آزاده جرګه، د بي بي سي او افغان ملي راډیو ټلوېزیون ګډه خپرونه

د خپريدو وخت: 18:48 گرینویچ - دوشنبه 18 مارچ 2013 - 28 کب 1391

دا خپرونه هم مهاله پر پښتو او دري وړاندې کېږي او پر ټلوېزیون ، راډیو او آنلاین موندل کېدلی شي.

"آزاده جرګه" د خپرونو یوه لړۍ ده چې موخه یې د ولس، دولتي چارواکو او ملي مشرانو ترمنځ د مخامخ خبرو اترو د یوه چاپېریال چمتو کول دي.

د افغانستان خلکو په تېره لسیزه کې په کور دننه ډول ډول رسنیو ته لاسرسی وموند، خو لا هم د ولس او چارواکو تر منځ د مخامخ خبرو فضا هماغسې تنګه پاتې شوې ده.

کلیوال وګړي په ملي پرېکړو او د بیا رغاونې په بهیر کې ځان شریک نه ویني او همدې د ولس او حکومت ترمنځ واټن جوړ کړیدی.

له همدې امله د بي بي سي مېډیا اکشن، د بي بي سي نړیوالې څانګې او د افغانستان ملي راډیو ټلوېزیون یو بل ته سره لاسونه ورکړل چې دا نا اورېدلي غږونه د ملت غوږونو ته وروسوي. د "آزادې جرګې" ګډونوال د افغانستان د ګوټ ګوټ عادي وګړي دي چې د خپل ژوندانه ارزښتناکې مسالې مخامخ چارواکو ته وړاندې کوي.

دا خپرونه هم مهاله پر پښتو او دري وړاندې کېږي او پر ټلوېزیون ، راډیو او آنلاین موندل کېدلی شي.

د نظر شریکولو یا په آزاده جرګه کې د ګډون لپاره دې پتې ته برېښنالیک را واستوئ: jirga@jirga.tv

د اړیکو لپاره (په کور دننه) ۰۷۰۴۶۰۶۰۶۰ او (له بهر څخه) ۰۰۹۳۷۰۴۶۰۶۰۶۰ شمېرې ته زنګ راووهئ.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .