د کډوالو کړکېچ

مهم خبرونه

نور خبرونه

د کډوالو پر کړکېچ د اروپايي هېوادونو وېشلي نظرونه

د کډوالو پر کړکېچ د اروپايي هېوادونو وېشلي نظرونه

ټاکل شوې د ختیځې اروپا د څلورو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران د کډوالو پر کړکېچ په داسې حال کې د خبرو لپاره راغونډ شي چې پر دغه مسله د اروپايي هېوادونو نظرونه وېشلي دي. جرمني او فرانسه غواړي چې کډوال په برابر ډول د اروپايي ټولنې د هېوادونو تر منځ ووېشل شي.

۲۴ ساعتونو کې اتريش ته نژدې ۱۰۰۰۰ کډوال اوښتي

۲۴ ساعتونو کې اتريش ته نژدې ۱۰۰۰۰ کډوال اوښتي

په زیاتره اسلامي هېوادنو کې د تاوتریخوالي او بې وزلۍ له کبله ډیر شمېر وګړي اروپايي هېوادونو ته د کډوالۍ هڅه کوي. په دې بهیر کې یوازې اتریش هېواد ته په تېرو ۲۴ ساعتونو کې نژدې ۱۰۰۰۰ کډوال ورغلي دي.

م م : هنګري کې د پولیسو او پناه غوښتونکو اخ و ډب هېښ کړي یو

م م : هنګري کې د پولیسو او پناه غوښتونکو اخ و ډب هېښ کړي یو

د ملګرو ملتونو عمومي منشي بانکي مون ویلي د هنګري پولیسو له لوري له خپلو پولو د کډوالو شړلو لپاره د اوښلن ګاز کاروولو او اوبو شیندلو پېښې ' هېښ ' کړی دی. د ښاغلي بان په خبره له پناه غوښتونکو سره دغه ډول ' چلند ' د منلو نه دی.

م. م: سږکال یو میلیون نور کسان سوریه کې بې ځایه کېږي

م. م: سږکال یو میلیون نور کسان سوریه کې بې ځایه کېږي

د ملګرو ملتونو ارزونې ښيي، چې په روان کال کې د سوریې د کورنۍ جګړې له کبله لږترلږه یو میلیون نور وګړي د هېواد د ننه بې ځایه کېږي.

"کېدای شي راتلونکو دوو ورځو کې ۴۰۰۰۰ کډوال جرمني ته واوړي"

"کېدای شي راتلونکو دوو ورځو کې ۴۰۰۰۰ کډوال جرمني ته واوړي"

ښکاري ډېری له دغو کډوالو به جنوبي ښار مونيخ ته لاړ شي خو ويل کېږي داسې وېره ده چې دغه ښار به ونشي کړای په دومره لوی شمېر کډوال ځای کړي.

هنګري کې د کډوالو کمپ کې اړودوړ رامنځ ته شوی

هنګري کې د کډوالو کمپ کې اړودوړ رامنځ ته شوی

یوه ویډیو ښيي چې هنګري کې د سربیا پولې ته نږدې سیمه کې کډ‌والو ته په کڅوړو کې خوراکي توکي غورځول کېږي. هغې اتریشي ښځې چې دغه ويډیو يې اخیستې وویل، له کډوالو سره د "حیواناتو" په څېر چلند کېږي او له اروپايي هېوادونو یې وغوښتل چې خپلې پولې پرانیزي.

''هنګري له کډوالو سره د حیواناتو په څېر چلند کوي''

''هنګري له کډوالو سره د حیواناتو په څېر چلند کوي''

د بشري حقونو د څار سازمان یوه چارواکي ویلي، په هنګري کې د کډوالو پندغالی وېروونکي حالت کې دی، او چارواکي له دوی سره د څارویو په څېر چلند کوي.

اروپايي ټولنه "باید نور کډوال هم ومني"

اروپايي ټولنه "باید نور کډوال هم ومني"

د اروپايي ټولنې مشر جان-کلوډ یونکر داسې پلانونه اعلان کړي چې په وینا یې اروپا کې د کډوالو د کړکېچ حل لپاره "چټکې"، ژمنې او هر اړخیزې لارې وړاندې کوي. د وړاندیزونو له مخې، د اروپايي ټولنې په هېوادونو کې باید ۱۲۰ زره نور کډوال هم په مساویانه ډول ووېشل شي.

