پر ګرځنده تیلېفونونو د غږ او وېډیو په اړه ډېر پوښتل شوي څیزونه

پر ګرځنده تیلېفونونو د غږ او وېډیو په اړه ډېر پوښتل شوي څیزونه

پر خپل ګرځنده تیلېفون غږ یا وېډیو څرنګه کتلی یا اورېدلی شم؟

پر بي بي سي وېبپاڼو د وېډیو کتلو یا غږ اورېدلو لپاره تاسو باید یو مناسب موبایل ولرئ. تاسو د سیمکارت فعالولو ته هم اړتیا لرئ، چې تاسو ته معلومات د جي پي آر اېس یا EDGE له لارې ولېږدي. د نورو مالوماتو لپاره خپلې شبکې سره اړیکه ونیسئ.

ایا له BBCPashto.com نه کوم ډول فارمټونه ډاونلوډولی شم؟

د موبایل د پاڼې له لارې موږ تاسو ته دغه څیزونه چمتو کوو:

3gp, mp4 او mp3

ایا په اورېدو/کتلو یې څومره لګښت راځي؟

بي بي سي له تاسو د وېډیو کتلو یا غږ اورېدو پیسې نه غواړئ. خو خدمتونه چمتو کوونکې شبکه له تاسو د کارول شویو معلوماتو په اندازه پیسې اخلي. که تاسو ډاډمن نه یاست چې ستاسو پر معلوماتي تعرفې څومره لګښت راځي، د خدمتونو له چمتو کوونکې شبکې سره اړیکه ونیسئ.

بي بي سي د هغو معلوماتو د لېږد هېڅ مسؤولیت پر غاړه نه اخلي، چې ستاسو له خاو د ګرځنده موبایل له لارې یې د بي بي سي غږ/وېډیو په کتلو سره پر تاسو لګښت راځي.

ایا د کتلو/اورېدلو لګښت څرنګه محدودولی شم؟

د وېډیو ډاونلوډوو د لګښت محدودولو لپاره له بېلابېلو لارو ګټه اخیستی شئ:

- آنلاین ته ولاړ شئ. زموږ د موبایل پر پاڼه وېډیويي کلیپونه معمولاً زموږ پر ډسکټاپ سایټ هم موجود وي.

- د معلوماتو بنډل ترلاسه کړئ. د میاشتني یا ورځني نرخ یا هم پوښښي معلوماتو کڅوړې په کچه ننوځئ چې ستاسې میاشتنی لګښت کموي. هلته وېډیويي کلیپونه ډاونلوډولی شئ، په تېره بیا که چېرې تاسو ځواکمن کاروونکی یاست. د نورو جزییاتو لپاره له چمتو کوونکي شرکت سره تماس ونیسئ.

- وای فای کارول. اوسني زیاتره ګرځنده تیلېفونونه د وای فای یا بي سیمه انټرنېټ اسانتیاوې لري. تاسو په دې طریقې سره زموږ وېبپاڼې ته د لاسرسي لپاره د لګښت کچه کمولی شئ، د بې سیمه انټرنېټ نښلوونکي له لارې تاسې په کور یا هلته چې وایرلېس کارکوي، د معلوماتو مقابل کې خپل لګښت ټيټولی شي. که چېرې تاسو ډاډه نه یاست چې ستاسو تیلېفون وای فای لري که نه، د تیلېفون له جوړوونکي یا خدمتونو چمتو کوونکې شبکې سره اړیکه ونیسئ.

- بلوتوت وکاروئ. د بي بي سي پر موبایل پاڼه ځینې وېډيويي کلیپونه شته، چې قلف شوي نه دي او د بلوتوت له لارې هم بل ګرځنده تیلېفون ته استول کېدای شي- له خپلو ملګرو سره یې شریکولی شئ.

ایا ډاونلوډ څومره وخت نیسي؟

ډاونلوډ ستاسو د انټرنېټ پر چټکتیا پورې اړه لري. عموماً، تاسو تاسو د تري ۳ له لارې یو لنډ کلیپ په ۱-۲ دقیقو کې ډاونلوډولی شئ، خو د وای فای له لارې ژر کېدای شي.

اوږده کلیپونه شاید ډېر وخت ونیسي.

ایا د غږ کیفیت ښه کولی شم؟

ځینې ګرځنده تیلېفونونه له خپل ځانه لاسپیکرونه لري، چې د غږ ټیټ کیفیت لري – هڅه وکړئ چې غوږۍ (هېډفون) وکاروئ.

[که چېرې رادیو سمه وي]

ایا پر خپل ګرځنده تیلېفون د بي بي سي پښتو وېبپاڼې راديويي ژوندۍ خپرونو ته پر خپل وخت څرنګه لاسرسی لرلی شم؟

دامهال موږ د بي بي سي پر پښتو وېبپاڼې BBCPashto.com د ګرځنده تیلېفون لپاره د ژوندیو خپرونو غوراوی نه لرو.