په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د روسیې له سفیر سره د بي بي سي ځانګړې مرکه

روسیه وايي، چمتو ده، چې د افغانستان له پوځ سره د پوځي وسیایلو په برخه کې مرسته وکړي.

په کابل کې د روسیې سفیر اندري اویتسیان له بي بي سي سره په ځانګړې مرکه کې وویل، چې افغان لوري ته د پوځي مرستو لپاره باید دواړه لوري یو هوکړه لیک لاسلیک کړي.

افغانستان له روسیې سره د تخنیکي او پوځي اړیکو په برخه کې داسې هوکړه لیک درلوده، له مخې یې روسیې له کابل سره پوځي مرستې کولې.

خو ښاغلی اویتسیان وايي، دغه هوکړه په ۲۰۰۵ کال کې پاې ته رسیدلې او اوس همغه ډول بلې هوکړې ته اړتیا ده.

روسیه اوسمهال هر کال نژدې ۲۲۵ افغان افسران په خپل هېواد کې روزي او وايي که افغان حکومت ترې غوښتنه وکړي، ښايي د لا ډیرو افغان سرتیرو د روزنې زمینه برابره کړي.

دغه مرکه کابل کې زموږ همکار حفیظ الله معروف کړې ده.