سوک وهنه

Image caption د لندن اولمپیک لوبې کې د افغانستانه صدف رحیمي د سوک وهنې په سیالیو کې لوبېږي.

نارینه له ۱۹۱۲ کاله راهيسې په اولمپیک لوبو کې سوک وهنې کوي، خو ښځې به د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۲م کال د لندن په اولمپیک کې د دې برخې د مډالونو لپاره سیالي وکړي.

د نارینه وو لپاره د وزن لس او د میرمنو لپاره درې کټګورۍ دي.

د سوک اتلان په دوديز ډول د کیوبا او امريکا وي، خو دوی د بېجينګ په اولمپیک کې د سرو يومډال هم ونه گاټه. د لوبو پاړۍ، سيال ته په ډېرو سوکانو او يا د لوبو له کړۍ نه د هغه په ايستلو سره گټل کېږي.

د اولمپیکي او مسلکي سوک وهنې يو توپير دادی چې دلته سيالان خولۍ په سروي او د پاړيو شمېر يې هم لږ وي: درې – درې دقيقه يي پاړۍ د نارينه وو او څلور – دوه دقيقه يې پاړۍ د ښځو لپاره. ښځې دغه راز د ټټر د خونديتوب لپاره هم يو څه اغوندي.

هغه سوک د نومرې وړ گرځي چې په لاسکښه کې د نغښتي لاس پر پنجه د سيال د بدن پر مخکنۍ برخه، اړخ او يا هم د سر پر مخکنۍ خوا ولگېږي. سوک وهونکى پخپل غزيدلي لاس لنډ چټک گوزارونه کوي، پر نيمه دايره (swinging hooks ) د سر پر يوې برخې گوزار کوي او له پاسه يې (uppercuts) زنه په نښه کوي.

په تاريخ کې د سوک وهنې يو شمېر وتلى څېرې لکه محمد علي( چې هغه مهال کاسیوس کلې نومېده)، جو فريزر، جورج فورمن، مایکل سپينکس، لېنکس لويیس، ولادیمیر کلیچکو او شوګر رى لیونارد په اولمپيک کې د سرو مډالونو په گټلو بريالي شوي دي.

محمد علي (يا د هغه مهال کاسيوس کلې) په امریکا کې پر توپيرې چلند د اعتراض په ډول خپل مډال ورسته اوهایو سيند ته وغورځاوه.

د کیوبا يو ستر سوک وهونکى تیوفیلیو سټیونسن و چې په درانده وزن کې يې د ۱۹۷۲ او ۱۹۸۰تر منځ د سرو درې مډالونه وګټل. هغه سره له دې چې د ميليونو ډالرو وړانديز ورته وشو، په مسلکي ډول سوک وهنې ته له ادامې ډډه وکړه. دى وروسته د کيوبا د سوک وهونکو روزونکى شو.

د ښځو سوک وهنې پر ۱۹۰۴ کال د سنت لويیس په لوبو کې ننداره يي بڼه درلوده، خو په تاريخ کې د نگه ښځينه لوبغاړو د سوک وهنې سابقه د ثبت شويو اسنادو له مخې تر ١٧٢٢ کاله رسېږي. لاهم په اولمپيک کې ددغو لوبو پر گډولو ډېرې ناندرۍ روانې دي. .

ښځې به په ډېر کم وزن(۴۸ـ۵۱ کیلو ګرامه)، سپک وزن (۵۶ـ۶۰ کیلوګرامه) او منځني وزن (۶۹ـ۷۵ کیلو ګرامه) کې سیالۍ کوي.