اوږد واټنه ځغاسته

د انځور حقوق RIA Novosti
Image caption د ښځو لومړنۍ اوږده ځغاسته په ۱۹۸۴م کال کې د امریکا په لاس انجلس کې وشوه

دا ډول ځغاسته د لومړي ځل لپاره په ۱۸۹۶ کال کې د آتن په اولمپیک کې وشوه خو اوسنۍ ۲۶ ميله (٤٢ کيلومتره) ځغاسته په ۱۹۰۸ کال کې پیل شوه چې هغه مهال د برتانيې شاهي کورنۍ غوښتل ځغاسته له ویندزر ماڼۍ نه د وايټ سيټي تر لوبغالي وشي.

دا ډېره ګرانه سیالي ده چې ډېر زغم غواړي. زیاتې روزنې ته اړتیا ده او د انسان پر بدن زیات فشار راځي.

اوږدې ځغاستې د لرغوني یونان له افسانوي سرتیري فیدي پېدېس نه الهام اخیستی چې بې له ځنډه ۲۶ میله ځغلېدلى و. ده غوښتل چې پر پارسيانو د یونان د بري خبر آتن ته ورسوي خو تر پیغام رسولو لږ وروسته له ستړيا پر ځمکه ولوېد او مړشو.

اوس وتلي ځغستونکي اوږدې منډې په چټکۍ کوي. په پنځو دقیقو کې یو ميل ځغلي. په نارينه وو کې د اولمپیک اوسنى اتل کینایی فقيد لوبغاړى سامي وانجيرو و چې پر ۲۰۰۸م کال يې د بیجینګ په اولمپیک کې د سرو مډال وگاټه.

ته وا ٢٦ ميله ځغاسته دومره سخته سيالي نه وه نو ايتيوپيايي لوبغاړي ابيبي بيکيلا پر ١٩٦٠ کال د روم په لوبو کې ورته په يبلو پښو ملا وتړله او د سرو مډال يې تر لاسه کړ. دى پر ۱۹۶۹م کال په ټرافیکي پيښه کې ژوبل شو او څلور کاله وروسته ومړ.

چکوسلواکي ځغاستونکی اېميل زا توپېک يوازينى او لومړنی کس دى چې پر ۱۹۵۲م کال يې د هلسنکي په لوبو کې پر يوه مهال، په ۵ زرو مترو، لس زرو مترواو اوږدې ځغاستې کې د سرو زرو مډال گټلى دى.

د ښځو لومړنۍ اوږده ځغاسته په ۱۹۸۴م کال کې د امریکا په لاس انجلس کې وشوه او امریکایی جوان بېنویت یې د سرو زرو مډال لومړنۍ ګټونکې شوه.

د اوږدې ځغاستې يوه پخواني اتل، ایتوپیایی هایلي ګیبرسيلاسي هڅه کوله چې د ۲۰۱۲م کال اولمپیک ته غوره شي، خو بريالى نشو. نوموړي پر ۲۰۱۲م کال د ځغاستې له سياليو نه د لاس اخيستو اعلان کړى و، خو څو ورځې وروسته یې خپل نظر واړاوه او د بيا ځغاستو هوډ يې وکړ.