امريکايي پوځيانې په جګړه کې (انځورونه)

  •  که څه هم د امریکا پوځي چارواکي د افغانستان او عراق په مخامخ جګړو کې ښځو ته د ګډون اجازه نه ورکوي، خو د جګړې په اړوندو برخو کې بیا د برخې اخیستو او فعالیت اجازه لري. تر اوسه د امریکا په پوځ کې تر ۲۳۵۰۰۰ ښځې پوځي دندې ترسره کړې، چې د عراق او افغانستان په جګړو کې ۱۲۹ وژل شوې دي.
    که څه هم د امریکا پوځي چارواکي د افغانستان او عراق په مخامخ جګړو کې ښځو ته د ګډون اجازه نه ورکوي، خو د جګړې په اړوندو برخو کې بیا د برخې اخیستو او فعالیت اجازه لري. تر اوسه د امریکا په پوځ کې تر ۲۳۵۰۰۰ ښځې پوځي دندې ترسره کړې، چې د عراق او افغانستان په جګړو کې ۱۲۹ وژل شوې دي. له ګڼو ښځو سره په مرکو کې، جېنې هم خپل کور ته تر ستنېدا وروسته په خپل کتاب (لورا براوډر په جګړه کې) ويلي په جګړه کې برخې اخیستو ته زښته زیاته لېواله ده، ګڼو نورو بیا ويلي چې د کورنیو چارو په پرتله جګړه ييز فعالیتونه ورته اسانه دي.
  • له ګڼو ښځو سره په مرکو کې، جېنې هم خپل کور ته تر ستنېدا وروسته په خپل کتاب (لورا براوډر په جګړه کې) ويلي په جګړه کې برخې اخیستو ته زښته زیاته لېواله ده، ګڼو نورو بیا ويلي چې د کورنیو چارو په پرتله جګړه ييز فعالیتونه ورته اسانه دي.
    له ګڼو ښځو سره په مرکو کې، جېنې هم خپل کور ته تر ستنېدا وروسته په خپل کتاب (لورا براوډر په جګړه کې) ويلي په جګړه کې برخې اخیستو ته زښته زیاته لېواله ده، ګڼو نورو بیا ويلي چې د کورنیو چارو په پرتله جګړه ييز فعالیتونه ورته اسانه دي.
  • لورېن لارېنس د بوسنیا په جګړه کې برخه اخیستې ده، هغه پوښتي چې: "ولې موږ د ښځو په توګه دا کار کوو، دا ځکه چې خپل ځانونه وړاندې بوځو. پخپله ځان ته خدمت وکړو. "
    لورېن لارېنس د بوسنیا په جګړه کې برخه اخیستې ده، هغه پوښتي چې: "ولې موږ د ښځو په توګه دا کار کوو، دا ځکه چې خپل ځانونه وړاندې بوځو. پخپله ځان ته خدمت وکړو. "
  • د امریکا په پوځ کې ښځې د پوځي پوليسو په توګه دنده ترسره کوي، وسلې ورسره ګرځوي، د ماینونو په کشفولو کې روزل شوي سپي ورسره ګرځوي، دوی وايي د نارینه وو په څېر باید ښځې هم په پوځي خدمت کې ځانونه شاته نه کړي.
    د امریکا په پوځ کې ښځې د پوځي پوليسو په توګه دنده ترسره کوي، وسلې ورسره ګرځوي، د ماینونو په کشفولو کې روزل شوي سپي ورسره ګرځوي، دوی وايي د نارینه وو په څېر باید ښځې هم په پوځي خدمت کې ځانونه شاته نه کړي.
  • د براوډر په څېر ګڼې مېرمنې وايي د جګړې پرمهال يې خپل کوچني ماشومان يادېږي، خو پوځ ته خپله وفاداري هم نه شي هېرولي. پوځي کپټانه ګبرېلا اوردينز مک کي چې يوه قانون پوه هم ده، وايي پر امریکا د ۲۰۱۱ کال د سپتمبر د ۱۱ تر بریدونو وروسته له پوځ سره يوځای شوې ده.
    د براوډر په څېر ګڼې مېرمنې وايي د جګړې پرمهال يې خپل کوچني ماشومان يادېږي، خو پوځ ته خپله وفاداري هم نه شي هېرولي. پوځي کپټانه ګبرېلا اوردينز مک کي چې يوه قانون پوه هم ده، وايي پر امریکا د ۲۰۱۱ کال د سپتمبر د ۱۱ تر بریدونو وروسته له پوځ سره يوځای شوې ده.
