د امریکا ولسمشریزې ټاکنې

مهم خبرونه

ځانګړي مطالب

د م. م چارواکي د ربړونې په باب د ټرمپ خبرې غندلې

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو یوه چارواکي د امریکا ولسمشریزو ټاکنو ته د نوماند ډونالډ ټرمپ څرګندونې غندلې دي. ټرمپ د بندیانو د ربړولو په ملاتړ څرګندونې کړې دي، چې د نوموړي دا خبرې توپیرپالنه بلل شوې.

پۀ ډونلډ ټرمپ د سوک وهنې د پخواني اتل محمد علي نيوکه

د سوک وهنې تلې څهرې محمد علي د امريکا د ولسمشرۍ ټاکنو کې د جمهوري خوا گوند دکانديتورۍ د هيله من ډونلډ ټرمپ په هغه څرگندونو نيوکه کړې ده چې ويلي يي وو" امريکا ته د مسلمانانو په ورتگ بايد بنديز ولگول شي".

ولید بن طلال: ټرمپ د امریکا لپاره شرم دی

د سعودي عربستان شهزاده ولید بن طلال د امریکا ولسمشرۍ ټاکنو ته ولاړ نوماند ډونالډ ټرمپ د ''امریکا لپاره شرم'' ګڼلی، خو ټرمپ بیا بن طلال یو ''بې عقل'' انسان بللی دی.

ډونالډ ټرمپ د الشباب په تبلیغاتي ویډيو کې

سومالیا کې سخت دریځې وسله والې ډلې الشباب یوه تبلیغاتي ویډیو خپره کړې، چې پکې د امریکا ولسمشریزو ټاکنو ته د هیله مند کاندید ډونالډ ټرمپ ویډیويي کلیپ هم شامل دی.

د ټرمپ له کرکې پر ډکو څرګندونو تازه نیوکې شوې

د امریکا د ولسمشریزو ټاکنو په لړ کې د جمهوریت غوښتونو له ډلې څلور پاتې نوماندانو په یوه تلویزیوني مناظره کې برخه واخیسته. د اسلام او مسلمانانو په اړه د ټرمپ دریځ لانجمن بحثونه راپارولي دي.

ټرمپ: د جمهوري غوښتونکي گوند مشران ما ناکامول غواړي

د امريکا د ولسمشرۍ راتلونکو ټاکنو کې د جمهوري غوښتونکي گوند د نوماندۍ گټلو هيله من ډونلډ ټرمپ په نيويارک کې د خبرو پرمهال د گوند مشران دده پرضد په دسيسې تورن کړل. دا مهال په روانې سيالۍکې دى له نورو مخکې دى. د گوند مشرانو دا تورونه رد کړي دي.