د کډوالو کړکېچ هواري لپاره د اروپايي ټولنې نوې تګلاره

د کډوالو کړکېچ هواري لپاره د اروپايي ټولنې نوې تګلاره

د اروپايي ټولنې اجراییوي کمېټه د یوې داسې تګلارې لپاره چمتووالی نیسي، چې غړي هېوادونه له خپل وس سره سم کډوال ومني او په دې سره له دویمې نړیوالې جګړې وروسته،‌ د کډوالو کړکېچ پای ته ورسوي.

د کډوالو لوی شمېر به "جرمني بدله کړي"

د کډوالو لوی شمېر به "جرمني بدله کړي"

د جرمني لومړۍ وزیرې ویلي د کډوالو "خورا لوی" شمېر به یې هېواد په راتلونکو کلونو کې "بدل" کړي. نوموړې وویل جرمني د کډوالۍ رسمي چارو بهیر کې سرعت راوړي او د دې موخې لپاره نور اضافي کورونه جوړوي خو د اروپايي ټولنې له نورو هېوادونو یې هم مرسته وغوښته.

د فنلنډ لومړي وزیر کور د کډوالو په خدمت کې

د فنلنډ لومړي وزیر کور د کډوالو په خدمت کې

د فنلنډ لومړي وزیر یوها سیبیلا د شنبې په ورځ وویل، غواړي له خپل شخصي کور یې پناه غوښتونکي ګټه واخلي. نوموړي پر ټولو فنلنډیانو غږ کړی چې اروپا ته له جګړې او لوږې تښتېدلي کډوال ونازوي.

م. م: اروپايي ټولنه دې ۲۰۰ زره کډوال ومني

م. م: اروپايي ټولنه دې ۲۰۰ زره کډوال ومني

د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو د عالي کمیشنرۍ مشر انتونیو ګوترس ویلي، د کډوالو د کړکېچ په باب د اروپايي هېوادونو ترمنځ ناهمغږي یوازې د قاچاق کوونکو په ګټه تمامېږي. نوموړي د اروپايي ټولنې له غړو هېوادونو د ۲۰۰ زره کډوالو د منلو غوښتنه کړې ده.

اورګاډي کې د هنګري پولیسو او کډوالو تر منځ اخ و ډب

اورګاډي کې د هنګري پولیسو او کډوالو تر منځ اخ و ډب

د هنګري پلازمېنې بوداپېست لوېدیځ کې کډوال او پولیس وروسته له هغه لاس او ګرېوان شول چې پولیسو هڅه وکړه کډوال په زوره له یوه اورګاډي وباسي. سیمه د پولیسو له خوا د (عملیاتو زون) اعلان شوې او خبریالانو ته ویل شوي چې له دغه ځایه ووځي.

سلګونه کډوال په اورګاډي کې اتریش ته ننوتي

سلګونه کډوال په اورګاډي کې اتریش ته ننوتي

د هنګري پر پوله له څو ساعته ځنډ وروسته، سلګونه کډوال په یوه اورګاډي کې د اتریش وینا ښار ته ننوتلي او ډېر شمېر یې په اورګاډو کې ژر جرمني ته خوځېدلي دي.

د کډوالو کمشنر او د فرانسې لومړي وزير د کډوالو له پنډغالي ليدنه کړې

د کډوالو کمشنر او د فرانسې لومړي وزير د کډوالو له پنډغالي ليدنه کړې

د اروپایي ټولنې د کډوالو کمشنر او د فرانسې لومړي وزیر په دې هېواد کې د کډوالو د یو لوی پنډغالي، کالې څخه کتنه کړې ده. د کډوالو په یوه مرکز کې د وینا پر مهال د فرانسې لومړي وزیر مانول والس وویل، د کډوالو د روان ناورین د حل لپاره نړیوالې همکارۍ ته اړتیا ده.

د اتریش له یوه روغتونه د سوریې ماشومان تري تم شوي

د اتریش له یوه روغتونه د سوریې ماشومان تري تم شوي

د اتریش پولیس وايي، د سوریې د هغو ژغورل شویو کورنیو درې ماشومان او د هغوی کورنۍ له یوه روغتون نه تري تم شوي، چې په یوه لارۍ کې له ۲۶ کډوالو سره یوځای وژغورل شول.