  • د وريرجينيا د ملي پوځي ګارد يوه ساتونې پېګ بمګارنر وايي د پوځ د اور وژنې په برخه کې کار کوي، چې د خلکو ژوند وژغوري، او نارینه وو ته درناوی لري.
    د وريرجينيا د ملي پوځي ګارد يوه ساتونې پېګ بمګارنر وايي د پوځ د اور وژنې په برخه کې کار کوي، چې د خلکو ژوند وژغوري، او نارینه وو ته درناوی لري.
  • د سمندري ځواکونو يوه پخوانۍ افسره کولن فاګن وايي : "بېرته له پوځ سره يوځای کېدل غواړم، ما ملي او پوځي دندې ترسره کړې دي، فکر کوم چې له عادي ژوند نه به پوځي ژوند غوره وبولم. "
    د سمندري ځواکونو يوه پخوانۍ افسره کولن فاګن وايي : "بېرته له پوځ سره يوځای کېدل غواړم، ما ملي او پوځي دندې ترسره کړې دي، فکر کوم چې له عادي ژوند نه به پوځي ژوند غوره وبولم. "
  • د امريکايي پوځ د مامورینو مشره کانیکا مک فډن او د هغې مېړه دواړه پوځيان دي، دواړه هغه مهال له پوځ سره يوڅای شول، چې لورکۍ يې د شپږو میاشتو وه. کله چې تر نهو میاشتو وروسته راستانه شول، نو خپلې لور دوی نه پېژندل.
    د امريکايي پوځ د مامورینو مشره کانیکا مک فډن او د هغې مېړه دواړه پوځيان دي، دواړه هغه مهال له پوځ سره يوڅای شول، چې لورکۍ يې د شپږو میاشتو وه. کله چې تر نهو میاشتو وروسته راستانه شول، نو خپلې لور دوی نه پېژندل.
  • "براوډرز وايي: "په پوځي دنده کې دور ته بېلابېلې روزنې ورکړل شوې، دوی رښتيا فکر کوي چې ګني دوی لومړۍ يا دویم نبر ښځينه پوځيانې وې."
    "براوډرز وايي: "په پوځي دنده کې دور ته بېلابېلې روزنې ورکړل شوې، دوی رښتيا فکر کوي چې ګني دوی لومړۍ يا دویم نبر ښځينه پوځيانې وې."
  •  براوډر وايي: "دغه ښځې رښتيا هم په زړه پورې دي، موږ يې اړکړو چې د ښځو ترمنځ همغږي ټينګه کړو او د تاوتریخوالي مخه ونيسو، موږ ته يې د مورولۍ او د پوځي دندې په اصلي مانا پوی کړي يو. "
    براوډر وايي: "دغه ښځې رښتيا هم په زړه پورې دي، موږ يې اړکړو چې د ښځو ترمنځ همغږي ټينګه کړو او د تاوتریخوالي مخه ونيسو، موږ ته يې د مورولۍ او د پوځي دندې په اصلي مانا پوی کړي يو. "
  • براودر اټکل کوي چې ښځينه پوځيانې خپلې پوځي دندې ته ډېرې وفادارې وي، چې دا د "يوه رښتيني پوځي په مانا ده."
    براودر اټکل کوي چې ښځينه پوځيانې خپلې پوځي دندې ته ډېرې وفادارې وي، چې دا د "يوه رښتيني پوځي په مانا ده."
  • د پوځي يوه کپتانه کيلي ناکي څه موده وړاندې په عراق کې د سړک غاړې د ماین په چاوده کې خپله پښه له لاسه ورکړه، "زه پوهېږم چې بېرته به ستنه شم، زه به بېرته وګمارل شم، زه منم چې هر وخت د خپلې پښې ضایع کولو ته چمتو یم. "
    د پوځي يوه کپتانه کيلي ناکي څه موده وړاندې په عراق کې د سړک غاړې د ماین په چاوده کې خپله پښه له لاسه ورکړه، "زه پوهېږم چې بېرته به ستنه شم، زه به بېرته وګمارل شم، زه منم چې هر وخت د خپلې پښې ضایع کولو ته چمتو یم. "

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .