له خنډونو سره ملگرې ٤٠٠ متريزه ځغاسته

Image caption د نارینه وو لپاره د ۴۰۰ مترو منډه له ۱۹۰۰ کاله راهيسې روانه ده.

هغه خنډونه چې په ۴۰۰ مترو کې کاریږي ترهغو واړه دي چې په ۱۰۰ مترو کې کاریږي. د هر خنډ ترمنځ ۳۵ متره واټن دی او په پای کې یې ۴۰ متره ځغاسته ده. دا هم د ځغاستې پر نظم او چټکتيا اغېز کوي چې گټونکي له بايلونکو بېلوي.

د نارینه وو لپاره د ۴۰۰ مترو منډه له ۱۹۰۰ کاله راهيسې روانه ده.

ددې ډول ځغاستې یو مشهور لوبغاړى امریکایی اېډ موسېس دی چې لس کاله يې پر دې لوبې سيورى پروت و. ده خپل لومړنى نړیوال ریکارډ پر ۱۹۸۰م کال ټينګ کړ، د سرو مډال يې پر ۱۹۸۴م کال په لاس انجلس کې وګاټه او بيا تر ۱۹۸۷کاله چا مات نشو کړى.

په نارينه وو کې له خنډونو سره د ملگرې۴۰۰ متريزې چټکې منډې ريکارډ پر ١٩٩٢ کال د بارسلونا له لوبو راهیسې نه دی مات شوی. دا هغه مهال و چې امريکايي کېوېن یونګ په ۴۶ اعشاريه ٧٨ ثانیو کې دا واټن وواهه.

لومړنۍ ښځه چې په ۴۰۰ مترو کې یې د سرو زرو مډال وګاټه، مراکشۍ نوال المتوکل وه چې په افريقا کې زېږېدلې مسلمانه ده. دې پر ١٩٨٤ کال د لاس انجلېس په اولمپيک کې اتلولي تر لاسه کړه او دا لومړى ځل و چې ښځو د ځغاستې په دغه ډول سيالۍ کې گډون کاوه.

په ۴۰۰ متره مڼدو کې ښځينه نړیوال ریکارډ پر ۲۰۰۳م کال روسۍ یولیا پیچونکینې ټینګ کړيدى. هغې دا منډه په ۵۲ اعشاريه ٣٤ ثانیو کې بشپړه کړه. د اولمپیک ریکارډ تر دې لږ ورو دى چې په ٥٢ اعشاريه ٦٤ ثانيو کې د جمایکايۍ ميلني واکر له خوا پر ٢٠٠٨ کال د بېجينگ په اولمپيک کې ټينگ شو.