياليو پر ۱۲ ورځ هم امریکا د سرو زرو ۳۰ مډالونو په ګټلو سره د جدول په سر کې وه، ورپسې بريتانيا په دوهم او چين په درېيم نمبر و. د نړۍ تر ټولو چټک انسان د جميکا يوسېن بولټ د ۱۰۰ متره واټن ځغاسته کې د سرو زرو مډال وګاټه.

د عکسونو البوم

د اولمپیک سیالیو ۱۱ ورځ

د عکسونو البوم
د اولمپیک سیالیو ۱۱ ورځ

د برازيل په ريو کې د روانو اولمپيک سياليو پر ۱۱ ورځ بریتانیايي بایسکل ځغلوونکي جیسون کیني د بایسکل ځغلونې سیالۍ کې د سرو زرو مډال ګټلی.

د عکسونو البوم

د اولمپیک سیالیو لسمه ورځ

د عکسونو البوم
د اولمپیک سیالیو لسمه ورځ

د برازيل په ريو کې د روانو اولمپيک سياليو پر نهمه ورځ هم امریکا د مډالونو د جدول په سر کې وه، ورپسې بريتانیا په دويم نمبر او چين په درېيم نمبر و.

د عکسونو البوم

د اولمپيک سياليو نهمه ورځ

د عکسونو البوم
د اولمپيک سياليو نهمه ورځ

د برازيل په ريو کې د روانو اولمپيک سياليو پر نهمه ورځ هم امریکا د مډالونو د جدول په سر کې وه، ورپسې بريتانیا په دويم نمبر او چين په درېيم نمبر و. د جمېکا يوسېن بولټ د ۱۰۰ متره واټن ځغاستې سياليو کې خپل امريکايي سيال ته له سختې سيالۍ وروسته ماته ورکړه.

د عکسونو البوم

د عکسونو البوم: د اولمپيک سياليو اتمه ورځ

د عکسونو البوم
د عکسونو البوم: د اولمپيک سياليو اتمه ورځ

د برازيل په ريو کې د روانو اولمپيک سياليو پر اتمه ورځ امريکا د مډالونو د جدول په سر کې وه او ورپسې چين و. دغه ورځ د بريتانيا لپاره ډېره ښه وه، دوی اته مډالونه وګټل او اوس د ۱۰ سرو زرو مډالونو په لرلو سره په جدول کې درېيم ځای لري.

د عکسونو البوم

د اولمپيک سياليو اوومه ورځ

د عکسونو البوم
د اولمپيک سياليو اوومه ورځ

د برازيل په ريو کې د روانو اولمپيک سياليو په اوومه ورځ هم امریکا د مډالونو د جدول په سر کې ده په دوهم نمبر چين او په درېيم نمبر بريتانيا ده. د سياليو پر اوومه ورځ سنګاپور اولمپيک سیالیو کې خپل لومړۍ مډال وګاټه.

د عکسونو البوم

د اولمپيک سياليو شپږمه ورځ

د عکسونو البوم
د اولمپيک سياليو شپږمه ورځ

د اولمپيک سياليو د شپږمې ورځې مهمه خبره د فجي لومړی مډال ګټل وو. دغه هېواد اووه کسيزه رګبي سیاليو کې د بريتانيا په څېر پياوړې لوبډلې ته ماته ورکړه او د سرو رو مډال يې وګاټه.

د عکسونو البوم

د اولمپيک سياليو پنځمه ورځ

د عکسونو البوم
د اولمپيک سياليو پنځمه ورځ

د برازيل په ريو کې د روانو اولمپيک سياليو پنځمه ورځ د بريتانيا لپاره ښه وه. د دوي منډې وهونکو د سرو زرو دوه او د ژېړو څلور مډالونه وګټل، خو امریکا تر اوسه د سرو زرو د ۱۱ مډالونو په ګډون ټول ۳۲ مډالونه ګټلي او د جدول په سر کې ده.

د عکسونو البوم

د عکسونو البوم: د اولمپيک سياليو څلورمه ورځ

د عکسونو البوم
د عکسونو البوم: د اولمپيک سياليو څلورمه ورځ

د برازيل په ريو دي جنيرو کې د ۲۰۱۶ روانو اولمپيک سياليو په څلورمه ورځ امريکايي لوبغاړو د سرو زرو څلور مډالونه وګټل دوی په ټوليز ډول ۲۶ مډالونه ګټلي او د جدول په سر کې دي. چين په دوهم، هنګري په درېيم، اسټراليا په څلورم او روسيه په پنځم نمبر ده.

د عکسونو البوم

د اولمپيک سيالیو درېيمه ورځ

د عکسونو البوم
د اولمپيک سيالیو درېيمه ورځ

د برازيل په ريو کې د روانو اولمپيک سياليو د درېيمې ورځې پای ته رسېدو سره د چين او امريکا د سرو زور د مډالونو شمېر برابر و، خو په ټوليز ډول امريکا د ۱۹ مډالونو په ګټولو سره په دوهمه ورځ هم د جدول په سر کې وه.

د عکسونو البوم

د اولمپيک دوهمه ورځ

د عکسونو البوم
د اولمپيک دوهمه ورځ

د برازيل په ريو کې د ۲۰۱۶ کال د روانو اولمپيک سياليو په دوهمه ورځ امريکا د ۱۲ مډالونو په ګټلو سره د اولمپيک سياليو د جدول په سر کې ده. په دوهم نمبر چين، په درېيم نمبر اسټراليا او په څلورم نمبر ايټاليا ده. د دغو لوبو غوره انځورونه دلته کتلای شئ.

د عکسونو البوم

د ريو اولمپيک لوبغالي

د عکسونو البوم
د ريو اولمپيک لوبغالي

د ۲۰۱۶ کال د ريو اولمپيک سيالۍ د برازيل ريو ډي جنيرو په څلورو ځايونو کې ترسره کېږي، چې په هغو کې ډيوډورو، برا، کوپاکبيانا او مارکانا شامل دي. د دغو سياليو د لوبغالو انځورونه دلته ليدلی شئ.

د عکسونو البوم

د اولمپيک لومړۍ ورځ

د عکسونو البوم
د اولمپيک لومړۍ ورځ

د برازيل په ريو دي جينېرو کې د ۲۰۱۶ کال اولمپيک سياليو په لومړۍ ورځ اسټراليا د سرو زور د دوو مډالونو په ګټلو سره تر ټولو وړاندې وه. په دوهم نمبر هنګري او په درېيم د امريکا راغله. د دغو سياليو د لومړۍ ورځې په زړه پورې انځورونه دلته کتلی شئ.

د عکسونو البوم

افغانستان په ریو اولمپیک کې

د عکسونو البوم
افغانستان په ریو اولمپیک کې

افغان لوبغاړي په خپل مټ د ۲۰۱۶ کال اولمپیک لوبو کې د ونډې یا سهمیې په اخیستو ونه توانېدل، خو اوسمهال افغانستان درې تنه لوبغاړي په سپینو کارتونو د ریو اولمپیک سیالیو ته لېږلي.

د عکسونو البوم

د ریو اولمپیک سیالۍ

د عکسونو البوم
د ریو اولمپیک سیالۍ

د برازیل ریو دې ژنیرو ۲۰۱۶ اولمپیک سیالیو د پیل مراسم په مارکانا لوبغالي کې پیل شول. په سیالیو کې به د ۲۰۶ هېوادونو او د کډوالو لوبغاړي په بېلابېلو سپورتي برخو کې سیالۍ کوي.

د عکسونو البوم

تېرې اولمپیک سیالۍ

د عکسونو البوم
تېرې اولمپیک سیالۍ

مجربې عکاسې ایلسا ګاریسن د ګیتي د سپورت برخې له ۴۰ ځانګړو عکاسانو څخه ده، چې سږ کال د ریو اولمپیک سیالیو کې هم خپل هنر وښيي. دلته هغې د تېرو اولمپیک سیالیو د خپلې خوښې انځورونه غوره کړي دي.

ځانګړي

د لوبو سره مخه ښه او د ۲۰۲۰ کال کوربه هېواد جاپان

د برازيل په ريو کې د تېرو اولمپيک سياليو په اړه معلوماتو لرو. په کابل کې د افغانستان فوټبال ليگ سياليو نوى پړاو همدا اوونۍ پيل شو. تېر ځل د دغو سياليو اتل د سپين غر بازان وو.

له طلايي مډال ګټلو وروسته د واده غوښتنه

د چین هه زي، چې د ښځینه لوبغاړو لست کې دویمه شوه، طلايي مډال یې وګاټه، خو د مډال اخیستو له سټیژه تر کوزېدا وروسته ناڅاپه د واده له غوښتنې سره مخامخ شوه، هغه هم د خپلې لوبډلې د یوه نارینه لوبغاړي له خوا.

ريو اولمپيک: د سعودي ښځینه منډې وهونکې تاريخ جوړ کړ

کريمان ابو الجدايل د سعودي عربستان لومړنۍ ښځينه ده چې د اولمپيک سياليو په ۱۰۰ متره واټن ځغاسته کې برخه اخستې.د سعودي عربستان لومړنۍ ښځينه چې په اولمپيک سياليو کې يې ګډون کړی ساره عطار وه.

ازموینه: د اولمپیک کوم لوبغاړي ته ورته یاست؟

په دغه ازموینه کې د ځان په اړه معلومات ولیکي او وګورئ چې ستاسې جوړښت د اولمپیک له کوم لوبغاړي سره ورته والی لري؟

اولمپیک کې د محجبې امریکایۍ لوبغاړې د سیالۍ هرکلی

د امریکا د لوبو یوه کتونکي له امریکايي توره وهونکې ابتهاج محمد وپوښتل، چې ایا غواړي خپل ځان والوځوي، ځکه چې حجاب یې مراعات کړی دی، خو نژدې دوه اونۍ وروسته د ابتهاج محمد دریځ د امریکا لومړۍ مېرمنې میشل اوباما ته په سیالیو کې یو درس ورکړ.

له برلين تر ريو د اولمپيک مشعلونه

د اولمپيک لوبې سلګونو کاله تاريخ لري. خو ۱۹۳۶ کال کې چې د برلین لوبې وې د لومړي ځل لپاره یې مشعل څرګند شو. د اولمپيک سياليو لپاره هر ځل نوی مشعل جوړېږي. دلته یې په اړه بشپړ معلومات لوستلی شي

ريو ۲۰۱۶: د سوريايۍ کډوالې ارمان

په نړۍ کې داسې خلک شته چې موږ نه غواړو د هغوی پيروي وکړو او يا هم د هغو په څېر ژوند وکړو، خو د دې سربېره د دوی له کړونو، شخصيت او هڅو ډېر څه زده کوو، چې څنګه له يوه ناوړه بشري حالت نه غوره انسانيت راوباسو.

خپل ذهن وازمویئ: کولی شئ د اولمپیک لوبغاړی شئ؟

ځان وازمويئ او وګورئ چې په اولمپیک لوبو کې د اتل کېدو لپاره اړ ذهن لرئ او که نه.

د روغتيا نړيوالې ادارې د اولمپيک لوبو د ځای بدلولو غوښتنه رد کړې

په نړيواله کچه له ۱۰۰ ډېرو روغتيايي کارکوونکو ويلي وو چې د زيکا وايروس له امله د اولمپيک لوبې چې د برازيل په ريو ډي جينېرو کې ترسره کېږي وځنډول يا بل ځای ته ولېږدول شي، خو روغتيا نړيوالې ادارې يې غوښتنه رد کړې