اروپايي ټولنه د کډوالو پر کړکېچ بېړنۍ غونډه کوي

اروپايي ټولنه د کډوالو پر کړکېچ بېړنۍ غونډه کوي

اروپايي ټولنې اعلان کړی، چې د کورنیو چارو وزیران به یې د کډوالو د کړکېپه اړه دوې اوونۍ وروسته بېړنۍ خبرې وکړي. له لوکسمبورګه چې د اروپايي ټولنې دوره یي مشرتوب یې په غاړه دی، په یوه اعلامیه کې راغلي دا کړکېچ په دې وروستیو کې بې سارې کچې ته رسېدلی.

د کډوالو ستونزه: په لارۍ کې د وژل شويو په تړاو پنځه کسان نيول شوي

د کډوالو ستونزه: په لارۍ کې د وژل شويو په تړاو پنځه کسان نيول شوي

د هنګري پوليس وايي پنځم کس يې د هغو۷۱ کډوالو په تړوا چې په يوه لارۍ موټر کې يې مړي موندل شوي وو، نيولی دی. تر اوسه د دې پېښې په تړاو څلور بلغلريايان او يو افغان نيول شوی دی.

م.م: د کډوالو د مړینو مخنیوي لپاره نورو ګامونو ته اړتیا ده

م.م: د کډوالو د مړینو مخنیوي لپاره نورو ګامونو ته اړتیا ده

د ملګرو ملتونو عمومي په اروپا کې د کډوالو ناورین کې پر ټولو ښکېلو هېوادونو غږ کړی چې د پناه غوښتونکو د تېرېدو پخاطر خوندي لارې پراخې، او له دوی سره انساني چلند وکړي. د امریکا حکومت هم له اروپايي هېوادونو غوښتي وو چې د نورو کډوالو د مړینې مخه ونیسي.

اروپا ته د کډوالو د سفرونو دردونکې کیسې

اروپا ته د راتلونکو ناقانونه کډوالو بهیر اوس پر یوه ناورین بدل شوی دی. تر څو ورځو وړاندې د جرمني په ګډون یو شمېر اروپایي هېوادونو دې کډوالو ته خپلې دروازې پرانیستې او هرکلی یې ورته ووایه.

جرمني: هر کال نیم میلیون پناه غوښتونکي منلی شو

جرمني وايي، کولی شي په راتلونکي کې هر کال ۵۰۰ زره کډوال ومني. بلخوا اروپايي کمېسیون د کډوالو اړونده طرحې باندې خبرې کوي. که چېرې دغه طرحه تصویب شي د اروپايي ټولنې هغه غړي هېوادونه چې د کډوالو له منلو اوږې سپکوي جریمه کېږي.

خلیجي هېوادونه ولې سوري کډوالو ته پناه نه ورکوي؟

پر پولو او د اورګاډي پر تمځایونو د ایسارو سوري کډوالو انځورونو او په ځانګړې ډول د درې کلن الان کردي خواشینونکی انځور چې د ترکیې په اوبو کې د سمندر پر غاړه مړ پروت و، جنګ ځپلو خلکو سره د مرستو غوښتنو ته زور ورکړی.

مصری میلیاردر: غواړم کډوالو ته نوی هېواد جوړ کړم

مصري میلیاردر او سیکولر سیاستوال نجیب ساویرس له ایټالیا او یونان غوښتي چې په مدیترانې کې یو پرېښودل شوی ټاپو پر ده وپلوري، چې هلته د منځني ختيځ او د افریقا د شمالي برخو پناه غوښتونکو ته یو ''نوی خپلواک هېواد'' پکې جوړ کړي.

د اولمپیک نړیواله کمېټه کډوالو سره ۱،۳ میلیون ډالره مرسته کوي

د اولمپیک نړیواله کمېټه وايي د اولمپیک ملي کمېټو له لارې یې کډوالو سره د بېړنیو مرستو لپاره ۱،۳ میلیون ډالره بودیجه ځانګړې کړې ده. د دغې کمېټې مشر ټامس باک وویل: "موږ د کډوالو غمیزې او د تېرو څو ورځو زړه ماتونکو کیسو خواشیني کړي یو."

د نړۍ ورځپاڼو په بې ساري ډول له کډوالو سره خواخوږي څرګنده کړې

د نړۍ ډېرې ورځپاڼې د هغو پېښو او حالاتو په انځورونو ډکې دي چې په روانې اونۍ کې په هنګري، ترکیې، اتریش، جرمني او ځینو اروپايي هېوادونو کې پر کډوالو تېرېږي. په دغو انځورونو کې تر ټولو ډېر چاپ شوی عکس د هغه سوریايي ماشوم دی چې مړی یې د سمندر پر غاړه پروت ؤ.