د کډوالو له کړاوونو ډک سفر او راتلونکې

مهم خبرونه

Features

اووه ميليونه افغانان کډوال دي

نن د کډوالو نړيواله ورځ ده، افغانستان د اوو ميليونو کډوالو په لرلو سره د نړۍ دويم هېواد دی چې اوسېدونکي يې په نورو هېوادونو کې کډوال دي.په ملګرو ملتونو کې د کډوالو چارو عالي کمشنرۍ له نړيوالې ټولنې غوښتي چې د افغان کډوالو د حالت په اړه کوټلي ګامونه واخلي

ايران د سوريې جگړې ته افغانان لېږي

پداسې حال کې چې په سوریه کې پنځه کلنه جګړه روانه ده، د بي بي سي فارسي څانګې داسې شواهد موندلي چې ایران په زرګونو افغانان سورېې ته لیږي چې د سوري ځواکونو ترڅنګ وجنګیږي. دا کسان چې زیاتره ېې هزاره ګان دي.

ولې پاکستان مېشته افغانانو کډوالۍ ته دوام ورکړى؟

د کډوالۍ په ستړي ژوند سربېره له دغو خلکو سره د پاکستاني پولیسو او نورو امنيتي ادارو د "بد چلند او ځورول کېدو" راپورونه خپرېږي، خو لا هم دوی خپل هېواد ته نه ستنېږی. دغه کډوال وايي،بیکاري او نورې ناخوالې سبب شوي خپل هېواد ته بېرته ورګرځېدو ته زړه ښه نه کړي.

د یوې پناه وړونکې سفر: "د انسان په سترګه درته نه ګوري"

ارنېسا بول یزمیک کستورا چې په ۲۰۰۲ کې له بوسنیا څخه تښتېدلې بي بي سي ته خپله کیسه کوي چې څرنګه ېې د امریکا په متحدو ایالتونو کې نوی ژوند ودان کړ.