ملا برادر، پخوانی مهم جنګي قومندان

Image caption د ملا عبیدالله اخوند په اړه ویل کېدل، چې ګني د پاکستان حکومت نیولی، خو وروسته پاکستان دا خبره رد کړه.

c

۵۲ کلن ملا برادر د طالبانو د شورا مهم غړی او د ملا عمر مرستیال پاتې شوی.

نوموړی د اروزګان ولایت دی، خو پر افغانستان د طالبانو د واکمنۍ پرمهال کندهار کې و.

د افغانستان د چارو زیاتره کارپوهان او خبریالان وايي، چې ملا عمر چې کله افغانستان کې د طالبانو تحریک جوړ کړ، ملا برادر په هغو څلورو بنسټګرو کې و، چې د دغه تحریک بنسټ یې اېښي و او مخته ته یې بوت.

تر یوه وخته نوموړي د تحریک د تقویې لپاره کار وکړ، خو کله چې افغانستان کې د طالبانو واکمني پراخه شوه، ملا برادر د هرات والي وټاکل شو.

ملا برادر د پوپلزیو له قبیلې دی، چې په سوېل کې ډېر نفوذ لري.

دغه قبیله د ډیورنډ کرښې پر دواړو غاړو پرته ده، چې د ډیورنډ کرښې هاخوا بلوچستان او پېښور او دېخوا اروزګان او کندهار کې یې ډېر وګړي مېشت دي.

د افغانستان اوسنی ولسمشر حامد کرزی هم د دغې قبیلې له یوه ښاخ سره پیوسته کېږي.

ملا برادر د طالبانو د واکمنۍ پرمهال د تحریک له وتلو جنګي قومندانانو څخه و، چې د دغه تحریک لوی درستیز هم پاتې شوی دی.

کله چې طالبانو په ۱۹۹۸ کال پر بامیانو برید وکړ او ویې نیو، ملا برادر د لومړۍ جنګي کرښې قومندان و.

کله چې د امریکا او طالبانو ترمنځ اړیکي ترینګلي شول، ملا برادر یې د بېرته رغولو چاره کې مهم رول لوبولی دی.

پېښور کې خبریال او شنونکی رحیم الله یوسفزی وايي، کله چې په ۱۹۹۵ کال افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ پرمهال د ملا محمد عمر لیدو ته کندهار ته ورغی، ملا برادر یې هم هلته ولید.

نوموړی وايي، چې ملا عمر دوه مهم مرستیالان لرل، چې یو پکې ملا برادر او بل ملا عبیدالله اخوند و.

د ملا عبیدالله اخوند په اړه ویل کېدل، چې ګني د پاکستان حکومت نیولی، خو وروسته پاکستان دا خبره رد کړه.